یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل کې د منع شویو سوالګرو د بندیانولو کمپاين نن پیلیږي

کابل کې د منع شویو سوالګرو د بندیانولو کمپاين نن پیلیږي

تاند:(چار شنبه،د سنبلې شپاړسمه)‏‏ ‏د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي ،چې نن د سوالګرو د راټولولو د کمېټې د هدایاتو مطابق په کابل ښار کې د سوالګرو تصفیوي پروسه پیلوي

د کابل د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند خالد ځدراڼ ويلي، په دې لړ کې به هغه سوالګر چې د یادې کمیټې له لوري بایمیتریک شوي او بازار کې د سوال کولو پر وخت ونیول شي زندان ته وړل کیږي او د بایمتریک له سیستم پاتې کسان به ثبت کیږي.

ويل شوي،چې له کابل او نورو ولايتونو څخه د سوالګرو د ټولولو امر د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده د دوی د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند ته کړی و.

ملا برادر اخند په دې موخه یو کمیسیون جوړ کړی،چې په کابل او نورو ولايتونو کې مستحق او نا مستحق سوالګر تشخيص، بایومټریک او نا مستحق هغه له سوال کولو څخه منع او د سرغړونې په صورت کې بنديان کړي.

د طالبانو ځينو منتقدینو ويلي،چې طالبان د سوالګرو مستحق او نا مستحق په داسې شرايطو کې چې تر نیمايي ډېر افغانان دوی له بيا واکمنيدو سره وږي دي، څنګه تشخيصوي؟

3 COMMENTS

  1. هغه لوی سوالګر چی د ارګ د ننه پټ شوی هم باید ونیول شی او زندانی شی.

    دا به ډیره نامردی او بی عدالتی وی چی د غټو خیټو لوی سوالګر په خپل حالت پاتی وی او خوار او مجبوره سوالګر زندانی شی.

  2. نو سوال کونکي به لا خوشحال وي سي زندان ته ولاړ سي ډوډۍ ورته ورسیږي . پوښتنه داده سي ایا طالب به دغو سول کونکو ته په زندان کې ډوډۍ ورکړي او که ددوۍ په ټول چیرې په ګولیو ووژني ځکه د طالب عدالت لاره خو به داسي وي ☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب