تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۲۴ مه) ایراني رسنۍ وايي، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان له یو اقتصادي پلاوي سره یو ځای د نیمروز ولایت د میلك سرحدي بندر له لارې د ایران خاورې ته داخل شو او د سیستان او بلوچستان د والي منصور بیجار او یو شمېر ولایتي مسوولانو له لوري یې هرکلی وشو.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د سفر د اجنډا له مهمو برخو څخه د اقتصادي زیربناوو لیدنه او د ایران او افغانستان په ګډه اقتصادي ناسته کې ګډون یاد شوی، هغه ناسته چې ټاکل شوې نن ترسره شي.
د ایران او افغانستان ګډه اقتصادي غونډه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د سیستان او بلوچستان د والي او نورو ولایتي چارواکو په ګډون د ایران په هرمند ولسوالۍ کې جوړېږي.
په دې ناسته کې به د والي منصور بیجار او د ولایت د اقتصادي او عمراني مسوولانو په ملتیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لارې او د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو لرې کولو لارې چارې وڅېړل شي.
دغه لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د چابهار ستراتیژیک بندر — چې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د رسېدو لنډه او اقتصادي لاره ده — د دواړو هېوادونو په راتلونکو همکاریو کې مهم رول لري. د دې ناستې جوړېدا د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا او د ګډو اقتصادي ظرفیتونو د عملي کولو لپاره نوی ګام بلل کېږي.
دغه نظر یوازې اصلاحی بڼه لری
دهغو شخصیت خپل دی زما کار ور باندې نشته ؤایی پشۍ به داوړو جوړه کړم میو به څوک وکړی . نورالدین به ښه سړی وی خو فکر نه کوم چې داقتصاد ، سوداګری اوتجارت لپاره مناسبه پوهه ولری دهغه تکیه کلام تل الحمد لله ده داهم بشپړه کلیمه ده! ولې سوء استفاده له دې کلیمی حرامه ده په دې مانا چې دغه سړی او یوشمیر ناهله ددې کار اهل نه دی نو دوی دڅه لپاره ځانونه غلی کړی؟لکه متقی چې تل امنیت ته «امونیت » وایی که امارت یې لیست غواړی ستونزه نشته . دغه ډول مسائل ډیر مهم دی زړه مو خفه کیږې او که خوشالیږی داواقعیت دی اوله اسلام سره ټکر کې!
azizi sahib noorualdeen salam aw ekhteram;
start business with india,
india got widely product, afghans need to that,
indian are good peoples ,they fallow good relation with afghans,
you have to give progress to agrecalture,
grow cotton in helmand zabel urozganand kandahar
and prepare afghan clothes from gulbahar and bagrami nisaji and kandahar faktory for clothes
thank you