Homeخبرونهایران، افغانستان ته د سولې اړوند د ۳ اړخېزې غونډې طرحه سپارلې

ایران، افغانستان ته د سولې اړوند د ۳ اړخېزې غونډې طرحه سپارلې

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۷ ) د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره کتلي دي.

سرچینه وایي په دې لیدنه کې طاهریان پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه اتمر ته معلومات ورکړي او ټینګار یې کړی، چې د ۳ واړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید پیاوړې شي.

طاهریان په دې لیدنه کې د ایران، افغانستان او پاکستان د درې اړخیز کنفرانس په اړه خپله طرحه هم بهرنیو چارو وزارت ته سپارلې ده.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د روانې جګړې د ختمولو لپاره د سیمې د هېوادونو همغږي اړینه ده.

اتمر هم ویلي چې افغانستان له ټولو اړخونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري، چې له ټولو هېوادونو سره یې اړیکې لا ژورې شي.

اتمر د سولې د راتګ او جګړې د ختمولو په برخه کې د ایران له هڅو مننه کړې او د لا همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.

د سولې دا طرحه داسې مهال افغان لوري ته سپارل کېږي، چې بل لورته په کابل کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي طالبان پر سوله باوري نه دي او د لا ډېرو سیمو نیولو ته لېواله دي.

راین کراکر وایي د سولې روانو خبرو او لړۍ د افغانستان لپاره هېڅ راز ګټه نه ده لرلې او د جګړو په کمښت کې هېڅ مرسته نه ده کړې.

نوموړی وایي که پر سوله تمرکز و نه شي او افغانان خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل نه کړي نو په دغه هېواد کې د کورنیو جګړو د دوام خطر شته او دا احتمال هم شته چې وضعیت نور هم ترینګلی شي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان روانه جګړه به یوازې په دې هېواد کې پاتې نه شي بلکې ګاونډي هېوادونه به هم زیانمن کړي له همدې امله د ټولې سیمې هېوادونو ته په کار ده، چې سولې ته د رسېدو په برخه کې له ټولو اړخونو سره همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...