شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهصالح: هوایي ځواک به په بشپړ ډول د طالبانو پر ضد د...

صالح: هوایي ځواک به په بشپړ ډول د طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو خدمت کې وي

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۸) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، له دې وروسته به  هوایي ځواک طالبانو ته د ماتې ورکولو په موخه په بشپړ ډول د افغان ځواکونو په خدمت کې وي.

صالح وايي، په همدې موخه یې الوتکو ته د غیر پوځي افرادو او اغازاده ګانو لاسرسی محدود کړی دی.

هغه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: « دا یو له معقولو او مسلکي پریکړو څه ده چې د وضعیت له ژورې او دقیقې ارزیابۍ وروسته شوې د».

د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، لومړیتوب مو طالب ته ماتې ورکول دي، نو ځکه د افغان ځواکونو هر اړخیزه ملاتړ کوو.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د هوایي ځواکونو الوتنې او فعالیت درېدلی دی خو دفاع وزارت دا راپورونه بې اساسه وبلل.

د یاد وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، افغان هوایي ځواک شپه او ورځ د پلان له مخې پرته له وقفې خپل جګړه ییز او لوجستیکي فعالیتونه ترسره کوي.

په ورته وخت کې امرالله صالح دغه  راز په خپله لیکنه کې په کابل کې پر موټر سایکلونو د بندیز په تړاو له عامو خلکو غوښتي، چې دا پرېکړه عملي کړي.

هغه لیکلي: « د کابل ښار په دوه درېیو ځانګړو سیمو کې چیرته چې د کوڅو او لارو د تنګوالي له امله موټر تګ راتګ نشي کولی، طالبان له موټر سایکلونو څخه په استفادې د دولتي کارکونکو په ترورولو لاس پورې کړی دی».

هغه وایي په همدې موخه چې د ترورو د پېښو مخنیوی وشي دا پرېکړه شوې ده.

1 COMMENT

  1. هغه پخوانی صاحب منصبان بیا مقرر او را میدان ته کی چی پر جلال اباد یی د پاکستان یر غل په ۱۳۶۷کال کی ناکام کړی و هغوی عسکری تجربه لری ګوندی یو څو پیلوټان هم پکی وی نو بیا د پاکستانیو جواب ویی شی غیر له هغه یی نشی ویلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب