جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهایران وایي؛ زموږ او افغانستان امنیت سره تړلی، د جګړې کمېدل غواړو

ایران وایي؛ زموږ او افغانستان امنیت سره تړلی، د جګړې کمېدل غواړو

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۸) ایران وایي د هېواد امنیت یې له افغانستان سره تړلی دی نو ځکه د دغه هېواد وضعیت له نږدې څاري.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي دوی تل د افغان سولې له پروسې ملاتړ کړی او په دې برخه کې د اسانتیاوو په لټه کې دي.

د نوموړي په خبره دوی په افغانستان کې د داسې یوه حکومت غوښتونکي دي، چې ټول اصیل افغاني اړخونه پکې راټول شي او په دغه هېواد کې د شته ناخوالو په ختمولو کې هڅه وکړي.

ایران زیاتوي، چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او طالبان باید په دې پوه شي او له افغان حکومت سره خبرو ته کیني.

سرچینې دغه راز ویلي، چې تر خپلې وسې کوښښ کوي څو د تاوتریخوالي په کمولو کې اغېزناک تمام شي.

ایران، افغانستان ته د سولې اړوند د ۳ اړخېزې غونډې طرحه سپارلې

ایران داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې بل لورته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې افغان جګړه نظامي حل نه لري او طالبانو ته په کار ده، چې له افغان حکومت سره خبرو ته کیني.

د ده په وینا د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی، چې افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې همکاري وکړي او د روانې جګړې د ختمولو لپاره خپلې ټولې هڅې ترسره کړي.

نوموړي ویلي دوی له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي، چې افغانستان سولې ته نږدې کوي او په خبره یې د افغانستان په اړه په دوحه، استانبول او یا بل هېواد کې د جوړېدونکي کنفرانس هرکلی کوي.

ازبکستان: د سیمې هېوادونه باید د افغان جګړې پای ته رسولو کې مرسته وکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب