جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاڅکزی: په پاکستان کې هیڅ جنرال یا سیاستوال ته د قانون د...

اڅکزی: په پاکستان کې هیڅ جنرال یا سیاستوال ته د قانون د سرغړونې په خاطر سزا نه ده ورکړل شوې

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدې ۲۰ مه) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي چې تر اوسه پورې په پاکستان کې هېڅ جنرال، قاضي او یا سیاستوال د اساسي قانون د سرغړونې په جرم نه دی سزا شوی.

نوموړي دا خبرې د لاهور لوړې محکمې (هایکورټ) په «کراچۍ شهدا هال» کې د پي ټي آی د ښځو څانګې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

هغه وویل چې د فبرورۍ پر ۸مه د ولس له حقه غلا وشوه او دلته ظالمان روزل کېږي.

هغه زیاته کړه چې «نننی حالت داسې دی چې موږ نشو ویلای زموږ ښځې ازادې دي. د ډېرو سړیو په ذهن کې لا هم دا تصور شته چې د ښځې عقل کم دی. یوازې د دوپټې پر سر کولو او یا ښځې له بازار تګ څخه منع کول د ښځو د حقونو ستونزه نه شي حل کولای.»

ښاغلي اڅکزي وویل چې خدای ښځې ته لوړ مقام ورکړی دی، تر دې چې جنت د مور تر پښو لاندې بلل شوی، خو نن بلوچ سرداران، پنجابي چودریان، سندي وډیران او پښتانه هم ښځې ته خپل حق نه ورکوي. ښځه ډېری وخت د خپل پلار په امر له هر ډول سړي سره ژوند ته اړ ایستل کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د فبرورۍ پر ۸مه د ولس پر حق برید شوی او دلته ظالمان پالل کېږي. هغه وویل دا خبره دروغ ده چې پاکستان د اسلام کلا ده؛ کېدای شي اسلام په دې کلا کې بندي وي.

ده وویل دا نظام باید په ګډه او منظم ډول بدل شي، ځکه مظلومان په میلیونو دي او ظالمان په زرګونو.

محمود خان اځکزي یو ځل بیا وویل چې تر اوسه پورې هېڅ جنرال، قاضي او یا سیاستوال د اساسي قانون د ماتولو له امله سزا شوی نه دی.

ده د احتجاجونو په اړه وویل چې د پي ټي آی خلک په ټولنیزو رسنیو کې له خپلو مشرانو ناخوښه ښکاري.

هغه خلکو ته بلنه ورکړه چې له نن څخه دې کمپاین پیل کړي، یوه ورځ دې خپل دوکانونه وتړي، د فبرورۍ پر ۸مه دې سړکونو ته ووځي او اتڼونه دې وکړي، او پښتانه دې هم راووځي او په سړکونو کې دې اتڼونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...