تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۲۴مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د سیستان بلوچستان له والي بیجار سره کتلي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ پر پراختیا خبرې کړې.
سرچېنې ویلي، چې عزیزي او بیجار، میلک – ابرېشم مرز کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ اوسني وضعیت، موجوده خنډونو لرې کولو او عملیاتي همکاريو په لوړولو ټینګار کړی.
عزیزي د سیمې بازارونو سره د افغانستان نښلون کې د میلک مسیر رول مهم بللې او افغان سوداګرو او سوداګریزو لاریو لپاره یې د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو ټینګار کړی.
د سرچېنې په خبره، دغه ناسته د افغانستان نیمروز او ایران سیستان بلوچستان ولایتونو ترمنځ د ګمرکي اړیکو او همکاریو پیاوړتیا، صنعت، سوداګرۍ او ټرانزیټ په ځانګړي ډول مشترکو سرحدي پروژو لپاره د پانګونې جذب، بندري زېربناوو ارتقا او ودې او د میلک سرحدي مسیر له لارې په ورځ کې تر ۱۰۰۰سوداګریزو لارو د تګ راتګ زمینې برابرولو په موخه شوې.