تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۲۴مه) آریانا افغان هوايي شرکت وایي چې، سبا (یک شنبه) د طالبانو د اقتصادي معاونیت د پرېکړې له مخې په ارزانه بیه د وچو او تازه مېوو صادرات پیلوي.
یاد شرکت ویلي، دغه صادرات به په ځانګړو کارګو الوتکو کې نوي ډیلي ته د یو شمېر افغان توکو په صادرولو سره پیل کړي.
یاد شرکت زیاته کړې چې، د دغو توکو د صادراتو پرمهال به یې قیمت د یوه کیلو پر سر یو امریکايي ډالر وي.
تر دې مخکي د طالبانو رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند یاد شرکت ته سپارښتنه کړې وه چې، د هوايي دهلېز له لارې د وچو او تازه مېوو صادرات بغیر له ګټې پیل کړي.
ملا برادر د صادراتو له پاره د یوه کیلو بیه یو امریکايي ډالر او د وارداتو له پاره ۰،۸۰ امریکايي ډالره ټاکلي وو.
د یادونې وړ ده چې، تېره اوونۍ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ هم د هوايي او ځمکني دهلېز تړون لاسلیک شو چې، پر اساس به یې د افغانستان کرنیز محصولات، مېوې او بسته بندي شوې غوښې ازبکستان او د دغه هیواد له لارې منځنۍ او جنوبي اسیا او اروپايي هیوادونو ته صادرېږي.