جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهازبکستان: د سیمې هېوادونه باید د افغان جګړې پای ته رسولو کې...

ازبکستان: د سیمې هېوادونه باید د افغان جګړې پای ته رسولو کې مرسته وکړي

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۸) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې افغان جګړه نظامي حل نه لري او طالبانو ته په کار ده، چې له افغان حکومت سره خبرو ته کیني.

د ده په وینا د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی، چې افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې همکاري وکړي او د روانې جګړې د ختمولو لپاره خپلې ټولې هڅې ترسره کړي.

نوموړي ویلي دوی له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي، چې افغانستان سولې ته نږدې کوي او په خبره یې د افغانستان په اړه په دوحه، استانبول او یا بل هېواد کې د جوړېدونکي کنفرانس هرکلی کوي.

کاملوف دغه راز له طالبانو غوښتي، څو د سولې خبرو ته حاضر شي او په خبره یې په دې برخه کې کوربه توب ته هم تیار دي.

ازبکستان داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې بل لورته په قطر کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي خپلمنځي غونډه کړې ده.

په دې غونډه کې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي او د سولې پر ټپه ولاړو مذاکراتو خبرې شوې دي.

افغان پلاوي ویلي چې د تاوتریخوالي ډېرېدل د سولې خبرو ته زیان رسوي نو له همدې امله دواړو لورو ته په کار ده، چې تر جګړې پر سولې تمرکز ډېر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب