یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهترکمنستان د اور پټلۍ برخه کې يو شمېر افغان محصلان روزي

ترکمنستان د اور پټلۍ برخه کې يو شمېر افغان محصلان روزي

تاند:(چار شنبه،د سنبلې شپاړسمه)‏‏ ‏د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو لوى رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره لیدلي.

 دغه ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې کتنه کې د اوسپنې پټلۍ د اړوند همکاریو خبرې شوې دي.

د کتنې په پيل کې، د ترکمنستان سفیر په رسمي ډول هغه لیک وړاندې کړى چې له مخې به یې په دغه هېواد کې د اوسپنې پټلۍ افغان محصلینو ته ٢٨ تحصيلي بورسیې ورکړل شي.

په دغو بورسونو کې به د اوسپنې پټلۍ محصلینو ته څلور میاشتنۍ لنډه تحصيلي دوره برابره او د اوسپنې پټلۍ په بېلابیلو څانګو کې به وروزل شي.

دغه راز د ترکمنستان سفیر د پراخو همکاریو ډاډ ورکولو ترڅنګ، وویل چې د آقینې – اندخوی ریلي چارو ترمیمات بشپړ شوي دي.

 د طالبانو استازي هم، سفیر او مل پلاوي ته د پراخو همکاریو ډاډ ورکړى او ویلي يې دي چې دغه اداره به ډېر ژر د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ غیر ریلي چارې پیل کړي او تر بشپړېدو وروسته به یې انتقالات تر اندخوی پورې دوام ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب