جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+تورې زولنې او تورې بهانې (۹) | عبدالرحيم مسلم دوست

تورې زولنې او تورې بهانې (۹) | عبدالرحيم مسلم دوست

(د پاکستان د پټو زندانونو کيسې)
کړۍ: (۹)
د پاکستاني استخباراتو په پټو جېلونو کې بې غوره پراته بنديان
د (آى ايس آى) او (ايم آی) له مجرمو شبکو سره تل په پټو زندانونو کې بنديان وي، چې له هېڅ قانون لا ندې نه وي او له الله تعالى نه را لاندې له دې مجرمينو پرته هيڅوک پرې خبر نه وي . پاکستاني استخبارات په پټو زندانونو کې په پرتو بنديانو باندې اعتراف نه کوي. وحشيانه سلوک ورسره کېږي او اکثره له تعذيب لاندې مري…
زه چې د (آى ايس آى) په پټو جېلونو ، د (JIT) په پټ جېل، د خيبر پولټيکلۍ په حوالا تو او سنټرل جېل کې په مختلفو وختونو کې له مختلفو او ګڼو بنديانو سره مخ شوى يم او وخت په وخت مې ترې ځينې معلومات اخيستي دي، د هغوی او زما د خپلو معلوماتو په بنسټ د (آى ايس آى) د پېښور له پوځي سټيډيم سره په پټ جېل ، له سواتو پاټک سره پټ جېل، په صدر کې د امريکا له کونسلګرۍ سره نږدې پټ جېل، له هوايي ډګر سره نږدې د (JIT) پټ جېل، په کوهاټ کې د (آى ايس آى) او (ايم آی) پټو جېلونو، دنوښار په پوځي چوڼۍ کې د (آى ايس آى) پټ جېل، په ايبټ آباد کې پټو جېلونو، په پېنډۍ او اسلام آباد کې په پټو جېلونو، په لاهور کې له چړياګهر (ژوبڼ) سره نږدې د (آى ايس آى) په پټ جېل، په کراچۍ کې د (آى ايس آى) او (ايم آی) په پټو جېلونو،په کوټه کې په پټو جېلونو او نورو د (آى ايس آى) ، (آى بي)، (سي آى اى)، (ايم آى) او د نورو استخباراتي ادارو په پټو جېلونو کې بې غوره بنديان پراته دي چې د ځينو نومونه مونږ او نورو بنديانو ته معلوم شوي او راوتلي دي؛ هغه دادي :
۱ – خليل د عبدالعزيز دروېش زوی.
د تيرا د مموزو اورکزى دی چې معلومات يې مخکې تېر شوي دي.
۲ – حيات خان .
د سوات د عنبر کلي دى . د (آى ايس آى) په پټ جېل کې له ډېر زيات تشدد او تعذيب سره مخ شوى دى.
۳ – محمد خالد (امير صاحب) د بنير جمال زوی.
د سوات د مټې د شور کلي دی چې د محمدي شريعت د نفاذ د تحريک فعال غړى او د ١٩٩٠م نه تر ١٩٩٨ م پورې د سوات امير پاتې شوى دى . له مونږ سره د (آى ايس آى) په جېل کې هم ؤ، سره خبر شوي وو؛ خو ليدلي مو سره نه وو. هغه د سوات، تېمرګرې، ډېره غازي خان او پېښور په سنټرل جېل کې پاتې شوى ؤ، له مونږ سره بيا په سنټرل جېل کې مخ شو او زيات معلومات مو ترې واخيستل چې په دې نومونو کې هم د هغه د معلوماتو زياته برخه ده.
۴ – مولوي فضل ربي
چې خالدبابا د همده په کور کې نيول شوى ؤ.
۵ – ممتاز .
دا هم له خالد او مولوي فضل ربي سره يو ځاى نيول شوى ؤ.
۶– محمود .
دا درې اويا(٧٣) کلن بوډا ؤ، وهلى ټکولى يې ؤ، د اوسپنيزو ډنډو په وره پورې يې تړلى ؤ، چېغې يې وهلې چې لمانځه ته مې پرېږدۍ؛ خو نه يې پرېښوده.
۷ – عمر حيات .
د سوات د کبل د برې نانډې د کلي ؤ، له پوځي سټيډيم سره د نږدې پټ جېل په زمکلاندې کوټې کې يې واهه او کړيکې يې په پاس کوټنيو کې بنديانو اورېدې، د الله تعالى له نامه اخيستلو او الله اکبر ويلو سره به پرې لا زيات تشدد کېده …
۸ – دوه کونړي عالمان وو نومونه يې را معلوم نه شول .
۹- وزير محمد
د دير د (ميدان) ؤ. ډېر سخت تشدد يې ورسره کاوه، جامې يې ترې ايستلې وې، له زنګنو نه په راتاوو تړلو لاسونو د څنګلو او زنګنو په منځ کې به يې د کونج په اوسپنيزې ډنډې پورې ځوړند کړ او واهه به يې، تر بې هوښۍ پورې به يې په خنډنو ډانګونو واهه او وينې وينې ؤ…
۱۰- شېر افضل .
د کابل ؤ او پًه کارخانو کې پاتې کېده .
۱۱- ظاهر شاه .د نامعلوم ځاى .
۱۲- عرفات .
د جنوبي وزيرستان د مکين ديارلس (١٣) کلن هلک ؤ سخت وهل شوى ؤ.
۱۳ – معراج .
د جنوبي وزير ستان د مکين او (١٤) کلن ؤ، سخت وهل شوى ؤ. خالد صاحب وايي چې په وهلو سر بېره يې دواړه د وره له اوسپنيزو ډنډو پورې ځوړند کړي وو، چغې يې وهلې او لمانځه ته يې هم نه پرېښودل. ما چې ددې ماشومانو چغې او تعذيب اورېده اوليده، نو ډوډۍ مې نه تېرېده . څو ورځې وروسته يې بيا له ځوړندولو راښکته کړل … په پښو او لاسو کې يې زولنې وې او د شپې به چې په ډډه اووښتل، نو ادې ادې نعرې به يې وهلې.
۱۴ – معين الدين
ډېر وهل او ټکول يې خوړل، له زمکې لاندې کوټې نه يې کړيکې راتلې، بيا يې کړيکې غلې شوې او پوه نه شو چې څه شو او څه پرې وشول. ځای يې رامعلوم نه شو.
۱۵ – عبد الله .
د لاهور د چړياګر(ژوبڼ) تر څنګ د (ISI) په پټ جېل کې ؤ او له تعذيب لاندې ووژل شو.
۱۶ – محمد نواز .
د پېنډۍ په پټ جېل کې له اتو کالو راهيسې له تعذيب لاندې دى او اوس په توبرکلوز (نري رنځ يا سل) هم اخته ؤ…
۱۷- حسن .
د کوټې ؤ او د نوښار،پېښور،اسلام آباد، ايبټ آباد په پټو جېلونو کې يې درې نيم کاله تېر کړي وو. په سابندۍ اخته ؤ، د وهلو او برمه کولو ټپونه يې ګزک شوي وو او بې درملنې کړېده .
۱۸ – کيشمل .
په باجوړکې اوسېده، د کونړ ؤ.
۱۹ – يو بل کس ؤ، چې له کيشمل سره يو ځاى نيول شوى ؤ، ډېر زيات يې کړولی ؤ او ستنې يې ورلګولې وې، نوم يې رامعلوم نه شو …
۲۰ – جمعه ګلدي ترکمن.
۲۱- حاجي خداى نظر ترکمن .
(٨٠) اتيا کلن ؤ. ډېر سخت ناروغ ؤ، ګرځېداى نه شو، تشناب ته به په څلوري ته، ډوډۍ يې په ډډه خوړه، کله کله به په يو ملګري تکيه شو او ډوډۍ به يې وخوړه . کور يې په اټک کې ؤ، له ترکمنۍ پرته په يوه ژبه هم نه پوهېده. کله چې راغى، چاچا دروغجن سخت سخت وهلى ؤ او ژړل يې . مونږ د هغه له خفګانه ډوډۍ ونه خوړه؛ يوه ورځ په تشناب کې غورځېدلى ؤ او څوکيدارانو لاس نه وروړ دوه بنديان يې ورپسې وايستل او کيشمل په شا راوړ.
۲۲ – خليل حقاني
يوه ورځ يې په تشناب کې لږ وخت زيات تېر کړ پنجابي څوکيداران ورپسې ورننوتل او ويې واهه.
۲۳- ايمل خان .ځاى يې رامعلوم نه شو.
۲۴ – ملک ذوالفقار .
د پښتونخوا مشهور سوک وهونکى اتل ؤ. ډېر زيات ځورول شوى او دومره وهل شوى ؤ، چې کوټنۍ ته د ننوتو په وخت کې يې لاسونه لګول او په خاپوړو به دننه شو. په نري رنځ هم اخته ؤ، بې درملنې پروت ؤ او څو مياشتې يې له اوبو سره ډوډۍ وخوړه . نه دواء وه او نه غذا.
۲۵ – محمد کريم .
د جلال آباد ؤ، په پېښور کې نيول شوی ؤ.
۲۶ – قاري صاحب شريف الله.
۲۷ – قاري صاحب سميع الله (دواړه ورونه وو) .
۲۸ – قاري صاحب فضل الله
دا يې وراره ؤ . دا درېواړه د ننګرهار دکترغي وو او په کوهاټ کې اوسېدل . د پېښور صدر د امريکا له قونسلګرۍ شاته د (آی ايس آی) په پټ جېل کې وو. قاري صاحب فضل الله له ماسره په کوټنۍ کې و.
۲۹ – يو بندي د پېښور په پټ جېل کې په ډېرو کړولو او وهلو لېونى شوى ؤ؛ خو له لېونتوب نه وروسته هم له تعذيب لاندې ؤ، بيا ورک شو ګمان کوم چې له تعذيب لاندې به وژل شوی وي.
۳۰ – د کوټې يو بندي هم په همدې ترتيب ؤ، چې په کړولو ووژل شو.
۳۱ – محمد يوسف
د سوات ـ مټه ـ پو يچار ؤ، د نوښار او ايبټ آباد په پټو جېلونو کې کړول شوى دى .
۳۲- د کورمې يو عالم .
دکورمې د کربوغې يو دينی عالم و، په کراچۍ کې له خپل واړه زوى سره نيول شوى ؤ، بيا د (آى ايس آى) د پېښور له هوايي اډې سره نږدې جېل ته راوستل شوی ؤ..
۳۳ – ميا سيد لايق .
(پلار) د سوات مټه پويچار.د پوځ د مخالفينو په تور نيول شوى ؤ.
۳۴ – ضيا ءالدين .(زوى) د سوات مټه پويچار.
۳۵ – محمد سعيد (خورين) د سوات مټه پويچار.
۳۶ – د اسلام آباد ،نوښار، ايبټ آباد ، لاهور ، کراچۍ، کوهاټ او کوټې په پټو جېلونو کې (٢٧) اوه ويشت کسان لېوني شوي وو (١٣) ديارلس پکې مړه شول (٩) نهه ورک شول او نور لا وو. دا د پنځو کسانو د سترګو ليدلي او موثق بېلابېل معلومات دي چې عمران ، حسن، محمد نواز، عدنان او شکيل احمد دی .
۳۷ – محمد عمران .
له هوايي ډګر سره نږدې په پټ جېل کې و او څلور نيم کاله ډېر کړول شوى ؤ. ډېر ښه سړى ؤ.
۳۸ – شېر احمد .د ډېره اسماعيل خان ؤ.
۳۹- صالح محمد .
د پکتيا ؤ. غاښونه يې پرې ورمات کړي وو، نوکان يې ترې ايستي وو او نور معلومات يې مخکې تېر شوي دي.
۴۰ – احمد بلوچ .
د بلوچستان ؤ. ډېر سخت کړول شوی ؤ، بدن يې ورته برمه کړى ؤ، په اور سرو سيخانو يې په مقعد او نور بدن داغلى ؤ او د (آى ايس آى) په پټو جېلونو کې يې وخت تېر کړى ؤ. يواځې يې په کوټنۍ کې اچولى ؤ؛ خو د څوکيدارانو د غفلت په وخت کې به مو د دېوال په ټکولو يو بل خبر کړل، هغه به هم وره ته رانږدې شو او زه هم؛ سره ليدل مو نه خو خبرې مو سره کولې . ډېر زيات معلومات ورسره وو او ډېر ځورول کېده . يوه نښه مو سره ايښې او په ګوته کړې وه چې په هغې مو د څوکيدارانو راتلل پېژندل. کله به چې څوکيداران زمونږ خوا ته راروان شول، نو له هغې نښې نه به مونږ ته معلوم شول؛ خبرې به مو بس کړې، شاته به لاړو او څوکيداران به ونه پوهېدل. هغه نښه ځکه نه ليکم؛ پرېږده چې که نور بنديان ورته متوجه شوي وي او ذهن يې ورته رسېدلى وي، نو ګټه به ترې واخلي. احمد څه وخت وروسته ورک شو، مونږ ونه پرهېدو چې څه پرې وشول؟.
۴۱ – اياز .
ځاى يې مونږ ته معلوم نه شو، ډېرکړول شوى ؤ او بيا ورک شو.
۴۲ – داود .
د سوات ـ مټې د شور کلي ؤ. ډېر کړول شوى ؤ او زياته سختي ورسره کېده.
۴۳ – لياقت علي .
د سوات د خوازه خېلې د لنګر کلي ؤ. کله يې چې د خپلو ځورولو کيسه کوله نو ويې ژړل؛ ډېر سخت تشددپرې شوى ؤ، جامې ترې ايستل شوې وې ، بې عزتي او سپکاوى يې شوى ؤ… تر نيولو وروسته په ګاډي پورې تړل شوى او راښکل شوى ؤ، پوستکی او جامې يې په سرک پورې پاتې شوې وې .
۴۴ – (چمنودين) . د سوات د مټې د چوپريال ؤ.
۴۵- (وزير). د سوات د کبل دکانجو ؤ.
۴۶- مولانا عبدالشکور .
د سوات ـ کبل د کوزې بانډې اتياکلن بوډا ؤ ، د تېمرګرې په جېل او بيا په ډېره اسماعيل خان کې ؤ.
۴۷- د سوات د چوپريال يو اوياکلن سپين ږيرى عالم ؤ، دتېمرګرې او بيا د ډېره اسماعيل خان په جېل کې ؤ…
۴۸- زکريا .
يو ځوان زلمى ؤ، (آى ايس آى) نيولى ؤ او ډېر سخت يې ځوراوه.
۴۹- خالد صاحب وايي چې ما د تېمرګرې په جېل کې يو سل او اتيا(١٨٠) کسان ليدلي وو چې له څوارلس کلن نه ونيسه تر اتيا(٨٠) کلنو پورې وو او له ډېرو سره تشدد شوى ؤ.
۵۰- خالد صاحب وايي چې ما يو سل او پنځه شپېته (١٦٥) کسان په مختلفو پټو جېلونو کې ليدلي او معلوم کړي دي چې بوږنوونکى تشدد ورسره کېده .
۵۱- فيض علي شاه د لياقت علي خان زوی .
پنځلس کلن هلک دى په درګۍ کې له پوځيانو سره بندي ؤ.
۵۲- په همدغه درګۍ کې له پوځيانو سره شل(٢٠) کسان نور هم بنديان وو، چې يو پکې د قرآن کريم حافظ ؤ.
۵۳- نذير. ځاى يې مونږ ته معلوم نه شو.
۵۴- خالد صاحب وايي چې د عربانو ماشومانو وژړولم چې په يوې کوټې کې بربنډ بنديان وو، ښځې هم ورسره وې او ژړل يې…
۵۵-کشمالى . د ننګرهار .
۵۶- حبيب الله . د ننګرهار .
۵۷- مولوى سعيد . د کونړ .
۵۸- ملنګ . ځای يې راته معلوم نه شو.
۵۹- قاري عبد الناصر . د نورستان.
۶۰- قاري شبير احمد . د کشمير.
۶۱- محمد عمران . د کراچۍ.
۶۲- عنايت الله . د بونېر.
۶۳- بابا ابو مصعب بلوچ .
۶۴- عمر اوزبک .
۶۵- محمد اوزبک .
۶۶- حيات بلوچ .
۶۷- ابو موسى سندي .
۶۸- مولوي اعجاز .
۶۹- عبدالباسط .
۷۰- عدنان .
۷۱- وصال . نورمعلومات يې ونه شو.
۷۲- عبدالباسط . ځاى يې مونږ ته معلوم نه شو.
۷۳- عدنان .
دا بل عدنان دى چى ځاى يې معلوم نه شو.
۷۴- عبدالرحمن .ځاى يې معلوم نه شو.
۷۵- اجمل . چې په فاروق مشهور ؤ د دره ادم خېلو ؤ.
۷۶- مولوي ګل محمد باجوړى .
۷۷- عبدالمجيد .
د سوات ؤ او د (سي آى اى) په پټ جېل کې ؤ.
۷۸- مدثر . ځاى يې مونږ ته معلوم نه شو.
۷۹- رياض . ځاى يې مونږ ته معلوم نه شو.
۸۰- ممتاز بابا .
د ننګرهار دی. نديم صاحب وايي چې له دوو کالو راهيسې په نو ښار کې د پوځي چوڼۍ دننه د (آى ايس آى) په پټ جېل کې ؤ . ډېر سخت تشدد ورسره شوى دى . وهل شوى، ځوړند شوى، جامې ترې ايستل شوې دي… نوکان ترې ايستل شوي دي، د بدن پوستکى يې اړول شوى دى . کيسه کوي چې په يوه کوټه کې يې واچولم چې د مار غوندې تاوه راتاوه وه، چې سترګې به مې وغړولې او کوټې ته به مې کتل، نو سر راباندې چورلېده، امريکايانو رانه تحقيق وکړ او د (آى ايس آى) مجرمانو ته يې وويل چې دا خوشې کړئ، مونږ ته مطلوب نه دى . خو د (آى ايس آى) مجرمانو خوشې نه کړم، تر اوسه مې ځوروي او راته وايي چې ولې زمونږ مخالفت کوې؟ ما ورته په اسلام آباد کې د حفصې مدرسې په بې ګناه جنکو د بمبار، په افغانستان کې د لاسوهنې او نورو ظلمونو يادونه وکړه او ورته ومې ويل: زه له دې کبله ستاسو مخالفت کوم.
امريکايانو د لمبلو (غسل کولو) اجازه راکړه، خو د (آى ايس آى) بزدلو مجرمانو نه راکوله.

ځينې نور سياسي بنديان

هسې خو جېلونه د بنديانو لپاره دي او وخت په وخت څوک ځي څوک راځي؛ خو څرنګه چې په نيويارک د ستمبر د يوولسمې له بريد نه وروسته د پاکستان د بې پته او بې ننګه پوځ او د نفاق ، شقاق او له پلمو نه د ډکو (ISI)،(MI) او نورو استخباراتي شبکو غوا لنګه شوې وه، نو ځکه يې د ډالرو د اخيستلو او هضمولو لپاره نور ټول مجرمان پرېښي وو او يواځې خپل دښمنان يې د ترهګرو په نامه رانيول او زندانونو ته يې راوستل. او دا ځکه چې په دې نوم امريکايان ډالر ورکوي؛ نو ځکه د ترهګر په ګناه ډېر پتمن او غيرتمن جېلونو ته راروان وو. او د دوی ګوډاګيان او غلامان ډيزلي ملايان او امريکا ته مطلوب خلک يې د تجارت لپاره ترې ژغورل.
زما پياوړى زمرى دوست دکوهاټ د اسماعيل خېلو (عابد) چې مخکې يې ما يادونه کړې ده، هغه له پېښور نه د کوهاټ جېل ته نقل شوى ؤ او هلته الله تعالى بريالى کړ چې په مېړانه او توره د جېل پوليس په يو برج کې کلک پلک وتړي او د جېل له دېواله د پګړيو په ذريعه له دوو نورو ملګرو سره وتښتي او ځانونه قبائلو ته ورسوي.
د پېښور سنټرل جېل (مرکزي زندان) ته د پاکستاني درغلګرو چارواکو د خلاف په ګناه د راغليو ځينو هغو مېړنيو او ننګياليو نومونه دادي چې پاکستاني چارواکو ته يې سرونه نه ټيټول او د ترهګرو په نوم نيول شوي وو:
١- حافظ مولوي سعيد دحافظ زعفران زوی.
دا هغه اتل دى چې مخکې يې ما يادونه کړې وه، له ماسره د(JIT ) (جى آى ټي) په پټ جېل کې مخ شوى ؤ او (آى ايس آى) او نورو استخباراتي ادارو ډېر ځورولی او کړولى ؤ ؛ په ٢١\٥\٢٠٠٧ م کال له چارسدې نه نيول شوى ؤ، څه وخت يې په پټو جېلونو کې تېر کړى او بيا سنټرل جېل ته راوستل شو، څه موده په چارګاټ کې ؤ او بيا د (١٤٢٩هـ س ) په ذوالقعده کې زمونږ اوولسمې چکۍ ته را وستل شو . د ويښ فکر څښتن ؤ او الله تعالى ورته ښکلې حنجره ورکړې وه. زمونږ امامت هم هغه کاوه. د ننګ او غيرت غر، د ښو اخلا قو معدن او د ډېر ښه ذهن څښتن دى.
٢- مولانا حسين د سيد امين الله شاه زوی
چې اصلي د کوهاټ دى او اوسنۍ استوګنه يې د پېښور په دانش آباد کې ده . په ٢١\٥\٢٠٠٨ م کال په نوښار کې له پوليسو سره په يوه نښته کې په ګروه لګېدلى او بيا نيول شوى ؤ، څه ورځې بهر په روغتون او بيا د جېل په روغتون کې ؤ، ښه زړور او خدمتي شخص دى، په جېل کې يې زمونږ د ملګرو خدمت کاوه او هر چاته يې ځان رساوه.
٣- داود د عبدالعلى (سر تور آغا) زوی.
چې له آره د هلمند د ناوې د ولسوالۍ دى؛ خو اوس په تخار کې اوسېږي. په ٢\٢\٢٠٠٨ م کې د پېښور په متره کې له پوليسو سره په يوه نښته کې په پښه ټپي نيول شوى، بيا اوه مياشتې د (ISI) په پټو جېلونو کې ساتل شوى ؤ ، د پښې درملنه خو يې نه وه شوې، خو په دې سربېره بربنډ شوى، سخت سخت وهل شوى، ځوړند شوى، د اور په سرو سيخانو او برمو داغل شوى او برمه شوى او ټول بدن يې ټوک ټوک، غلبېل غلبېل، داغ داغ، او ټپي ټپي دى . د پېښور له ګوره قبرستان او هوايي ډګر سره نږدې د (آى ايس آى) او نورو استخباراتو په پټو جېلونو کې، د شامي سړک له پوځي لوبغالي سره د (آى ايس آى) په پټ جېل زمکلاندې کوټې کې په نورو سر بېره بوډا چا چا چل ول هم په زږو پټو سخت سخت وهلى دى . د داود تعذيبونه بوږنوونکي او دردوونکي دي . داود او سيار چې کله په خپل ګاډي کې لګېدلي وو، نو داود له ګاډي نه دنګلي وو او د ګنيو په پټي کې ننوتى ؤ، درې ورځې وروسته چې کله راوتلى، په ټپي حالت کې د مترې د سريښ کلي کوم تاريخي بې ننګه کليوال پوليسو ته سپارلى ؤ.
٤- قاري صاحب (بحرين) د مثل خان زوی.
د شبقدر د رشکۍ دى. ډېر پياوړى او ننګيالى شخص او د ښو اخلا قو سمندر دى. د پت او غيرت نښې يې په خوى او سلوک کې له ورايه ښکاري. د قرآن کريم حافظ او د ويښ اندڅښتن دى. پنجابيانو او د هغوی غلامانو ته د غاړې نه ايښودلو په ګناه نيول شوى دى. د هغه له نوادرو او عجيبو کيسو او د پاکستاني پوځ، استخباراتو (آى ايس آى) او د پوليسو د بزدلۍ او وارخطايۍ يوه کيسه داده چې کله يې نيوه نو له ورايه يې ورته په رپېدلي غږ ويلي وو چې ځان ولټوه!!! … دا يې له دې کبله ورته ويلي وو چې له نږدې ورتللو نه وېرېدل.
٥- عبدالواجد د عبدالواحد زوی.
د پېښور د بډه بېرې د سليمانخېلو پياوړى او مخلص شخص دى، پتمن ننګيالى او د ښو اخلاقو څښتن دى او يواځې غلامۍ ته د غاړې نه ايښودلو په ګناه نيول شوى دى.
۶ _ على ګوهر د عرب خان زوی
د پېښور د مېچنۍ دى. د ښو اخلا قو څښتن او خدمتي انسان دى، د بنديانو ډېر خيال ساتي . پتمن، ننګيالى او مېړنى اتل دى. د پاکستان د درغلګر نظام بزدل پوليس او ادارې چې کله په خپلو دندو کې ناکامې شي، نو بيا بې ګناه خلک راونيسي او د خپلې ناکامۍ د پټولو او خلکو ته په سترګو کې د خاورو اچولو لپاره پرې تورونه ولګوي او جېلونو ته يې دننه کړي. له دغسې بې ګناه بنديانو نه د پاکستان جېلونه ډک دي . اصلي مجرمان پوليس دي چې په ټولو جرمونو کې لتاړ دي . علي ګوهر هم د دغسې ناکړې ګناه په تور نيول شوى دى . څه وخت مخکې په ٢٠٠٧ م کال څه چيني انجينران وژل شوي وو او پوليس چې کله د قاتلانو په پيدا کولو کې ناکام شوي وو، نو علي ګوهر يې په ٢٠\٩\٢٠٠٧ نيولى او په ظلم او تېري يې جېل ته رادننه کړى دى.
٧- ذاکر د رستم خان زوی
د چارسدې د تنګي زېم د ټېکه دارانو د کلي دى . له پوليسو سره په يوه نښته کې يې ورور (سيار) شهيد شوى او هغه نيول شوى دى. سيار، داود او د فراه علاؤالدين د قطب الدين زوی په ګاډي کې سپاره وو، پوليسو ورته لار نيولې وه او ډزې يې پرې کړې وې . علاؤ الدين په ګاډي کې ځاى په ځاى شهيد شوی، سيار له مېړنۍ مقابلې نه وروسته شهيد شوی او داود او ذاکر ونيول شول.
٨- فارس د ګل رحيم زوی
په ( ملنګ) مشهور دى، د مومندو د وېزو اسوخېلو خيالي خېلو دى . په ٢٢\٩\١٤٢٩ هـ ق په ورسک کې نيول شوی دی. په پيرکلا ـ مېچنۍ کې له پوځ سره په جګړه کې ټپي شوى او په ټپي حالت کې نيول شوى ؤ، له روغتون نه په ټپي حالت كې د پټو ادارو جېل ته انتقال شوی دی، برېښنايي تعذيب يې ورکړى ؤ. پياوړى مېړنی او د ښو اخلا قو څښتن دى.
٩- فرهاد د سيد محمد زوی
د مردان ، تخت بايي د ګنجي کلي دى. په پوځ کې يې کار کاوه او په دې پوه نه ؤ چې د پاکستاني نظام له مرتد پوځ سره کار کول او پوځي کېدل د کفر تر بريده ناروا دي . الحمد لله په جېل کې په دې او نورو ډېرو مسائلو وپوهېد. د ښو اخلا قو څښتن دى، په پوځ کې د نورو ډېرو پوځيانو په لړکې په پروېز مشرف د بريد په تور نيول شوى دى .
١٠- يو ننګيالی..
د باړه ګېټ دكوزې توديې دی . په ٢٣\١٢\٢٠٠٨ م د پېښور په فقير آباد کې نيول شوى دى . پياوړى، ننګيالى او مېړنى اتل او د ښو اخلاقو څښتن دى چې نوم ليکل يې نه غوښتل .
١١- شمس الرحمن د معز الدين زوی .
د کرک د لواغرشګۍ اوسېدونکى پوځي ؤ، چې د فرهاد غوندې نيول شوى دى .
١٢- عابد .
د پنجاب د سيالکوټ، سمبړيال پلګن ډهلم دى . پوځي ؤ اوپه مشرف دبريد په تور نيول شوى دى . د ښو اخلا قو څښتن دى او اوس په جېل کې له مونږ سره د ملګرۍ په صيقل داسې و روزل شو چې په پياوړي هوډ به له پاکستاني پوځ سره بيا کار نه کوي …
١٣- محمدصفدر د عبدالستار زوی.
د پنجاب د ګوجرانواله دى، نور برخليک يې د عابد په څېر دی او شپږ کاله بند پرې ختلى دى .
١٤- عبدالغفار د عبدالحميد زوی .
د پنجاب د شيخوپورې دګوجرانواله د سړک ـ رحمت کالونۍ دى او له عامر سره يو ځاى د تښتونې په تور نيول شوى دى .
١٥- سيف الله .
پياوړى ننګيالی دى د شبقدر د دوابې کلي دى، په ٢٨\١١\٢٠٠٨ م نيول شوى دى .
١٦- جان اکبر د خان اکبر زوی.
د شبقدر د رشکۍ دى او د چارواکو د مخالفت په تور نيول شوى دى .
١٧- نعيم الله د يعقوب زوی .
د شبقدر دى . چې په همدې تور نيول شوى دى .
١٨- عبدالقادر د عبدالقدير زوی.
د شبقدر د پير کلا دى . په همدې تور نيول شوى دى
١٩- لطيف الله د سميـع الله زوی .
د پېښور د بډه بېرې سليمانخېل دى . تور يې د همدې مخکنيو غوندی دی.
٢٠- مطيع الله د ذوالفقار زوی.
له آره د ننګرهار د خوګياڼو دى؛ خو د بډه بېرې په سليمانخېلو کې اوسېږي، په همدې تور نيول شوى دى.
٢١- خيرالامين .
د بډه بېرې د سليمانخېلو دى ، په همدې تور نيول شوى دى .
٢٢- ګل ولي .
د شبقدر ـ شکۍ دى، په همدې تور نيول شوى دى .
٢٣- د بډه بېرې د سليمانخېلو يو کس .
دلته په جېل کې لېونى شوى دی او اوس د لېونيانو په بارک کې پروت دى. نوم يې راته معلوم نه شو.
٢٤- عابد د قابل شاه زوی .
د کوهاټ د تورکي اسماعيل خېلو دی، د پېښور سنټرل جېل په اتم بارک سېشن احاطې کې زما تر ټولو لومړى ملګرى او مخلص دوست ؤ پياوړى ، پتمن، ننګيالى او مېړنى اتل دی د کوهاټ له جېله په تښتېدو بريالى شو؛ مخکې يې يادونه شوې ده.
٢٥- شفيق الرحمن د ګل بت خان افريدى زوی .
د نوښار د ځونډو بانډې دی، مخکې په پوځ کې ؤ او پر مشرف د بريد په تور نيول شوى دی، په جېل کې يې ښه صيقل وشو، له ما سره يې د صرف، نحوې، تجويد او عربي لغت زده کړه پيل کړې وه، د ښو اخلاقو څښتن او پياوړى شخص دی ، آزاد شو.
٢٦- توصيف احمد د ثناء الله زوی .
د صوابۍ د قمرال مرغز کلي دی، مخکې په پوځ کې ؤ او پر مشرف د بريد په تور نيول شوى ؤ. په جېل کې يې د فکر او ګروهې ښه صيقل وشو، له ما سره يې د عربي لغت ،صرف ، نحوې او تجويد زده کړه پيل کړې وه، د ښو اخلا قو او پياوړي شخصيت څښتن ؤ او آزاد شوی دی.
٢٧- راشد علي د محبوب علي زوی .
د خيبر جمرود دی غلى انسان دی.
٢٨- عبيد الله د احسان الله زوی .
دمېچنۍ خنجريان دی . په ١\١٢\٢٠٠٨ م په مېچنۍ کې د پوځ د مخالفت په تور نيول شوى دی، پياوړى ننګيالی دى او اوس په سنټرل جېل کې پروت دى .
٢٩- مولوى ابراهيم د مولوي زرخان زوی
د خوست دى او اوس په سنټرل جېل کې پروت دى.
دا ټول هغه بنديان وو چې دپاكستاني چارواکو او پوځ د مخالفت په تور نيول شوي وو، نور ډېر سياسي بنديان په پټو زندانونو كې پراته دي او مونږ چې له كومو خبرشوي يو، د هغوى نومونه په دې لا ندې لړ کې وګورئ.

د روسي بنديانو راتلل

په ١٧\٨\٢٠٠٨ م مونږ د مازيګر له لمانځه نه وروسته د حديثو په درس کې ناست وو او پاى ته رسېدونکى ؤ، چې پوليس او نمبردار راغلل، درې بنديان ورسره وو ، مونږ ته يې وويل چې دا خلک د (مسلم دوست) مېلمانه دي. له نېکه مرغه ددين په ګناه او د پاکستاني چارواکو د خلاف په تور به چې کوم خلک نيول شوي وو او جېل ته به راغلل، نو هغوى ټول له ماپورې تړل کېدل او زما مېلمانه ګڼل کېدل. چې الحمد لله دا زما لپاره وياړ ؤ…
د چکۍ تور اوسپنيز ور پرانستل شو، درې بنديان رادننه شول او ور، ورپسې بيرته وتړل شو. له نويو مېلمنو سره مو روغبړ وکړ، کېناستل، حيران حيران او نابلده يې کتل راکتل، په بله ژبه نه پوهېدل، يواځې روسي ژبه يې زده وه او يو په عربي هم پوهېده. هغو نورو دوه و ډېره لږه ګوزاره کوله او اوس يې د عربي او پښتو زده کړه پيل کړې وه . دا درېواړه نوي مسلمانان وو او په پخواني روسي پوځ کې يې دندې تر سره کړې وې. ما ډاډېنه ورکول پيل کړل او چې د دې حديث لوستل مې کله ورته پيل کړل چې:(أَشَدُّ بَلَاءً الْأَنْبِيَاءُ ثُمَّ الْأَمْثَلُ فَالْأَمْثَلُ فَيُبْتَلَى الرَّجُلُ عَلَى حَسَبِ دِينِهِ). نو پاتې برخه پکې يو مشر ولوسته او ماته يې ډېر خوند راکړ چې د هغوكمونستو روسانو د سره پوځ د يو پخواني افسر او نوي مسلمان نه حديث اورم چې مونږ ورسره له لسو کالو زيات وجنګېدو او له ماتې سره ووتل … تر ټولو مشر يې په عربي پوهېده او لواړه لواړه عربي يې ويله چې ماته ډېر ښه برېښېده.
د دې درېو نويو روسي بنديانو نومونه دا وو:
١- عبدالرشيد نابرژ نېچاوني ـ تتارستان، عمر(٦٠) کلن .
٢- رستم ايژوسک، عمر(٣١ ) کلن .
٣- مراد، کزائن ـ تتارستان عمر(٢٣) کلن .
د عبدالرشيد د اسلام د قبلولو موده ترنورو دواړو زياته وه، قرآن کريم او رياض الصالحين يې ياد کړي وو. خپله مور، ښځه او بچي يې يمن ته لېږلي وو، بچو يې هلته د يو عالم په مدرسه کې درس وايه. خپله هم په يمن کې پاتې شوى ؤ او بيا وزيرستان ته راغلى ؤ.
يوه لور يې (عليه) نومېده چې د خپل پلار په راخلاصولو پسې پاکستان ته راغلې وه، زمونږ په کورکې يې هم څو شپې وکړې، د پلار ملا قات ته به جېل ته هم راتله، په عربي ډېره ښه پوهېده، پوهه عالمه او ډېره تکړه او همتناکه ښځه وه.
د (رستم) د اسلام د قبلولو موده لږه وه، څو سيپارې قرآن کريم يې ياد کړى ؤ او اوس د قرآن په حفظ او د عربي او پښتو په زده کړه بوخت ؤ، هغه هم د دين زده کړې ته راغلى ؤ.
د مراد د اسلام قبلولو هم لږه موده شوې وه، د ښو اخلاقو څښتن زلمى ؤ، د قرآن په حفظ او د عربي او پښتو په زده کړه بوخت ؤ.
درېواړه ډېر پرهېز ګاره خلک وو، شپه ورځ به يې حفظ او تلاوت کاوه، تهجدو ته به راپاڅېدل، يوه ورځ به روژه وو او يوه ورځ بوزه . عبدالرشيد به د شپې له دولسو بجو نه تر سهاره د حفظ تکرار او لمونځونه کول، ډېر تېز او نشيط انسان ؤ.
د پاکستاني استخباراتو لپاره دا د تجارت توکي درېواړه په وزير ستان کې نيول شوي او بيا څه موده د (آى ايس آى) په پټو جېلونو کې ساتل شوي وو؛ امريکايان يې ورته راغوښتي وو او هغوى ته يې ويلي وو چې دا درېواړه په روسي پوځ کې وو، عبدالرشيد جنرال ؤ، رستم کرنيل او مراد هم کوم افسر ؤ. او اوس يې له القاعدې او اسامه سره ژورې اړيکې دي …
لنډه دا چې د (ISI) مجرمانو له خپل عادت سره سم امريکايا نو ته ښه پړسولي وو او کوښښ يې کړى ؤ چې د پنډ مبلغ ډالرو په بدل کې يې پرې وپلوري، امريکايان تېرباسي او خپل جېبونه ډک کړي …
هغوى وويل : له مونږ سره امريکايانو څوځل خبرې وکړې؛ خو مونږ لپاره له نېکه مرغه او د (آى ايس آى) لپاره له بده مرغه امريکايانو وا نه خيستو؛ نو ځکه يې څه موده وروسته د پېښور سنټرل جېل ته راوستل او بيا يې تقريباً دوه مياشتې وروسته خوشې کړل.
د (آى ايس آى) د مجرمانو معمول دادى چې خارجيان ونيسي؛ نو په مطبوعاتو کې يې ښه وپړسوي، چې ډېر مهم خلک مو ونيول، هر يو يې له اسامه بن لادن پسې دريم سړى بولي، چې امريکايان يې په لوړ قېمت واخلي؛ نو که وايې خيستل؛ خو ددې بې وزلو د خېټې کار وشي او که نه نو بيا يې د خپل يو ګوډاګي (جاويد ابراهيم) پراچه په ذريعه خوشې کړي او مطبوعاتو ته يې وړاندې کړي چې ګنې مونږ يواځې هغه (ISI) والا نه يو چې مورهم په پنځه ډالره پلورو، بلکې نيولى ښکارهم خوشې کوو …
د آذربايجان دوه لس دولس کلن تنکي هلکان هم جېل ته راوستل شول . هغوی د ديني علومو د زده کړې لپاره راغلي وو، خو د پاكستان بې لګامو، بې پتو او بې عزتو پوليسو او استخباراتو نيولي وو او چې امريکايانو وانه خيستل، نو بيا د ابراهيم پراچه له لارې خوشې شول . يوتاڼيدار ورسره د لواطت کولو هڅه هم کړې وه؛ خو بهر ځينې خلک خبر شوي وو او د هغوى له وېرې ناکام شوى ؤ.
د روسي بنديانو لپاره له جېل نه بهرملګرو نوې كمپلې رالېږلې وې، خو چې كله هغوى ووتل، د (آى ايس آى) يومخلص (جاوېدابراهيم پراچه) راغى او ويل يې چې دا كمپلې زما حق دى، ماته يې راكړئ؛ خو ناهيلى ستون شو.
زه دې سپين سترګۍ ته حيران شوم، چې دا څومره سپك كاردى چې له كوهاټه تر پېښوره په بوډا او ناروغ ځان جېل ته له درې كمپلوپسې راځې او د جېل د بنديانو اړتيا هم پېژنې! … خو د (آى ايس آى) وږي په هېڅ نه شرمېږي او نه مړېږي.

د سره صليب د مامورينو راتګ

د سره صليب د نړېوالې ادارې مامورين په درې څلورو مياشتو کې يو ځل راځي او څرنګه چې د جېل په ډېوډۍ را دننه شي؛ نو پوليس راته وايي چې تر ټولو دمخه ستا پوښتنه کوي او وايي چې له (مسلم دوست) سره کتل غواړو.
په لومړي ځل (جولين) راغی. دا هغه څوک دی چې ګوانټانامو ته به هم راته او هلته يې مونږ ته بل نوم راښوولی ؤ؛ خو دلته ځان (جولين) بولي. هغه به هلته مونږ ته نيمګړي ليکونه وړل راوړل چې مخكې يې په (ماتې زولنې) کتاب کې يادونه شوې ده. او هلته د نيمګړو ليکونو څو بېلګې هم شته. جولين وايي چې زه د فرانسې يم، هغه په اردو هم پوهېږي . دلته اوس مونږ ته دا بهانه کوي چې مونږ ځکه ستا پوښتنه کوو چې د پاکستان چارواکي دې بيا چېرته ورک نه کړي، خو ځينې خطرناکې پوښتنې هم کوي لکه:
ـ ستا پوښتنې ته څوک راځي؟.
ـ کومې اسانتياوې درته درکول شوې دي؟.
ـ آيا دلته نور د امريکا بنديان : طالبان، د القاعدې غړي يا نور سياسي بنديان شته؟.
ـ تا ته د ملاقات لپاره څوک راځي او په بهر کې دې له چا سره اړيکې دي؟.
يو ځلې يو بل راغی، يو اوزبکستانی اوزبک هم ورسره ؤ چې ډېره ښه پښتو يې ويله. هغه ويل چې ما په (ليننګراد پوهنتون) کې پښتو زده کړې ده. دغه بل کس هم ويل چې زه د فرانسې يم او له مايې د نورو پوښتنو په ترڅ کې دا پوښتنه هم وکړه چې زمونږ څه مامورين قبائلو نيولي دي تاته خو معلوم نه دي؟
زه حيران شوم او ورته ومې ويل چې تاسو ته معلومه ده چې زه خو له دې دوه نيموکالو را هيسې په جېلونو کې يم؛ نو ماته به څنګه ستاسو مامورين معلوم وي؟!.
ـ مونږ هسې د دې لپاره له تا دا پوښتنه وکړه چې ته مشهور سړی يې او له ډېرو خلکو سره دې اړيکې دي، کېدای شي چې تاته معلومات وي او له مونږ سره همکاري وکړې.
ـ نه زه دومره مشهور يم لکه ته چې يې وايې او نه له دې ځايه له چاسره اړيکې نيولی شم، څرنګه کېدای شي؟ ته نه وينې چې زه چېرته يم؟!.
ـ اوږې يې پورته واچولې او وښکي يې لاندې خواته ويت کړل، چې زه هم نه پوهېږم!!!…
بيا څلورمياشتې وروسته دوه ورځې پرله پسې په لومړۍ ورځ دوه سړي او بيا په دويمه ورځ درې ښځې راغلې، زما او د جېل په هکله يې را څخه پوښتنې کولې؛ ما غوښتل چې خبرې لنډې او خلاصې شي؛ خو هغوی په لوی لاس اوږدولې. نورو بنديانو غوښتل چې خبرې ورسره وکړي؛ خو د هغوی دلچسپي زما په هکله زياته وه .
بيا په ۲۶/۱/۲۰۰۹ م د سره صليب دوه نوي مامورين راغلل، چې په دې ورځ زه پولټيکلۍ ته تاريخ ته بېول شوی وم، چې راغلم پوليس له دوو صليبي مامورينو سره راغی او راته ويې ويل : دوی ستا پوښتنه کوي او څرنګه چې په ډېوډۍ راننوتل، ستا پوښتنه يې وکړه. مونږ ورته وويل چې هغه نشته، تاريخ ته تللی دی؛ خو دوی ټينګار کوي او تر اوسه په انتظار ناست دي …
څو کنځلې يې هم ورپسې وکړې، چې دا ښځــ … بيا يې راته د چکۍ اوسپنيز ور پرانست او د چکۍ مخې ته په درۍ راسره کېناستل. پوليس راته وويل: دې ښځــ… ته معلومات مه ورکوه. ما ورته وويل: دې ښځــ… ته خو تاسو ښځـ…. پرتوګونه ايستلي دي او ستاسو دننه کولمې هم ورته معلومې دي، نو زه به ورته څه ووايم؟!
پوليس راته ولاړ ؤ او دوی راسره خبرې پيل کړې. دوی ورته څو ځل وويل چې ته لاړ شه، خو هغه به ته راته او زمونږ خبرو ته يې غوږ ايښوده.
دا دواړه د سره صليب نوي مامورين وو چې يو (کريس وينس) نومېده او بل (الياس وائيلينډ). دواړو ويل چې مونږ د سويزر لينډ يو . ما لومړی ګمان کړی ؤ چې ګنې فرانسويان دي، نو ځکه مې ورته وويل :
(کموصفا) (څرنګه يې) او هغه يو يې راته وويل: (صفه بيان) ښه يم) او حيران شو، ګمان يې وکړ چې ګنې زما فرانسوي زده ده؛ حال دا چې زما نوره نه وه زده. بيا مې ترې د (جولين) پوښتنه وکړه، هغه وويل: هغه اوس په لاهور کې دی او په پنجاب کې کار کوي.
دوی هم کوښښ وکړ چې څه معلومات تر لاسه کړي؛ خو ويې نه موندل…
(الياس) پروټيکشن ډيليکيټ ؤ او (کريس وينس) ورسره په اردو کې ترجماني کوله.
د بنديانو خواړه
د پېښور په سنټرل جېل کې بنديانو ته تکه توره ډوډۍ ورکوي، چې پخپله په بنديانو باندې يې پخوي. قيديانو ته لږه لويه او حوالاتيانو (توقيفيانو) ته وړه، يوه يوه ډوډۍ او ورسره تکه توره پيتي ورکوي، چې د خوراک نه وي . څوک چې پيسې لري، هغوى دجېل په دوکان کې څه واخلي او يا له بهرنه څه راوغواړي، پاخه يې کړي او چې پيسې نه لري، هماغه د جېل خواړه له مجبورۍ نه خوري، چې ډېرو بنديانو ته يې د معيار د خرابۍ، چټلۍ او ناوړتيا له امله د معدې او نورې ناروغۍ پيدا کړې دي.
بنديان د جېل په دوکان کې ځينې خوراکي شيان اخلي، يا يې ملاقاتيان ورته راوړي او يا يې د رشوت په برکت په پوليسو راوغواړي، بيا د جېل له دوکان نه سکاره اخلي او په منقلونو کې پرې خواړه پخوي. په اوړي کې يې د بارک مخې ته پخوي او په ژمي کې دننه.

د پوليسو ټولواکي

په سنټرل جېل کې پوليس او ملازمين پوره او بشپړ ټولواکان دي . پيسې اخيستل، جزايي کول، وهل ټکول او هر څه په خپله خوښه، بې پوښتنې او بې قيد و شرطه کوي. مخکې او وروسته څه چې په همدې ورځو کې چې زه پکې وم، پوليسو يو کس په وهلو وواژه، بيا يې بې ضميره ډاکټر ته پيسې ورکړې، هغه وليکل چې خودکشي يې کړې ده!. ډېر خلک چې د پوښتنې څوک نه لري، په کلونو کلونو په جېل کې تر ظلم او کړاوونو لاندې شپې او ورځې تېروي، څوک يې غم نه خوري. د ښځو يوبلاک دى، هلته پوليس او ملازمين آزاد ځي راځي او د بهرنيو ځينو هېوادونو ښځې چې بنديانې دي، له هغوى او نورو ښځو سره په زور او رضا نارواجنسي اړيکې ساتي…
ډېر ځله چې د پوليسو خوښه نه وي، بندي د پرېکړې تاريخ ته جج ته د ورمخامخ کولو لپاره نه اوباسي او څه بانه ورته وکړي .

د شيخ قاسم صاحب ملا قات

شيخ قاسم نورستاني صاحب د افغانستان د غربي نورستان يو پياوړی او معروف عالم دی . له مونږ سره د هغه اخلاص او مينه ډېره پخوانۍ او پخه ده. هغه چې کله د لومړي ځل لپاره سنټرل جېل ته زما ملاقات ته راغی او جال تر منځ راسره مخ شو؛ نو دا منظر د هغه لپاره ډېراندېښمن ؤ، په ما يې نه لورېده او په موقر مخ يې د اوښکو بې اختياره باران جوړ شو. د شيخ قاسم اوښکې ډېرې درنې او موقرې وې او دا ځکه چې له نېک احساس او د زړه له تله راروانې وې. د هغه د اوښکو په احترام او درنښت ما دا شعر ووايه:
د وقـــار يـــــو غــــر ولاړ ؤ
د غيــرت پـكې چـينې وې
ټول ايثار ننګ او نخوت ؤ
د جـرات پكـې چـيـنې وې
د احساس له سرچـيـنـو نه
تـړمـې اوښكـې بـهېـدلـې
د عفت او پت ګرېوان كې
تـرمـې ترمـې څـڅـېـدلـې
د دردمـنــــد زړه لــه ژورو
بــې اخـتـيـــاره راروانـــې
د اخـلاص او مـحـبـت وې
د الــفــت وې ترجـمــانــې
د ايــمــــان لـــه حــــرارتـه
د اســـــلام لــه بــــركــتــــه
اندېښنې وې پكې نغښتې
د يــو ورور لــه اســـار تــه
د جـالۍ تر شا حــيــران ؤ
ســمــنـــدر د لـيــاقـــت ؤ
شــرافـت ؤ صـــداقـــت ؤ
عزيــمــت ؤ فــضيـلـت ؤ
دوسته ووايه چې څوك ؤ
دا پـيــاوړى دا ښــاغــلى
شيـخ قاسـم نورستانـي ؤ
مسلم دوست ته ؤ راغلى
۶ /۱۰/۱۴۲۹هـ،ق
نور بيا

2 COMMENTS

  1. مسلم د وست صاحب! مننه! ډیر ښه معلومات دي! خو یو وړاندیز می و منه! هغه دا چې د تخلص دي له مسلم دوست څخه اسلام دوست ته واړوه! ځکه چې هغه ظالمان چې ته ورڅخه ژړیدلی یې ټول مسلمین دی ځکه چې کلمه وایي! او هر مسلم د دوستۍ نه دي!
    داسې مسلمین تر کافر بدتر دي!

  2. وروره هغه پنجابيان ظالمان مرتد دي. له اسلامه وتلي. هغوی کې هيڅ مسلماني نه ده پاتې. ستا دا خبره سمه نه ده چې هغه مسلمانان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب