چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهداعش د روسیې پر سفارت د برید مسوولیت ومانه

داعش د روسیې پر سفارت د برید مسوولیت ومانه

تاند:(دوشنبه،د سنبلې څوارلسمه)‏‏ داعش ډلې د يوې اعلاميې له خپرولو سره په کابل کې د روسیې پر سفارت د ننني برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.

يادې ډلې په خپله ويب پاڼه کې لیکلي،چې دا برید یې د يوه ځانمرګي بريدګر په وسيله تر سره کړی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزير دغه برید د نړيوالو جنایت کارانو کار ګڼلی، خو مشخص هدف ېې نه دی واضح کړی.

روسیې په دې برید کې د خپلو دوو ديپلوماتانو وژل کېدل تاييد کړي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته په ټلیفوني اړیکه کې ويلي،چې د یادې پېښې څېړنه او د روسیې د سفارت د امنيت تامينولو پوره هڅې به وکړي.

پښتون ملتپال سياستوال افراسياب خټک یادې پېښې ته په غبرګون کې ویلي:«ما د کال ۲۰۲۰ په دسمبر کې کابل کې په څو ټیلیویژنی مرکو کې د دوهې د معاهدې په نوم افغانستان کې د طالبانو پيچکاري کیدل د امریکا او چین/روسیه تر مینځه د نوی تصادم مقدمه بللې وه.»

ښاغلی خټک زياتوي:«غیر مشروع /بې قانونه رژیم دې ته شرایط برابروي، نن روسانو وړومبي تلفات ورکړل خو اصل قیمت یې افغانان پرې کوي.»

د طالبانو منتقدینو له دوی پوښتلي،چې د بشپړ امنيت د تامين له ادعاوو سره ېې څنګه داعش ډله په پرله پسې ډول حساس بریدونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب