جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د بریدونو د دفع کولو لپاره دې مدیریتي او عملیاتي...

ولسمشر غني: د بریدونو د دفع کولو لپاره دې مدیریتي او عملیاتي اقدامات ترسره شي

تاند (دوشنبه د سرطان ۷) ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي ادارو ته امر کړی چې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو او روانو بریدونو د دفع کولو لپاره دې خپل اقدامات لا پیاوړي کړي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني پرون مازدیګر د اعلی سر قومندانۍ په جلسه کې له امنیتي مسؤلینو سره وکتل.

د خبرپاڼې له مخې، د امنیتي ادارو مسؤلینو په دې غونډه کې خپل راپورونه، د وروستیو امنیتي پرمختګونو په هکله معلومات او راتلونکي پلانونه له ولسمشر سره شریک کړل.

ارګ وايي ولسمشر غني په دې غونډه کې وویل چې د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه کېدو او د طالبانو د بریدونو د دفع کولو لپاره دې امنیتي ادارې په خپلو کې همغږي ډېره کړي او لا ډېر مدیریتي او عملیاتي اقدامات دې ترسره کړي.

ولسمشر همدا راز د افغان ځواکونو پیاوړتیا ستایلې ده خو ټینګار یې کړی چې د دوی اړتیاوې باید پر وخت پوره کړل شي.

ولسمشر غني داسې مهال د طالبانو د بریدونو د دفع کولو او افغان ځواکونو ته د اړتیا وړ توکو او تجهیزاتو د رسولو خبره کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې ګڼ شمېر ولسوالۍ د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ لاس په لاس شوي دي.

ځیني راپورونه وايي چې د افغان ځواکونو اړتیاوې په خپل وخت نه پوره کېږي مرسته ورته نه رسېږي نو ځکه یې په ډېرو سیمو کې له خپلو اصلي ځایونو تاکتیکي شاتګ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب