جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: د هېواد ټولو زندانیانو ته د کورونا واکسین لومړی دوز رسېدلی

چارواکي: د هېواد ټولو زندانیانو ته د کورونا واکسین لومړی دوز رسېدلی

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۸)  افغان حکومت وایي د هېواد ټولو زندانیانو ته یې د کورونا لومړی دوز واکسین تطبیق کړی دی.

د زندانونو چارو د تنظیم اداره وایي، دوی بریالي شوي چې په ټول هېواد کې زندانیانو او د زندانونو مسوولینو ته د کورونا لومړی دوز واکسین تطبیق کړي.

د یادې ادارې په خبره په دې سره به دوی د کورونا له احتمالي خطرونو خوندي وساتل شي.

د سرچینې په وینا نږدې نیمایي زندانیانو ته دویم دوز واکسین هم وېشل شوی او هڅه کوو پاتې نورو ته یې هم ژر ورسوو.

دغه اداره وایي چې ټولټال یې شاوخوا ۱۵ زره زندانیانو ته واکسین وېشلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د کورونا وبا درېیمه څپه ورځ تربلې په چټکې د خپرېدو په حال کې ده او هره ورځ د لسګونه کسانو د مړینې او د لسګونه نورو د اخته کېدو خبرونه خپرېږي.

د همدې ویروس د خپرېدو له وېرې په ټول هېواد کې ښوونیز مراکز ، د ودونو تالارونه،  د لامبو حمامونه تړلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب