دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکرکټ؛ سریلانکا په یوه منډه او ۶ ویکټونو هند ته ماتې ورکړه

کرکټ؛ سریلانکا په یوه منډه او ۶ ویکټونو هند ته ماتې ورکړه

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۱۵مه) د اسیا د شل اوره سیالیو په دوهم پړاو کې نن (سې شنبه) د سریلانکا لوبډلې په یوه خورا هیجاني او برابره لوبه کې د هند ټیم ته ماتې ورکړه.

د سریلانکا او هند دا سیالي د افغانستان او سریلانکا مسابقې ته ډېره ورته وه.

دې مسابقې وښوده چې افغانستان هند او پاکستان ته هم ماتې ورکولی شي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان سبا له هند او بل سبا له پاکستان سره مخامخ شي.

له روانو سیالیو داسې ښکاري چې هره لوبډله چې لومړی بیټنګ وکړي، لوبه بایلي. هماغسي چې سریلانکا له افغانستان سره په مسابقه کې لومړی فیلډ غوره کړی و، نن د هند په وړاندې هم فیلډ غوره کړ. هندي لوبغاړو سیالې لوبډلې ته ۱۷۵ منډې هدف ټاکلی و چې د افغانستان له لوري ټاکل شوي هدف ته ورته و خو ویې نه کړای شوای چې سریلانکا د دغه هدف له پوره کولو راوګرځوي.

 سریلانکا دا سیالي په ۶ ویکټونو او یوازې یوه توپ وګټله. د دغه ټیم وروستیو دوو لوبغاړو داسون شاناکا او بهانوک راجاپاکسا په ګډه ۵۸ منډې وکړې.

په دې سیالۍ کې د هند ۸ او د سریلانکا ۴ لوبغاړي وسوځېدل. له دې هم څرګندېږي چې هره لوبډله چې دوهم بیټنګ کوي په اسانه نه سوځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب