جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد چک ولسمشر: له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو وتل یوه ستره...

د چک ولسمشر: له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو وتل یوه ستره تېروتنه ده

تاند (دوشنبه د سرطان ۷) د چک ولسمشر میلوش زیمان ویلي، که نړیوال غواړي چې په ريښتیا د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وکړي، نو بېرته دې افغانستان ته وګرځي.

د چک ولسمشر دغه څرګندونې په یوه تازه مرکه کې کړي دي او د افغانستان پر روان وضعیت یې اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلي زیمان له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل یوه ستر تېروتنه بللې او زیاته کړې یې ده چې د ناټو وروستۍ سرمشریزې ته د ده د وینا ډېره برخه په همدغې دردوونکې مسئلې څرخېده.

د نوموړي په خبره، د ناټو په سرمشریزه کې یې د ناټو نورو غړیو ته ویلي، دا چې له افغانستان ټول ځواکونو وباسو دا په یوه ناځوانمردانه ډول د تسلیمۍ او آن د خیانت په مانا ده.

د چک ولسمشر همدارنګه زیاته کړې، که موږ بیا دې ته اړ شو چې په افغانستان کې له ترورېزم سره جګړه وکړو نو لا به ستره بیه پرې کوو.

میلوش زیمان زیاتوي، “که بالاخره موږ په رښتیا وغواړو چې د ترورېزم په وړاندې جګړه وکړو، نو له دې پرته به چې بېرته افغانستان ته ورشو بله لاره به ونه‌لرو. په دې صورت کې به د هغه په نسبت چې که هلته پاتې شوي وای، ډېره زیاته بیه پرې کوو.”

د چک ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې بهرني ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو په حال کې او تر نیمايي ډېر وتلي او پاتې نور به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې ووځي.

خو امریکايي چارواکو ویلي چې دوی به تر ۶۵۰ پورې سرتېري په افغانستان کې پرېږدي او دغه راز پاشل شویو اسنادو کې ویل شوي چې برېتانیا هم افغانستان کې د یو شمېر سرتېرو د پاتې کېدو په لټه کې ده.

د راپورونو له مخې په بریتانیا کې ددغه هېواد د دفاع وزارت داسې محرم اسناد موندل شوي چې په هغه کې د افغانستان په هکله ځينې موارد راغلي دي. په دې کې یو دا دی چې ښایي د سرتېرو تر وتلو وروسته هم د بریتانیا ځینې ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي او د ترهګرۍ ضد فعالیتونه ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب