Homeخبرونهجلال اباد ښار کې د ودان خیریه موسسې پر ښځینه کارکوونکو چاودنه...

جلال اباد ښار کې د ودان خیریه موسسې پر ښځینه کارکوونکو چاودنه شوې

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۷) د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ودان خیریه موسسې د کارکوونکو پر موټر ماین چاودنه شوې.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، پېښه د پنځمې ناحیې اړوند د پوهنې ریاست ښاري مدیریت سره نن سهار شوې ده.

نوموړی وایي په دې چاودنه کې یو تن وژل شوی او د یادې موسسې د دوه ښځینه کارکوونکو ترڅنګ ۴ تنه ټپيان دي.

خوږیاڼی زیاتوي، وژل شوی کس رېکشا چلوونکی دی او په ټپیانو کې یو ماشوم او بل موټر چلوونکی شامل دی.

نوموړی وایي، د ودان موسسې پر کارکوونکو دا چاودنه هغه مهال شوې کله چې دوی دندې ته پر لاره وو.

په ورته وخت کې روغتیايي مسوولان هم مني، چې د پېښې له ځایه ورته یو جسد او ۴ تپيان ور وړل شوي دي.

دوی وایي د ټپيانو حالت ښه دی او تر درملنې لاندې دي.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...