جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبښنې نړیوال سازمان په جګړه کې بشري قوانینو ته د درناوي غوښتنه...

بښنې نړیوال سازمان په جګړه کې بشري قوانینو ته د درناوي غوښتنه وکړه

تاند ( سې شنبه، د سرطان ۸ مه ) د بښنې نړیوال سازمان وایي په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې باید بشري قوانینو ته درناوی وکړي.

ددغه سازمان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د جګړې دواړو لورو په وروستیو کې داسې اقدامات ترسره کړي چې هغه بشر ضد کړنې او جنګي جنایت ګڼل کېږي.

سرچینې د طالبانو له لوري د اسیرانو وژلو او یا هم د وژل شوو جسدونو ته د اور ورته کولو پېښو ته اشاره کړې ده او دا ډول کړنې یې بشر ضد جنایت بللی دی.

د بښنې نړیوال سازمان همدا راز ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه باید ژر تر ژره ودرول شي او ښکېلې خواوې دې خبرو ته سره کېني.

ورته مهال د د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم ویلي چې په افغانستان کې جنګي جنایتونه روان دي او باید یوه نړیواله بې طرفه ډله وګومارل شي څو دغه جنایتونه وڅېړي او په اړه یې خپلواکې پرېکړې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د هېواد په ډیری ولایتونو کې جګړو زور اخیستی چې د حکومت او طالبانو ترڅنګ پکې ډیری ملکیانو ته د مرګ ژوبلو او مالي زیانونو راپورونه ورکړل شوې دي.

3 COMMENTS

  1. د تاند جنایت دا ده:
    سرچینې د طالبانو له لوري د اسیرانو وژلو او یا هم د وژل شوو جسدونو ته د اور ورته کولو پېښو ته اشاره کړې ده او دا ډول کړنې یې بشر ضد جنایت بللی دی.
    اربکیانو دطالبانو جسدونه سوزولی.
    درواغ ولیکی خو نه داسی ښکرور درواغ.

  2. د تاند څخه هیله کیږی چی حامد احمدی ددرواغو نوشته یا د واقعیت خواته رهنما کړی او یا دا لیکنه لیری کړۍ شی دا ډول واضح درواغو ادعا تاسو او د تاسو پورتال ته ستره صدمه رسوی ، خدای مه کړه چی په داسی غلطو معلوماتو نشر کولو سره د شورای نظار، دوستم ، محقق او د صالح د تبلیغاتو د وسیلی مهر تر لاسه نشی !!! په واقعیت کښی هم د کابل غلامان او طالبان غلامان مشترک باداران امریکا ، انګلیس او پنجابی پاکستان لری او تنها د محققیانو خلیلیانو بادارانو سره اخوندی ایران اضافه کیږی او ددوستم کمونیست سره ترکیه !!!!

  3. سلام
    عجیبه غوندې سیاست اوفرهنګ شو ، دې کې شک نشته چې دافغانستان تول اقشارد بنی ادم اعضای یکدیګرندمفهوم لری خو دلته لوبغاړی په دې لټه کې دی چې دخیزش مردمی نه سوء استفاده وکړی.
    په طلوع تلوېژن کې دکام ایر په الوتکه کې په رقعه راغوښتل شوی غبرګ رییسان، ماشومان،زاړه ،زړېافه ګانې ،شیخ فانی او ډایپر ډوله سلاکاران په هکله چې با یدن نه یی دخوښی او رضایت شکرونه ویستل دراوا دډلې غړې شکریه بارکزی.دجورج واشنګتن پوهنتون استادې نیلوفر سخی اوهمدارنګه په یو بل پروګرام کې د لطیف محمود خبرې اترې له تاسې سره شریکې کوم.
    راځی دلته د ټاپه وهنې خبره دمستعارنومی کمونستانو په څیر یوې خواته پریږدو او یوازې دهمدې دریو کسانو څېړنه باندې بیطرفانه نظر واچوو.
    ۱-شکریه بارکزی اصلا په سیاسی ،اقتصادی ،اړیکو اودیوه ملت په ضرورت او نیاز پر بنسټ ددې ګډوله میلمنو په هکله هیڅ پوښتنو ته مناسب او قانع کوونکی جواب چې ددې دسفارت موقف په کې راڅرګند شی
    نه درلود په ډیره محدوده ترمینالو ژی کې له موضوع بهر لکه دترګمۍ …… په اټکل….. .نوموړې خپل فیشن ته اوداچې چا ستودیو ته راغوښتې ،دې ته خوښه وه.ځکه یوشمیرکسان په دې ډول سلیقه کې ډیرخوښیږی ولو که مطلق بیسواد هم وی.
    ۲-دجورج واشنګتن پوهنتون استادې نیلوفر چې دخبلې استادی او مسلک اخلاق یی دپوهنتون په کچه کنترول او ساتلی وه بې له وېری په ډاډه زړه وویل د مذاکراتو ناکامی هم دغنی اوهم دبایدن دادارو لخوا دتېروتنو جبران دی او د کمزورتیا عامل . نوموړې وویل چې ستونزې له کوره دامنیت به خاطر ډیر ناراحت کوونکی او بوږنونکی دی اود ناوخته ابزارو او سمبولیکو نندارو سره هم ملګری دی چې په توله کې غنی د یوې اجماع په جوړولو بریالی نه شو. دا اخری منده ده چې غنی غوښتل .خو امریکا وایی چې افغانان دخپل کړکېچ په خپله غم وخوری!
    ۳-لطیف محمود دژبې په ټکا سره په احساساتی ډول له امریکایانو سره د نوی فصل خبره په زغرده کوی مانا داچې زاړه فصل کې امریکایان دوتلو په درشل کې دی .خوله محمود دخبرو محور لوړو برخو او نیو کو ته ځی نو بیا ژر دبلینکن او ملګرو ملتو نیوکو ته ګام اچوی او همدارنګه دکابل ادارې شعار نو په څېر د ښځو اوماشومانو حقوق له غوږو نیسی او اصلی پوښتنې ور څخه پاتې کیږی.
    اوس دطلوع چینل زمزمې خو لا پریږدی خبره داده که موږ د مناظرې کسانو ته نومرې ورکړو لومړې داستازو متجانس اړخونه دیر توبیرلری او بیا د مناظره کو ونکو. نو کله چې دومره اختلاف وی او اصلا یوه ملی غریزه موجوده نه وی چې یونکی له لیدونکواو اورېدونکو سره په یوه متحده اړیکه کې وساتی دلته دریواړه لکه د مختلفو هیوادونو غړی جلا اجندا اوطرحه لری. نو طبیعی ده چې د او بسم الله جان کمکی بسم الله خانه…….دخیزش مردمی په نوم چیغی وهینه
    همغه غله بیا ډالروته ځانونه برابروی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب