جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهایران ته د بایډن ګوتڅنډنه؛ هېڅکله به رانه د اټومي وسلو څښتنان...

ایران ته د بایډن ګوتڅنډنه؛ هېڅکله به رانه د اټومي وسلو څښتنان نه شئ

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۸) امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ایران ته به د اټومي وسلو د لرلو اجازه ور نه کړي.

د امریکا ولسمشر د اسراییلو له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د ده د واکمنۍ پر مهال به ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه ور نه کړي.

هغه یوځل بیا ټینګار کړی، چې له اسراییلو به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي او له ایران سره هڅه کېږي چې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.

جو بایډن همدا راز ویلي د ایران له ملاتړه د برخمنو وسله والو پر هغو مرکزونو د بریدونو حق لري، چې په نورو هېوادونو کې لاسوهنه او جګړې کوي.

د ده په وینا په دې تړاو د هر ډول واک څښتن دی او له دې واکونو به اغېزناکه ګټه پورته کړي.

بایډن داسې مهال د ایران په تړاو دا څرګندونې کوي، چې د ټرمپ له واکمنۍ راهیسې د ایران او امریکا اړیکې ترینګلې دي.

اوس هڅې روانې دي، چې د یادو دواړو هېوادنو ترمنځ روغه جوړه وشي خو وروستیو څرګندونو ته په کتو ښايي د دوی اړیکې نورې هم خرابې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب