دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او پاکستان د کرکټ په سیالۍ کې د پام وړ...

د افغانستان او پاکستان د کرکټ په سیالۍ کې د پام وړ ټکي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۶مه) دا لومړی ځل دی چې د اسیا د کرکټ په جام لوبو کې افغانستان له پاکستان سره مخامخیږي. دا لوبه د چهارشنبې په ورځ ده. د دې دواړو لوبډلو لوبغاړي د متحد عربي اماراتو له میدانونو سره اشنا دي او هلته یې لوبې کړې دي.

د شل اورونو په لوبو کې تر دې مخکې افغانستان له پاکستان څخه په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۹ کلونو کې لوبې بایللي دي، خو د افغانستان په اوسنۍ لوبډله کې یوشمیر لوبغاړي لکه راشد خان، مجیب الرحمان او محمد نبي د هند په غوره لیګ کې د نړۍ له بیلابیلو لوبغاړو سره په تیرو نژدې څلورو کلونو کې چې افغانستان وروستۍ لوبه له پاکستانه بایللې ده لوبیدلې دي چې دا یې د ډاډ سبب کیږي، همداراز د افغانستان د اوسني ټیم یوشمیر لوبغاړو د انګلستان په کلپونو کې ځینو په بنګله دیش، سریلانکا، ویسټ اینډیز او استرلیا کې لوبې کړې دي چې له دې سره دا لوبغاړي د بهرنیو په وړاندې د پخوا په پرتله لږ ډاډمن شوې دي. یو بل ډاډ دا دی چې سریلانکا هند ته ماتې ورکړه دا هم د افغان لوبغاړو روحیه پیاوړي کوي، ځکه چې هند ته په اسیایي جام کې او په نړیواله کچه د خورا پياوړې لوبډلې په سترګه کتل کیږي او د افغانستان د ملي ټیم یوشمیر لوبغاړو له هندي روزونکو د لوبې چالونه زده کړې دي. په عین وخت کې سریلانکا ته د اسیایي جام په لومړي پړاو کې افغانستان بده ماتې ورکړې وه او په دوهم پړاو کې هم افغان لوبډلې له سریلانکا بده ماتې ونه خوړه، هسې بخت یاري ورسره ونه کړه.

څرنګه به افغان لوبډله پاکستان ماتوي

که چیرته لومړی بیټنګ پاکستان وکړي او د پاکستان د پيل درې لوبغاړي، محمد رضوان، کپتان بابر اعظم او فخر زمان ژر اوټ شي د پاکستان لوبډله ښایي ونه توانیږي چې په شل اورونو کې ډیرې منډې وکړي.

بل لور ته که چیرته لومړی بیټنګ افغانستان وکړي او په پیل کې یې کوم لوبغاړی په پاور پلې کې اوټ نه شي نو ښایي افغانان ډاډه شي او بیا ډيرې منډې جوړې کړي. د پاکستان فاسټ بالران، نسیم شاه او سپینر شاداب خان خطرناکه دي له دغو دوو بالرانو سره باید افغانان احتیاط وکړي.

که له پاکستان سره لوبه افغانستان وګټله نو افغانستان به په دې جام کې پاتې شي او هیلمن به شي چې پایلوبې ته به رسیږي، که پاکستان وګټله پایلوبې ته به یې رسیدل تقریبا یقیني شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب