تاند ( سه شنبه، د سرطان ۸) د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې تېره ورځ د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۱۶ پاکستاني طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو ۹ پاکستاني غړي وژل شوي او ۷ ټپیان شوي دي.
خوږیاڼی زیاتوي،چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو دوه مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.
سرچینه وایي، افغان ځواکونو ګڼې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وایي، چې د دې ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۱۳ طالبان وژلي دي.
ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په یوه خپرپاڼه کې ویلي، چې دا عملیات تېره شپه ترسره شوي او په کې تر ۳۰ ډېر طالبان ټپيان شوي هم دي.
بل لورته وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.