دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+انلاین اعلانات

انلاین اعلانات

کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه

لیکوال: هیري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

درې دېرشمه برخه

انلاین اعلانات

د ۱۹۹۰یمو په وروستیو کې د ویب سایټونو پر مخ د «اعلاناتي بېنرونو» څرګندېدل پیل شول او څه موده وروسته د اعلاناتو نورې بڼې هم راووتلې. ورسره شرکتونه په انلاین نړۍ ور مات شوو، یا په دې باور چې انلاین نړۍ د نوو مشتریانو د پیدا کولو لپاره نامحدود ظرفیت درلوده او یا له دې وېرې چې رقیبان به يې تر ده لومړی تر مشتریانو ورسېږي. له بده مرغه د اعلاناتو او ویب سایټونو (مثلاً د نشراتو لپاره) د مؤثریت معلومول سخت کار وو. د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې د «dot-com» انفجار له کبله د هغو ویب سایټونو راتلونکی پیکه او بې رنګه شو، چې د دریمې ډلې  اعلاناتو ته يې د عایداتي سرچینې په سترګه کتل.

خو څو کاله وروسته د اعلاناتو نشروونکو د نوو تجارتي موډلونو او هدفي تخنیکونو په مرسته نه دا چې انلاین اعلانات یې په یوه ګټور، بلکې د چټک پرمختګ په تجارت بدل کړل. (د تعاملي اعلاناتي بیورو یا IAB له قوله په امریکا کې د ۲۰۰۷ کال د انټرنټي اعلاناتو عاید ۲۱.۲ بیلیونه ډالره وو، چې له ۲۰۰۵ کال څخه ۲۶ سلنه لوړ وو.)

اوسمهال، د انلاین اعلاناتو د انقلاب اغېزې په پوره زور د خورېدو په حال کې دي او د اعلاناتو دودیز موډلونه مثلاً ورځپاڼې، مجلې او ان ټلویزون يې هم اغېزمن کړی.

د اعلاناتو پلټفارمونه او ډولونه

داسې مختلف ذرایع او وسایل شته چې د اعلاناتو مختلف ډولونه ورسره یو ځای کېدلی شو. په دې ډله کې ایمیلونه (د وړیا ایمیلونو خدمات چې معمولاً په پیغام کې يې یو اعلان نغښتی وي)، ورځپاڼې او نورې چاپي رسنۍ (چې زیاتره د یوې مقالې مطابق اعلان لري) او بلاګونه راځي، چې تر ټولو مشهور بلاګونه د اعلاناتو له لارې ښه ښایسته عاید لاسته راوړلی شي.

د اعلاناتو ډولونه په لاندې ډول دي:

  • بېنري اعلانات؛ په مستطیل شکلونو کې راځي، ډېر کله د ویب سایټ په پورتنۍ برخه کې وي. (بعضي وختونه د عامل سیسټم له ډیالوګ باکسونو سره ورته والی لري.) دغه ډول د انلاین اعلاناتو شاوخوا نیمايي برخه جوړوي او په هر ډول ویب سایټونو کې څرګندېدلی شي.
  • Pop-up یا pop-under اعلانات؛ د فعالې کړکۍ په پورتنۍ یا لاندینۍ برخه کې لیدل کېږي.
  • لامبوزن اعلانات؛ د اصلي پاڼې په محتویاتو کې څرګندېږي، ډېر کله د سکرین پر مخ حرکت کوي.
  • مشروط اعلانات؛ د غوښتل شویو محتویاتو (مثلاً مقاله یا ویډیو) پر مخ څرګندېږي. که څه هم تر ټاکلي وخته دوام کوي، خو ځینې وختونه يې لیدونکي ړنګولی هم شي.

د اعلاناتو ګڼ ډولونه خوځنده وي؛ او یو شمېر یې ان ویډیويي کلیپونه هم لري. بل خوا، داسې اعلانات هم لرو چې د ګرځنده وسایلو لپاره جوړ وي، مثلاً هغه پیغامونه چې ټلیفونونو ته استول کېږي.

د انلاین اعلاناتو اقتصاد

یو شرکت یا سازمان کولی شي چې په خپل ویب سایټ خپل تولیدات یا خدمات خپاره کړي. بله لاره دا ده چې ویب سایټ د اعلانات ورکوونکو سره هوکړه وکړي او د هغوی د توکو او خدماتو اعلانات په خپل سایټ کې ورکړي او په بدل کې يې پیسې واخلي. اعلان ورکوونکي ته بیا په خپل وار هغه شرکت معاوضه ورکوي چې اعلانات يې خپاره شوي وي. یاده معاوضه په مختلفو بڼو محاسبه کولی شو: مثلاً یوه لاره يې CPM ده (د هر زر تنو پر سر چې دغه اعلان ویني)، یا د خرڅلاو لپاره د مراجعینو شمېر، یا د هغو خلکو شمېر چې په رښتیا یو شی اخلي.

د نړیوال جال لومړنی جذابیت او راښکون چې په زړېدو شو، نو د شرکتونو د اعلاناتو څانګو د خپلو اعلاناتو د لیدونکو د شمېرلو لپاره تر پخوا بهتره میتود غوښته او داسې اعلانات يې غوښتل چې په ښه ډول خلک هدف وګرځوي او په یوه کلیک یې د اعلان ورکوونکي سایټ ته سوق کړي. دا چې په دې کې هغه خلک هم شامل دي چې تر مخ د یو خاص شي په لټه کې وي، نو انټرنټي لټون یو مؤثر او ګټور فعالیت دی، چې کولی شو د کونټکسټ مطابق اعلانات ورپورې پیوند کړو. له دې فرصت نه په استفاده کې په تېره ګوګل ډېر زیات بریالی وو او د یوه مشخص لفظ درلودونکي لټون په پایلو کې به یې د یوه تجارت اعلانات هم څرګندول.

په دې سربېره، یوه بله لاره چې ګوګل او نور ستر لټون انجنونه له اعلانات نشروونکو څخه پرې پیسې ترلاسه کولی شي، د «مشترک بازارموندنې» لاره ده، چې د ګوګل بڼه يې د Ad Sense په نامه ده. دلته ټول ګډون کوونکي ویب سایټونه لیست وي او د لټون آر ویونه له هغو اعلاناتو سره مقایسه کېږي چې د څرګندېدو لپاره چمتو وي. په کوم سایټ کې چې اعلان ورکړل شوی وي، معمولاً د هر کلیک په سر پیسې اخلي. خو په دې برخه کې د «click fraud» یا د کلیک درغلۍ پرابلم هم پیدا شوی؛ په دې معنا چې چلبازه وګړي یو مشترک سایټ جوړولی او بیا د کلیکونو لپاره له ځانګړو سافټویرونو استفاده کولی شي، حال دا چې کلیکونه داسې ښودل کېږي ګنې له مختلفو سرچینو څخه پنځېدلي وي. له دې پرابلمونو سره سره، په ۲۰۰۶ کال کې د انلاین اعلاناتو تقریباً ۴۰ سلنه عاید په لټون پورې تړلیو اعلاناتو څخه ترلاسه شوی وو.

د لټون انجنونو استعمال به ممکن تر ټولو زیات په مستقیم ډول د مشتریانو دلچسپۍ ښيي، خو اوسمهال ډېری فوکس د داسې سیسټمونو جوړولو ته اوښتی چې د یوه ستر انلاین تجارت په سایټ کې د یوه مشتري ټول جریان تعقیب کړي او په داسې نښو پسې وګوري چې په راتلونکي کې د احتمالي خریداریو څرک ترې ولګي.

د ګټه اخیستونکو ګټې خوندي کول

د انلاین اعلاناتو تیاره اړخ په هغو پروګرامونو کې لیدل کېږي چې په پټ ډول د استعمالوونکي په شخصي کمپیوټرونو کې نصبېږي او بیا له مخفي انټرنټي اوپراسیونونو څخه اعلانات ډانلوډ یا ارایه کېږي. زیاتره ګټه اخیستونکي اوسمهال په منظم ډول د دې ډول زیانمنو پروګرامونو د مخنیوي لپاره پروګرامونه هم استعمالوي، خو ان قانوني انلاین اعلانات هم ګټه اخیستونکي ځورولی شي، په تېره هغه وخت چې اعلانات ډېر زیات مشهور وي او د متن پر مخ ګرځي (یا بیخي متن له سترګو پناه کوي)، یا د براوزر د کړکۍ تر شا پراته وي. اوسني ویب پرانیستونکي د اعلاناتو د مخنیوي داسې فیچرونه هم لري چې اغېزمنتیا یې تر مختلفو کچو پورې رسېږي. د ټلویزوني اعلاناتو په څېر، انلاین اعلانات ورکوونکي باید هغو بې صبره ګټه اخیستونکو ته هم یوه چاره ولټوي چې تر هغو یوه اعلان ته سر نه ور ایسته کوي، تر څو چې ونه غواړي.

اعلانات خپروونکي د دې لپاره چې ګټه اخیستونکي د اعلاناتو لیدو ته لېواله کړي، کولی شي ډول، ډول ستراتیژۍ په کار واچوي. یوه يې دا ده چې اعلان باید لنډ او ساده جوړ شي او د یوه داسې شي په مسیر کې ځای پر ځای شي، چې ګټه اخیستونکی په رښتیا هم په هغه شي پسې ورځي. په ۲۰۰۷ کال کې یوټیوب همداسې اعلانات پیل کړل. بله ستراتیژي دا ده چې د سافټویرونو او خدماتو داسې وړیا ورژنونه جوړ شي، چې د همدې وړیا کېدو په بدل کې پر ګټه اخیستونکو دا لازمه کړي چې د سکرین یوه برخه داسې عیاره کړي چې یوازې اعلاناتو ته ځانګړې وي او بلاخره، د ټلویزون په څېر، اعلانات په خپله د متن په داخل کې هم اوبدلی شو، مثلاً هغسې چې په انلاین کمپیوټري ګیمونو کې یې وينو.

په دې برخه کې یوه حساسه موضوع دا ده چې د دوو شیانو ترمنځ باید د انډول هڅه وشي؛ چې یو شی د اعلانات خپروونکو دا هیله ده چې د امکان تر بریده د مشتري په لېوالتیاوو او خریدارۍ په عادتونو پوه شي او دوهم اړخ د خپل حریم د خوندیتوب په تړاو د مشتریانو اندېښنه ده.

اضافي لوستونه

 1-“Click Fraud: The Dark Side of Online Advertising.” Business Week, October 2, 2006. Available online. URL: http://www.businessweek.com/magazine/content/06_40/b4003001.htm. Accessed October 5, 2007.

2- Davis, Harold. Google Advertising Tools: Cashing In with AdSense, AdWords, and the Google APIs. Sebastapol, Calif.: O’Reilly, 2006.

3- Interactive Advertising Bureau. Available online. URL: http://www.iab.net/. Accessed October 5, 2007.

4- Plummer, Joe, et al. The Online Advertising Playbook: Proven Strategies and Tested Tactics from the Advertising Research Foundation. Hoboken, N.J.: Wiley, 2007.

5- Scott, David Meerman. The New Rules of Marketing & PR: How to Use News Releases, Blogs, Podcasting, Viral Marketing & Online Media to Reach Buyers Directly. Hoboken, N.J.: Wiley, 2007.

6- Search Engine Marketing Professional Organization (SEMPO). Available online. URL: http://www.sempo.org. Accessed October 5, 2007.

7- Sloan, Paul. “The Quest for the Perfect Online Ad: Web Advertisers Are Moving beyond Search, Using Powerful Science to Figure Out What You Want.” Business 2.0 [Magazine]. Available online. URL: http://money.cnn.com/ magazines/business2/business2_archive/2007/03/01/ 8401043/index.htm. Accessed October 5, 2007.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب