جمعه, مې 3, 2024
Home+الینګار؛ یوه ولسوالۍ او څو خاطرې

الینګار؛ یوه ولسوالۍ او څو خاطرې

داسې مې یاد شي لکه یو ډېر پخوانی خوب. ما لا ښوونځي ته د تګ عمر نه و پوره کړی. ټوله ورځ به خپل کلي کې ستړی ستومانه او د دنیا له حاله ناخبره ګرځیدم او له هرې لحظې مې خوندونه اخیستل. خو له ما مشر ورور مې (چې اوس یې له نوم سره د شهید کلمه اضافه شوې) د ابتدایه ښوونځي زده کوونکی و. ښوونځی یې د ولسوالۍ په مرکز کې و او تر دې ځایه زموږ له کلي شاوخوا شپږ کیلومتره واټن دی.

په هغه ورځ مې همدا ورور له ټاکلي وخت مخکې او وارخطا راغی. رنګ یې الوتی و او داسې خولې و لکه ګرمه تبه چې یې تیره کړې وي. کتابونه یې د کوټې منځ کې خطا کړل او بیا یې ویل: ټول خلک مړه شوي!

نور یې د خبرو وس نه درلود، هرچاته یې په ډکو سترګو کتلې. لکه زړه کې چې یې ډيرې کیسې وي؛ خو ژبه یې کار نکوي.

دا نو د غويي د کودتاه لومړي کلونه و. د ولسوالۍ د فتحې لپاره شدیده جګړه شوې وه. پریمانه انسانان په جسدونو بدل شوي وو. هغه کسان چې مخکې یې له نازه قدمونه اخیستل، د سړک تر غاړو په خپلو وینو کې پراته وو.

***

د مړو په منځ کې

یو خپل مو سرتیری و. سرتیري، لکه اوسني اربکي، کلیو کې اوسیدل. کلیو کې یې پوستې وې او د حکومت لخوا یې اکمالات کیدل.

دی په یوه پوسته کې و او پوسته برج کې وه. کیسه یې کوله: یو ناڅاپه د برج منځ ته د اور غونډاری راولویده. همداسې ځای په ځای تاویده، ما او دوه نورو ملګرو ورکتلې خو د تیښتې ځای نه و. شیبه وروسته ډز شو او بیا هله په ځان پوه شوم چې د ولسوالۍ په مرکز کې یې راته ټپوڼه پانسمان کړل. دا د هاوان مرمۍ وه چې هغه دوه نور ملګري یې راته ځای په ځای وژلي وو. هغه وخت جنګي شرایط وو. نه سم ډاکټران و او نه سم درمل. د کپسولونو پوډر به یې له واسیلنو سره ګډ کړل، ټپونه به یې پرې غوړ کړل چې ډیر وخت به زخمونه وراسته شول. د بیهوښه کولو لپاره درمل  نه و، موږ به خپلو ټپونو ته کتلې او روغتیايي کارکوونکيو به پکې تیغونه ګرځول.

اوله شپه له ډیر درده خپله بېهوښه شوی وم، یو وخت چې ویښ شوم شاوخوا رانه نور کټونه ایښي و او سپین رخت پرې هوار و. دا ټول مړي و، لکه چې زه یې هم د مړو کتار ته برابر کړی وم. د دوی په لیدلو وډار شوم او په ټپي ځان مې ټوپ کړ او تر یو ځایه لاړم.

 ***

لاش خوړونکي سپي

د ولسوالۍ د فتحې لپاره بیا شدیده جګړه شوې وه. په هر ګام کې له دواړو خواوو او د عامو وګړو مړي پراته وو. د جنګ شدت څوک ښخولو ته نه پریښودل. بازاري سپي پرې له ولږې اموخته شول او په هډونو به یې ورته داړې خښولې.

کیسه مې اوریدلې وه چې له جګړې وروسته کوم ستړی بزګر تر ونې لاندې ویده شوی و او څادر یې په مخ خور کړی و. یو وخت یې پښې درد شروع کړی و چې ګوري نو سپی ورته ولاړ و، اموخته سپي په ده هم  د مړي ګومان کړی و.

 ***

 د مرګ په خوله کې

 غالبا د دویم ټولګي زده کوونکی وم. له دوه کلنې جلا وطنۍ وروسته تازه د ښوونځي په رخصتیو کې کلي ته راغلی وم. زموږ د یواځینۍ عمه ( خدای دې وبخښي) کور ولسوالۍ ته نږدې دی. سپینه خاوره یې بولي. د خوړ له غاړې ورته نرۍ لاره پورته شوې. په دې لاره به سنځلو او ګلابو کاسې کاسې عطرونه شیندل. موږ همدې کور کې وو چې د ولسوالۍ د فتحې لپاره جګړه شروع شوه.

سپکو او درنو وسلو د سکروټو باران جوړ کړی و. الوتکو هم شیبه په شیبه ټټرونه خالي کول. هره لحظه مو د مرګ په انتظار تېریده.  د ولسوالۍ مربوط د غره په سر یو منار دی. د امیرحبیب الله خان وخت کې جوړ شوی. دې کې پوسته وه  او د همدې پوستې د نیولو لپاره قیامت جوړ و. زه له یوه همزولي کوربه سره بیرون ووتلم. یو ټیټ خټین دیوال و. موږ غوښتل اخوا وګورو چې څه کیسه ده. ټوپک په لاس د پوستې عکسر مخ په کلي راروان و. دا به تصادف و که قصدي، خو چې سرونه مو پورته کړل د مرمیو غر شو. ژر مو ټیټ کړل او څټونه مو د همدې ویشتل شوي دیوال له خاورو ډک شول.

***

پښیمان جنګیالي

یو سرتیری و. شیرین نومیده، شاید اوس مړ وي. هغه وخت د ټولو وینه توده وه. عجیبه انقلابي تخلصونه و. ده بې چاره هم په همدې جذبه کې په ځان د شاخدار تخلص ایښی و او چې کله به یې له پوستې ډز کاوه، نو له هغه مخکې به یې وویل: درغله د شیرین شاخدار مرمۍ!

دا سړی سپین ږیری شوی و. خو ولږې د ارام په ځای مجبور کړی و چې کار وکړي. لس پنځلس کاله مخکې یې زموږ کلي کې خټې کولې. زموږ د یوه تره دیوال یې واهه. د ږیرې سپینو تارونو پسې یې خټه نښتې وه. چې غرمنۍ ته راښکته شو، نو ورته ویل مې: کاکا، دا رښتیا ده چې تا به له ډز کولو مخکې ویل: درغله د شیرین شاخدار مرمۍ؟

یوه ترخه موسکا یې وکړه او بیا یې ویل: پریږده یې. پخوانیو کیسو پسې مه ګرځه. یو وخت و او تېر شو.

په هغه ورځ موږ کره میلمانه راغلي وو. د ولسوالۍ په تیرو جګړو بحث کیده. په دوی کې یو داسې څوک هم و چې هغې جګړه کې یې برخه اخیستې وه. موسک شو او بیا یې ویل:

څه ناداني وه. شاژورونه به مو ډک کړل او په ولسوالۍ به مو ورمنډه کړه. اخوا به هم خپل خلک مړه شول او دیخوا هم.

اوس هماغه خلک یوو. یو بل سره روغبړ کوو. چاي څښو او….

***

لاندې د هماغې بار بار جګړه ځپلې ولسوالۍ تازه تصویر دی. څو شپې وړاندې پرې بیا جګړه وه. جګړه کې بازار اور اخیستي و او د غریبو خلکو څو  هټۍ یې لولپه کړې وې.

خدای خبر؛

په دې ولسوالۍ به نور څومره جنګونه وشي، نورې څومره ترخې کیسې به راتلونکي نسل ته پریږدي، نورې څومره زړه بوږنوونکې خاطرې به وزیږوي او…

لا خو جګړه په ټول شدت روانه ده، لا خو د خپلمنځي قتال جذبه په اوج کې ده، لا خو له تېر څخه د عبرت اخیستلو عقل ته تور او غټ قلفونه پراته دي او لا خو….

۱۴۰۰/ چنگاښ/ ۸

نعمان دوست

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب