جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د مغزي سکتې علامې څه دئ؟ | ډاکټر ش میره‌کی 

د مغزي سکتې علامې څه دئ؟ | ډاکټر ش میره‌کی 

 په دې وروستیو کې زمونږ په هيواد افغانستان کې مغزي سکتې ‌‌‌‌‌‌ډيرې شوې دي، واقعاً زمونږ په هیواد کې بیکاري، غربت او روحي فشارونه شته او له بلې خوا بدبختانه زمونږ اکثره هېوادوال په دې حصه کې کوم علمي پوهاوي او خبرتيا هم نه لري او  په دې سبب بېچاره ناروغ په وخت او زمان روغتون ته هم نه رسول کیږي، او خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي.

نو په دې توګه يو څه معلومات مې برابر کړی دي، الله پاک وکړي چې له دغو ناروغانو سره په موقع مرسته وکړي.

مغزي سکته څه ته وایي ؟؟

‎مغزي سکته یا ستروک، چې په عامه اصطلاح کې Cerebrovascular accident (CVA بلل کېږي، هغه حالت ته ویل کېږي چې د هر عامل له امله مغزو ته د وينې د رسېدونکو رګونو د بندېدو یا رپچر (شلېدو) په نتیجه کې منځ ته راځي، پایله يې مرګ او یا هم د بدن د يوې برخې فلج دی.

مغزي سکته که په لومړیو ثانیو او دقیقو کې وپېژندل شي او ناروغ په لنډ وخت کې تر درملنې لاندې راشي ، د ژوند ژغورلو امکانات یې ډیر زیات دي. په نورمال حالت او ورځني ژوند کي که څوک چي له مغزي سکتې سره مخکیږي، ډیر کم به داسې وي چې له دې سره یو طبي ډاکټر هم ملګری وي. هغه کسان چې ناروغ ته په چاپېریال کې حاضر وي ، باید پوه شي چې ایا ناروغ له مغزي سکتې سره مخ دی او که بله کومه ناروغي لري.

مغزي سکته هغه وخت رامنځ ته کیږي چې وینه د انسان په بدن کې وړې غوټي پیدا کړي او هغه رګونه چې مغزو ته وینه رسوي، بند کړي. مغز ته وینه او اکسېجن نه رسیږي، پایله یې مغزي سکته ده. که ناروغ په داسې حالت کې د څو دقیقو په موده کې تر درملنې لاندې را نه شي، پایله به یې د بدني اعضاوو فلج وي. ناروغ د خبرو حس له لاسه ورکوي، لاس یا پښه او یاهم دواړه یې فلج کیږي، که ژوندی پاتي شي، د ژوند تر اخیرې لحظې پورې به د نورو مرستي ته اړتیا ولري.

د مغزي سکتې (Stroke) علامې څنګه پیژندل کیږي؟

 که د ناروغ په چاپېریال کې حاضر کسان د مغزي سکتې علامې وپېژني او ناروغ په کم وخت کې روغتون ته ورسوي، ناروغ کیدای شي چې له داسې حالت نه وژغورل شي. د مغزي سکتې پیژندنه لویه پوهه نه غواړي. هر څوک کولای شي د ناروغ له ظاهري حالت څخه وپوهیږي چي مغزي سکته لري اوکه بل څه؟

له بده مرغه ډیر کسان د مغزي سکتې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي دا ځکه چې هغه ته نژدې او حاضر کسان د مغزي سکتې په علامو نه پوهیږي او په لومړي ګام کې یې یوه عادي او ساده ناروغي ګڼي. په داسي حال کې چې د مغزي سکتې د نښو پېژندل دومره ګران نه دي. له ناروغ سره باید داسې چلند وشي: چې له طبي پلوه د یوې دقيقې ټسټ هم ورته وايي.

لومړی: له ناروغ څخه وغواړئ چې وخاندي

دوهم: له ناروغه وغواړئ چې خبرې وکړي.

درېیم: له ناروغه وغواړئ چې دواړه لاسونه پورته کړي.

څلورم: له ناروغه وغواړئ چې خپله ژبه را وباسئ.

که ناروغ خندا نه شوای کولای او یا یې د خندا په وخت کې خوله کږېده، خبرې یې نه شوای کولای او یا یې خبرې پرې پرې وي، لاسونه دواړه یا هم یو لاس نه شي پورته کولای او یا يې ژبه یوې خواته کږه وي، نو ناروغ له مغزي سکته کړې ده، هر څومره چې ژر وي باید روغتون ته ورسيږي.

هیله ده څه تاسو هم له خپلو دوستانو سره همدا کار وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب