شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+سویل افریقايي/امریکایي کمپیوټرپوه سیمور پیپرټ

سویل افریقايي/امریکایي کمپیوټرپوه سیمور پیپرټ

(Papert, Seymour) (۱۹۲۸ –  )

ژباړه: رحمت شاه فراز

په ۱۹۶۰ کلونو کې چې د کمپیوټر پوهنې علم نوی، نوی زېږېدلی وو، د لیستونو، پېټرن مچینګ (pattern-matching)، کنټرول جوړښتونو، ریکرژن او… په څېر نا اشنا موضوعات یوازې د کمپیوټر ساینس د متخصصینو او یا نو بیا د پوهنتون د زده کوونکو لپاره مناسب او وړنده تر سترګو کېدل. خو شاوخوا یوه لسیزه وروسته، د مکتب زده کوونکي هم ولیدل شول چې په کیبورډ باندې په ټایپ کولو او د سکرین یا فرش پر مخ د یوه «کیشپ» په حرکاتو د دې او دې ته ورته موضوعاتو په سپړلو لګیا وو. دغو زده کوونکو په اصل کې له «LOGO» ژبې ګټه اخیستله، چې د کمپیوټر ښوونې یوه ځانګړې ژبه وه او سیمور پیپرټ اختراع کړې. سیمور پیپرټ د مصنوعي ځیرکتیا سرلاری او نوښتګر استاد دی.

پیپرټ د مارچ په لومړۍ نېټه، په ۱۹۲۸ کال د سویلي افریقا په پریټوریا ښار کې نړۍ ته سترګې پرانستې. دی په ویټواټرزرانډ پوهنتون کې شامل شو او په ۱۹۴۹ کال کې يې په ریاضیاتو کې لومړی لیسانس او بیا په ۱۹۵۲ کې په همدې څانګه کې دوکتورا واخیسته. د شاګردۍ پر مهال د توکمیز تعصب سیسټم پر خلاف د غورځنګ فعاله غړی وو، چې په ۱۹۴۸ کې دغه سیسټم د سویلي افریقې یوه رسمي پالیسي ګرځېدلې وه. د پخواني سیسټم له منلو سره د پېپرټ بېزاري او په زړورتیا او بې له خوفه د خپلو نظریاتو له څرګندولو سره يې علاقې او لېوالتیا هغه مهال له ده سره ښه ښایسته مرسته وکړه چې د تعلیمي ریفورم یوه ستر چیلنج ته یې اوږې ورکړې.

پیپرټ په ۱۹۵۲ کال کې د انګلستان کمبریج پوهنتون ته ورغی او یوه بله دوکتورا یې واخیسته او بیا يې له ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۵۸ پورې په ریاضیاتو کې څېړنې وکړې. په همدې وختونو کې مصنوعي ځیرکتیا یا AI، ورو، ورو یو ځانګړی هویت او جوړښت موندلی وو او څېړونکو د داسې امکاناتو په څېړلو لاس پورې کړی وو چې د ځیرک چلند د پنځولو یا که نور نه وي نو د هغه د شبیه سازۍ یا تقلید لپاره مخ پر وده ځواکمن کمپیوټرونه استعمال کړي. په تېره بیا پیپرټ د مصنوعي ذهانت له یوه سرلاري ماروین مینسکي سره له نږدې کار وکړ او عصبي شبکې (neural networks) او پرسپټرونو یې سره مطالعه کړل. په دې دستګاوو کې داسې الکترونیکي ارتباطات رغېدلي وو چې تر ډېره په انساني مغزو کې د نیورونونو ترمنځ له اړیکو سره مشابه وو. یو کمپیوټر چې په تصادفي یا راندوم اړیکو پیل کوي او په دې اړیکو کې سمې او دقیقې اړیکې پرلپسې تقویه شي، نو یو کمپیوټر کولی شوی چې له دې لارې یوه کړنه (مثلاً د یوه پزل حل کول) زده کړي، او نور نو اړتیا نه وه چې کمپیوټر ته ځانګړې لارښوونې (کوډونه) ور پروګرام شي.

د پیپرټ او مینسکي څېړنو د دې لاسته راوړنې ارزښت ته په درنه سترګه کتل، خو په ۱۹۶۹ کې دوی په خپل کتاب (پرسپټرونز) کې دا خبره وکړه چې دغه تګلاره هم خپل محدودیتونه لري او بله دا چي څېړونکي باید یوازې پر مغزي اړیکو فوکس ونه کړي، بلکې پر دې دې هم غور وکړي چې په واقعیت کې معلومات په څه ډول درک کېږي، او د ترتیب او نظم بڼه خپلوي.

د معلوماتو د ادراک او ترتیب دغه لیدلوری په اصل کې له ادراکي پوهنې سرچینه نیسي او پیپرټ همدا فوکس له خپلې یوې بلې لېوالتیا سره ملګری کړی او په دې پروسې يې کار وکړ چې انسانان په څه ډول ریاضیکي او نور مفاهیم په خپلو ذهنونو کې ځایوي. له ۱۹۵۸ نه تر ۱۹۶۳، ده له ژان پیاژه سره کار وکړ. ژان پیاژه سویسي ارواپوه او استاذ دی. پیاژه د ښوونې او تدریس یوه داسې تیوري رامنځته کړې وه چې د اکثره تعلیمي ارواپوهانو له نظریاتو نه یې توپیر درلود. دودیزه ښوونیزه تیوري زده کوونکو ته د نیمګړو یا ناقصو زلمیانو په سترګه ګوري چې باید په مالوماتو باندې «ډک» یا وپړسول شي.

((سیمور پیپرټ لوګو ژبه جوړه کړې. لوګو هغه پروګرامي ژبه ده چې د کمپیوټر ساینس مغلق مفاهیم د وړو زده کوونکو لپاره هم د پوهاوي او لاسرسي وړ ګرځوي. دی په دې نظر دی چې د تعلیم او زده کړې اساسي کیلي (رغنواله) ده، چې په اصل کې د کولو له لارې زده کړې ته ویل کېږي، او د معلوماتو منفعله ترلاسی نه دی.))

مګر پیاژه لیدلي وو چې ماشومان د نیمګړو یا ناقصو ماشومانو په څېر فکر نه کوي. بلکې ماشومان د ودې په هر پړاو کې د استدلال او تفکر خپل ځانګړي حالتونه لري. او دغه حالتونه د یوه کار په مقابل کې د ماشومانو د چلند ډېره ښه توجیه کوي. پیاژه په دې باور وو چې ماشومان د تفکر او استدلال وړتیا ته هغه مهال ښه وده ورکولی شي چې د ازاد تمرین او له خپلو تېروتنو څخه د زده کړې اجازه ورکول شي. په دې ډول به دوی په طبیعي ډول وده کړې وي. (دغه نظریه په کنسټرکټیویزم یا رغنواله مشهور شوه.)

د ۱۹۶۰ کلونو په لومړیو وختونو کې پیپرټ ماساچوسېټس د ټکنالوژۍ انسټیټوټ (MIT) ته مخه کړه او په ۱۹۶۵ کال کې يې هورې له ماروین مینسکي سره په ګډه د MIT د مصنوعي ذهانت لابراتوار بنسټ کېښود. بل خوا یې په ماشومانو هم څېړنه پیل کړه او داسې کمپیوټري سیسټمونه يې جوړ کړل چې د دې لپاره خورا مناسب وو چې ماشومانو ته د ریاضیکي نظریاتو د سپړنې وس او وړتیا ور وبښي. په MIT News کې پخپله د پیپرټ له خولې اورو ((یو فکر مې ذهن ته راغی، هغه دا چې د ټکنالوژۍ لوری ماشومانو ته واړوم او وګورم چې کله هغوی دغه ټکنالوژي څېړي او راسپړي، نو څه پېښېږي؟) د دې سپړنې لپاره چې ده کومه وسیله جوړه کړه هغه د لوګو کمپیوټري ژبه وه.

لوګو چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۷ کال کې تطبیق شوه، پر Lisp پروګرامي ژبه جوړه شوې وه. Lisp د مصنوعي ذهانت یوه بل څېړونکي جان میکارتي ایجاد کړې وه. لوګو د لیستونو او پېټرنونو سره د کار کولو قوي قابلیتونه لرل، خو پیپرټ د دې ژبې نحوي جوړښت یا سانټیکس ډېر زیات ساده کړ او ژبې ته يې داسې فیچرونه او مشخصات ور دننه کړل چې ژبه لا زیاته اسانه او صمیمانه شي.

هغه وخت چې د زیاتره پروګرام لیکنې نتیجه به په اوږدو پاڼو کې په چاپي ډول ترلاسه کېده او د دې پاڼو لوستل به زښت ډېر سخت وو، لوګو له یوه عیني او ګرافیکي چاپېریال سره میدان ته راووتله. د لوګو د چاپېریال په مرکز کې یو «کیشپ» قرار لري، چې د سکرین کرسر هم کېدای شي او یا هغه واقعي کوچنی روبوټ هم کېدلی شي چې پر ځمکه اخوا دېخوا ګرځي او د کاغذ پر مخ پېټرنونه تعقیبوي. واړه زده کوونکي کولی شي چې کیشپ ته ساده لارښوونې ورکړې، مثلاً «۵۰ ګامه مخکې ولاړ شه»، «۱۰۰ ګامه ښي لوري ته لاړ شه» او دغه راز له مربعو نه نیولې، ان پېچلي مارپیچي شکلونه هم پرې رسمولی شي. زده کوونکو چې له یاد سیسټم سره کار ته دوام ورکړ، نو د ساده پروسیجرونو د یو ځای کولو او لیکلو په مرسته یې لا ډېر مغلق پروګرامونه رامنځته کړل. شاګردان چې له دې سیسټم سره کار کوي، نو ورسره د تکرار او ریکرژن په څېر کلیدي مفاهیم او نظریات هم زده کوي او را سپړي. پاتې دې نه وي چې ریکرژن د یوه پروګرام هغه وړتیا ده چې په تکراري ډول بېرته ځان ته مراجعه وکړي. (په پروګرام لیکنه کې دې مراجعې ته call ویل کېږي؛ ژباړن)

په ۱۹۸۰ کلونو کې چې کمپیوټرونه د ورځني ژوند یوه مهمه او ګټوره برخه وګرځېدل، نو ورسره د «کمپیوټري زده کړې» بحث هم را پورته شو، چې نوی نسل باید د کمپیوټرونو په هکله څه شی زده کړي چې د راتلونکي پېړۍ لپاره په کافي اندازه چمتوالی ولري؟ ځینو نقادانو لکه کلیفورډ سټول ادعا وکړه چې کمپیوټرونو ته تر اړتیا زیات ارزښت ورکول شوی او په اصل کې خو مازې دې ته ضرورت ده چې د ښوونکو او زده کوونکو ترمنځ د تعامل کیفیت ته پوره پاملرنه وشي. بل خوا بیا ډېری پراګماتیکو (واقعیتپاله) ښوونکو پرېکړه وکړه چې زده کوونکي باید د متن لیکونکو او پراخپاڼو (spreadsheet) په څېر پوستغالو د استعمالولو جوګه شي (او د ۱۹۹۰ کلونو په پای کې نړیوال جال هم په دې ډله کې ور شامل شو)، مګر دې ته اصلاً اړتیا نه لري چې د کمپیوټرونو په جوړښت او تخنیک پوه شي.

بل خوا پیپرټ چې لوګو ژبه جوړه کړې وه، په دې باور وو چې ده په دې ډول «عادي» زده کوونکو ته دا وښودله چې په واقعیت کې هغوی هم د کمپیوټر پوهنې په اساساتو او اصولو پوهېدلی او د ریاضیاتو وسیع نظریات سپړلی شی. خو ده چې ولیدل چې زده کوونکي کمپیوټرونه یوازې د میخانیکي زده کړې لپاره کاروي، نو ده په تعلیمي نظام کې د شته مسایلو او ربړو په هکله لا ډېر غږ پورته کړ. پیپرټ د پیاژه کار ته وده ورکړه او یو متفاوت میتود یې رامنځته کړ، هغسې چې دی په MIT News کې پرې خبرې کوي:

((موږ چې دا خبره کوو چې موږ ماشومانو ته ښوونه کوو، نو داسې برېښي ګنې په رښتیا به هم یو څه وکړو. خو په اصل کې تل داسې څه نه پېښېږي. مګر موږ بیا یو متفاوت کار کوو. موږ هغوی ته ښوونه نه کوو. بلکې د دوی لپاره هغه چاپېریال (زمینه) رامنځته کوو چې په هغه کې دوی زده کړه وکړي. زموږ د څېړنې موخه دا ده چې داسې لارې ولټوو چې له وړو ماشومانو سره په دې کې مرسته وکړي چې د خپلې زده کړې ټول مسؤلیت په خپله غاړه واخلي.))

پیپرټ ډېر کله د «انسټرکټیویزم» او «کنسټرکټیویزم» ترمنځ توپیر کوي. انسټرکټیویزم ماشومانو ته د معلوماتو رسولو ته ویل کېږي. او بل خوا کنسټرکټیویزم دې ته ویل کېږي چې یو زده کوونکی د عمل (یا کولو) له لارې زده کړه وکړي. د لوګو ژبې په مټ یو زده کوونکی د نوو شیانو د ازمایښت او تجربې له لارې زده کړه کوي، پایلې یې مشاهده کوي او پخپله تغیرات او لاسوهنې پکې کوي.

پیپرټ د Lego Logo په ایجاد کې هم خپله مرسته نه ده سپمولې. لیګو لوګو د یوه محصول نوم دی چې د روبوټونو د جوړولو لپاره له مشهور جوړوونکي لوبتوکي استفاده کوي. او دغه روبوټونه د لوګو ژبې په مرسته پروګرامېدلی هم شي. لوګو په خپله هم د ودې او تکامل په حال کې ده، او داسې ورژنونو يې جوړ شوي چې د موازي پروګرام لیکنې وړتیا لري. موازي پروګرام لیکنه دې ته ویل کېږي چې داسې ابجکټونه جوړ شي چې په یوه وخت کې په موازي ډول کار وکړي. او همدا رنګه داسې ورژنونو يې هم شته چې د مصنوعي ژوند د شبیه سازیو لپاره هم استعمالېدلی شي.

پیپرټ په ۱۹۹۸ کې له MIT نه استعفا واخیسته، خو لا هم په خپل ډګر کې فعاله دی او په ګڼو هغه وېبپاڼو لیدل کېږي چې د ده کارونو او څېړنو ته کتنه کوي. پیپرټ دا مهال د ماین ایالت، په بلو هیل کې اوسېږي او په ماین پوهنتون کې استاذ دی. نوموړي د (لرنینګ بارن) په نوم د یوه لابراتوار بنسټ هم ایښی چې په تعلیمي برخه کې نوښتګر او ابتکاري نظریات را سپړي. پیپرټ له ګڼو غورځنګونو سره هم کار کړی او ایالتونه يې دې ته هڅولي چې خپلو ټولو زده کوونکو ته کمپیوټرونه چمتو کړي او دغه راز له ځوانانو سره په زندانونو کې هم د ښوونې او روزنې په برخه کې کار کوي. نن ورځ د نړۍ په هر ګوټ کې داسې تعلیمي مرکزونو موندلی شو چې د پيپرټ له لوګو ژبې او د هغه له نورو نظریاتو ګټه اخلي.

پیپرټ ګڼې جایزې خپلې کړې، چې له هغو نه د ګګنهایم غړیتوب (۱۹۸۰)، د مارکوني انټرنیشنل غړیتوب (۱۹۸۱)، د سافټوېر جوړونې ټولنې د ژوندمهاله لاسته راوړنې جایزه (۱۹۹۴) او د کمپیوټر ورلډ سمیتسونین جایزه (۱۹۹۷) ښودلی شو.

اضافي لوستونه:

1- Abelson, Harold, and Andrea DiSessa. Turtle

Geometry: The Computer as a Medium for Exploring

Mathematics. Cambridge, Mass.: MIT Press, 1981.

2- “The Connected Family Website.” Available on-line. URL: http://www.connectedfamily.com. Downloaded on November 3, 2002.

3- Harvey, Brian. Computer Science Logo Style. 3 vols.

2nd ed. Cambridge, Mass.: MIT Press, 1997.

4- Papert, Seymour. The Children’s Machine: Rethinking School in the Age of the Computer. New York: Basic Books, 1993.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب