Homeخبرونهروسیه: طالبان دومره پياوړي نه دي، چې افغانستان ته لوی ګواښ جوړ...

روسیه: طالبان دومره پياوړي نه دي، چې افغانستان ته لوی ګواښ جوړ کړي

 تاند ( سه شنبه، د سرطان ۸) په کابل کې د روسیې سفیر دیتمري ژیرنوف په خپله تازه مرکه کې ویلي، طالبان دومره پیاوړي نه دي چې په افغانستان کې ستر ګواښونه جوړ کړي او جګړه دوامداره وساتي.

د ژيرنوف په خبره دا سمه ده چې جګړه روانه ده خو دغه ډله به تر ډېره جګړې ته دوام ور نکړای شي.

هغه دغه راز ویلي، چې د طالبانو د فعالیتونو له لوري روسیې ته هېڅ ډول مستقیم ګواښ متوجه نه دی او دوی هر څه له نږدې څاري.

ژېرنوف زیاته کړې د روسیې پالیسي دا ده چې په افغانستان کې د دواړو لورو ترمنځ جګړې پای ته ورسېږي او په دغه هېواد کې د یوې کورنۍ جګړې د رامنځ ته کېدو مخه ونیول شي.

نوموړي ویلي، چې روسیې خپل رسمي دريځ د افغانستان په اړه په ځلونو څرګند کړی او موخه یې هم دا ده ، چې په افغانستان کې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي او روانې جګړې د خبرو له لارې ختمې کړل شي.

ازبکستان: د سیمې هېوادونه باید د افغان جګړې پای ته رسولو کې مرسته وکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...