جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمذاکراتي پلاوی وایي، روان تاوتریخوالي پر بین الافغاني مذاکراتو منفي اغېز کړی

مذاکراتي پلاوی وایي، روان تاوتریخوالي پر بین الافغاني مذاکراتو منفي اغېز کړی

تاند ( سې شنبه، د سرطان ۸ مه ) په قطر کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي خپلمنځي غونډه کړې ده.

د راپورونو له مخې په دې غونډه کې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي او د سولې پر ټپه ولاړو مذاکراتو خبرې شوې دي.

افغان پلاوي ویلي چې د تاوتریخوالي ډېرېدل د سولې خبرو ته زیان رسوي نو له همدې امله دواړو لورو ته په کار ده چې تر جګړې پر سولې تمرکز ډېر کړي.

دوی همدا راز ټینګار کړی چې د سولې لپاره به خپلې هڅې ډېروي.

دا په داسې حال کې ده له ډېره وخته په دوحه کې مذاکرات په ټپه ولاړ دي.

طالب لوری افغان حکومت ددې مذاکراتو د ځنډ لامل بولي خو حکومتي پلاوی بیا وایي چې طالبان خبرو ته نه حاضرېږي او په مذاکراتو کې نرمښت نه ښيي نو ځکه خبرې په ټپه ولاړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب