Homeخبرونهسرګي لاوروف ته ټليفون؛متقي: نننۍ پېښه مو نه باید اړيکې خرابې کړي

سرګي لاوروف ته ټليفون؛متقي: نننۍ پېښه مو نه باید اړيکې خرابې کړي

تاند:(دوشنبه،د سنبلې څوارلسمه)‏‏ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن ماښام د روسيې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ټیلیفوني خبرې کړي.

‏د طالبانو د اعلاميې له مخې،په دې ټليفوني اړيکه کې ملا متقي روسي وزير ته په کابل کې د روسيې سفارت ته څېرمه د نننۍ چاودنې له امله د خپلې خواشینۍ او غم شریکۍ مراتب وړاندې کړل او د هر اړخیزو څېړنو ډاډ یې ورکړ.

متقي وویل:« دواړه لوري باید اجازه ور نه کړي چې د دښمنانو دغه ډول منفي کړنې د دواړو هېوادونو پر نږدې او مثبتو اړیکو منفي اغېز وکړي.»

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي،چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه پېښه د نړیوالو جنایتکارو سازمانونو کار وباله او د هغوی پرخلاف يې پر مبارزې ټینګار وکړ.

ويل شوي،چې مولوي متقي سرګي لاوروف ته ډاډ ورکړ، چې د طالبانو ځواکونه به د روسيې سفارت خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه کوي.

سرګي لاوروف په يوه بل غبرګون کې ویلي،چې په کابل کې پر خپل سفارت د نننۍ پېښې عاملين به د پېښې په اړه ځواب ووايي.

نوموړي په یوه لنډه اعلامیه کې دا خبره کړې، خو نه ېې دي ويلي چې دا پېښه چا کړې او دوی به څه ورسره کوي؟

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه،چې کابل کې ېې سفارت ته څېرمه د ننني برید پر مهال دوه ډیپلوماټان وژل شوي.

بلخوا: ‏په کابل کې د طالبانو د ادارې د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د يادې پېښې نوعیت ځانمرګی برید ښودلی او ویلي،چې يو ملکي وګړی پکې وژل شوی او ۱۰نور ټپیان دي.

د هغه په وينا، د روسیې سفارت سره نږدې یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړي، خو موخې ته له رسېدو مخکې د دوی ځواکونو په نښه کړی چې له امله یې چاودنه رامنځ ته شوې.

ځينو نورو سرچينو په پېښه کې د شل تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.

د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...