جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعلي وزیر د یو لړ ځانګړو شرایطو پر اساس له بنده خوشې...

علي وزیر د یو لړ ځانګړو شرایطو پر اساس له بنده خوشې شوی

تاند (سه شنبه د سرطان ۸) د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر او د پاکستان د پارلمان غړی علي وزیر د یو لړ ځانګړو شرایطو پر اساس له بنده خوشې شوی او تمه ده د پارلمان په غونډه کې برخه واخلي.

علي وزیر او د پارلمان یو بل غړی خورشید شاه د پاکستان د پارلمان د مشر اسد قیصر په امر له بنده خوشې شوي، څو د بودجې په اړه په غونډو کې ګډون او خبرې وکړي.

د پاکستان په قوانینو کې د پارلمان مشر د ځانګړو شرایطو پر اساس له بنده د پارلمان د غړو د پرېښودلو امر ‘پروډکشن ارډر’ ورکولای شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین، د پارلمان غړی محسن داوړ او ګڼ نور کسان د علي وزیر د هرکلي لپاره بېګا ناوخته د اسلام اباد هوایي ډګر ته ورغلي و.

محسن داوړ د تېر کال له ډسمبر راهیسې د پاکستان حکومت پرخلاف د خلکو د پارونې په تور په کراچۍ کې بندي و.

1 COMMENT

  1. great Ali wazir sahib well come home.
    I hope to be healthy.
    DEAR ALI WAZIR SAHIB PLEASE VSITE YOUR DOCTOR.
    BECAUSE YOU HAVE HIGH BLOOD SUGAR .

    I WANT LONG AND HEALTHY LIFE FOR YOU.
    ZENDA BAAD PUKHTOONS&PTM

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب