دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهحقاني د پکتيا د نجونو تړل شوي ښوونځي بېرته پرانېستل

حقاني د پکتيا د نجونو تړل شوي ښوونځي بېرته پرانېستل

تاند:(سې شنبه،د سنبلې پینځلسمه)‏‏ په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو په پکتيا کې له شپږم ټولګي څخه پورته ټولګيو ته د ښځينه زده کوونکو د زده کړو د بیرته هرکلی کړی او په دې اړه يې د ولس غوښتنو ته د ځايي طالب چارواکو د غاړه ايښودلو ستاينه کړې ده.

د پکتيا له يو شمېر سيمو څخه په خپرو شويو راپورونو کې د طالبانو ځايي چارواکو ويلي،چې د ښوونځيو د بېرته پرانیستل کیدو پریکړه ځايي خلکو او د ښوونځيو مسوولینو کړې ده.

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لپاره د طالبانو رييس خالق يار احمدزي هم تاييد کړې چې د دغه ولايت د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې بيرته پرانيستل شوي دي.

يو شمير ځايي سرچينو تاند ته ويلي حقانیان، چې پر پکتیا ولایت حاکميت لري، د نجونو د ښوونځيو د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو ملاتړ کړی دی.

ويل شوي چې د طالبانو د يو محدود شمېر مشرانو له منفي نظر پرته د دوی يوه لويه برخه مشران د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو ملاتړ کوي.

د ډېرو نورو سیمو خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له مشرانو غوښتي چې په عمومي ډول د خلکو او نړيوالو د خوشالۍ او د هېواد د پرمختګ لپاره د نجونو د زده کړو اجازه ورکړي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    مونږ دې “یک بام او سه هوا!!!” ته حیران یو.
    په ځینو شمالي او غربي ولایتونو کښې له شپږم صنف پورته تر دولسم ټول ښوونځي پرانیستي دي،
    په کابل ،مشرقي او قندهار …کشې لا تر اوسه بند دي؟؟
    او دا دی په پکتیا کې د خوښۍ خبر؛البته د خلکو او د مکتبونو مدیرانو په زور د نجونو متوسطې او لیسې پرنستل شوې، خدای وکړي چې بیا ېې لکه یو کال مخکې ګرانې لورګانې په ژړیدونکو سترګو کورو ته ستنې نه کړي!!!.آمین.
    ن.م. تره کي بابا خو به ویل چې ډ”خلګو زور د خدای زور دی!”؛ خو زما په نظر د الله تعالی زور ته هېڅ بنده او موجودات نه شي ټینګیدای هغه قوي، عزیز او قایم + اسمآء الحسنی والا ذات دی او عالم کبیر او عالم صغیر ېې د قدرتونو ښکارندوی دي ؛ په هر ترتیب ویلای شو چې د “خلکو وحدت او یو والي باندې د ځینو پوچمغزو سیاستچیانو زور نه رسیږي ، مجبور دي د خلګو دیني او ملي او انساني حقوقو ته غاړه کښېږدي ،” نو آپرین پر څمکنیانو او نورو پکتیا والو لکه د استقلال مخکَښي کې دې کې هم پیشقدمه سول.
    -د بیځایه او بېوخته اورلوبو په ځای باید د معلم صاحبانو او معلمه صاحباتو د معایشو غمه وخوړله سي. و من الله التوفیق.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب