Home+سوداګریزه کمپیوټرپوهنه

سوداګریزه کمپیوټرپوهنه

کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه

لیکوال: هیري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

دوه دېرشمه برخه

سوداګریزه کمپیوټرپوهنه

یاده اصطلاح د یوه بشپړ شرکت یا بل سازمان په کچه د ډیټا-پروسیس او مخابراتو سازمان سازي ته ویل کېږي. له تاریخي پلوه، د کمپیوټرپوهنې ټکنالوژي او زېربنا د یوه شرکت په مختلفو څانګو کې په مختلفو کچو پرمختګ کړی، مثلاً تر ۱۹۷۰ کلونو له مخه، معاشاتو او مالي ډیپارټمنټونو د مین فریم کمپیوټرونو په استفاده له الکترونیکي ډیټا پروسیس یا EDP څخه پراخه ګټه اخیستله. په ۱۹۸۰یمو کلونو کې د ډسکټاپ کمپیوټرونو د معرفي کېدو په پایله کې بیا د بازار موندنې، تجارتي اړیکو او پلان جوړونې په څېر چارې د بېلا بېلو سافټویرونو، ډیټابیسونو او ډاکومنټي حافظو په مرسته سرته رسېدلې، او حتی د شبکو پرېمانه استعمال به هم زیاتره په دې معنا وو چې یو شرکت څو مختلف نټورکونه لري، او له ساده داخلي مخابراتو څخه برخمن دی.

سوداګریزه کمپیوټرپوهنه چې تر ډېره د نوې شبکوي او معلوماتي مدیریت د ټکنالوژۍ لپاره د یوې مبهمې کلمې په توګه استعمالېږي، د دې غوښتنه کوي چې د یوه ستر شرکت پراخه معلوماتي منابع باید مدیریت او سمبال شي. که څه هم د سوداګریزې کمپیوټرپوهنې زېربنا هغه شبکه ده چې نن ورځ په لویه کچه د انټرنټي پروټوکول په استفاده جوړېږي، خو زیاتره وختونه د زړو نټورکونو ملاتړ هم ورته پکار وي. تجارتي سافټویرونه له کلاینټ – سرور موډل نه استفاده کوي او دا تصمیم هم مهم دی، چې یاد سافټویر د کوم عامل سیسټم ملاتړ کوي.

د ټول سازمان په کچه ډیټا ته د لاسرسي اسانتیا هغه اړتیا ده چې ورو، ورو دې ته لاره هواروي چې د پخوانیو ارتباطي ډیټابیسونو (RDBMs) ځای ابجکټي ډیټابیسونو (OODBMs) ته ورکول شي. د ابجکټي (object-oriented) ډیټابیسونو یوه ګټه دا ده چې ډېر انعطاف منونکي وي یعنې له کوم مشکل پرته د پراخېدو وړتیا لري او کولی شو له موجوده کمپیوټري سرچینو نه د استفادې په خاطر ډیټا په ډاینامیکه بڼه توزیع کړو. په دې سربېره، د کمپیوټر له میموري څخه ډاینامیکه استفاده هم مهمه ده. (د ابجکټي ډیټابیسونو یو بدیل سنټرل ډیپوزیټري (central depository) ده.

د یوه ښه منسجم تجارتي معلوماتي سیسټم ګټې یوازې د سرچینو تر مؤثر استعمال او د معلوماتو تر انتقال پورې نه محدودېږي، بلکې ګټې یې تر دې زیاتې دي. مثلاً که د بازارموندنې څانګه په فروشاتو پورې اړوند ډیټا ته بشپړ لاسرسی ولري، نو کولی شو دغه ډیټا د مشتري په چلند کې د کلیدي ځانګړنو د پېژندنې لپاره تحلیل کړو.

اضافي لوستونه

1- Bernard, Scott A. An Introduction to Enterprise Architecture Planning. 2nd ed. Bloomington, Ind.: AuthorHouse, 2005.

2- Blanding, Steve, ed. Enterprise Operations Management Handbook. 2nd ed. Boca Raton, Fla.: CRC Press, 1999.

3- Carbone, Jane. IT Architecture Toolkit. Upper Saddle River, N.J.: Prentice Hall PTR, 2004.

4- Zachman Institute for Framework Advancement. Available online. URL: http://www.zifa.com/. Accessed July 29, 2007.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...