دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهقزاقستان وايي، په ۲۰۲۵ کال کې یې افغانستان ته د غلو صادرات...

قزاقستان وايي، په ۲۰۲۵ کال کې یې افغانستان ته د غلو صادرات ۶۳٪ زیات شوي

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدې ۲۰ مه) د قزاقستان د رسنیو د راپور له مخې، تېر کال افغانستان ته د قزاقستان د غلو صادرات په څرګند ډول زیات شوي دي او د وړم کال پرتله ۶۳ سلنه زیات شوي دي.

 دا معلومات د جمعې په ورځ د دغه هېواد د ملي رېلارې ادارې د شمېرو له مخې خپاره شوي دي.

د قزاقستان د رېللارې د معلوماتو له مخې، دا زیاتوالی د ۲۰۲۵ کال تر پایه ثبت شوی، چې په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د صادراتو له کمښت وروسته یو ځل بیا د ښه کېدو نښه ده.

شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو میاشتو کې، له سپتمبر څخه تر ډسمبر  پورې، افغانستان ته د غلو صادرات د تېر کال د همدې مودې پرتله ۷۱ سلنه زیات وو.

قزاقي رسنیو ویلي، په مجموع کې د قزاقستاند غلو صادرات ډېر شوي او دا په دې برخه کې د تېرو لسو کلونو تر ټولو ښه وضعیت بلل کېږي، او افغانستان یو ځل بیا د دې هېواد په مهمو بازارونو کې شمېرل شوی دی.

افغانستان په وروستیو کې هڅه کوي چې د اړینو وارداتو سرچینې متنوع کړي، په ځانګړي ډول له منځنۍ اسیا څخه، ځکه له پاکستان سره د سرحدي لارو د تړل کېدو له امله سوداګریزې چارې ګډوډې شوې دي. قزاقستان په سیمه کې د غلو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...