جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد بلوچ بېلتون پالو د مبارزې شدت؛۵ نور پاکستاني پوځيان ېې ووژل

د بلوچ بېلتون پالو د مبارزې شدت؛۵ نور پاکستاني پوځيان ېې ووژل

تاند:(چار شنبه،د سنبلې شپاړسمه)‏‏ ‏د پاکستان د بلوچانو د ازادۍ جبهې (بی‌ال‌اف) په يوه نوي اقدام کې ۵نور پاکستاني سرتیري وژلي.

د ازادۍ غوښتنې او بېلتون پالنې دغې جبهې ويلي،چې ياد شوي پاکستاني پوځيان ېې د بلوچستان په دولیجي سیمه کې د ماین چاودنې پر مهال وژلي.

د بلوچ ازادي غوښتونکو وياند گهرام بلوچ ويلي، چې په دغه چاودنه کې د پینځو پاکستاني پوځیانو د وژل کیدو تر څنګ يو بل پوځي ټپي شوی دی.

سرچينه زياتوي،چې له پېښې وروسته پاکستاني پوځيانو ځايي خلک وهلي ډبولي دي.

د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه پوځ په وروستيو کې د بلوچ ازادي غوښتونکو او تحریک طالبان پاکستان په بریدونو کې د خپلو ډېرو سرتېرو د وژل کیدو راپورونه تاییدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...