Homeخبرونهد ځوانانو اسیا جام؛ افغان ابدالیانو ملي لوبډلې سریلانکا الف لوبډلې ته...

د ځوانانو اسیا جام؛ افغان ابدالیانو ملي لوبډلې سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۲۴مه) افغان ابدالیانو د سریلانکا الف لوبډلې د ۱۷۱ منډو هدف په ځواب کې بهترینه توپوهنه وکړه او یاد هدف یې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه او لوبه یې وګټله.

افغان لوبډلې دې سره د روان کال ځوانانو اسیا جام سیالیو کې خپل سفر په بریا پیل کړ.

صدیق الله اتل د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې روانه لوبه کې بهترینه وکړه او په ۲۲ توپونو یې چټکه نیمه سلیزه بشپړه کړه.

دا په شل اوریزو سیالیو کې د نوموړي ۲۰مه او د ځوانانو په اسیا جام سیالیو کې (له تېر کال راهیسې) شپږمه پرله پسې نیمه سلیزه ده.

د نوموړي ترڅنګ عمران میر هم غوره توپوهنه وکړه او په ۲۱ توپونو یې ۳۴ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې بیا بلال سمېع څلور سریلانکایي لوبغاړي اوټ کړل، غضنفر ۳ او احمدزي یو سریلانکایي لوبغاړی اوټ کړ.

افغان لوبډله به د یادو سیالیو په ترڅ کې خپله دوهمه لوبه د راتلونکې دوشنبې په ورځ د بنګله دېش الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...