جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+امریکایي سوداګر، انجینر ډیوید پیکرډ

امریکایي سوداګر، انجینر ډیوید پیکرډ

(Packard, David) (۱۹۱۲ –  ۱۹۹۶)


ژباړه: رحمت شاه فراز

د ټکنالوژۍ ستر ټاټوبی چې نن ورځ په سلیکان درې پېژندل کېږي، په پالو الټو سیمه کې په یوه ګیراج کې را وټوکېده. هغه ګیراج چې دوو زلمیو انجینرانو ډیویډ پیکرډ او والټر ریډلنګټن هیولټ پکې د ۵۳۸ ډالرو په شتمنۍ د هیولټ-پیکرډ شرکت بنسټ کېښود. په ۲۰۰۰ کال کې د دغه شرکت او د نورو څانګو فروشات یې ۶۰ بیلیونو ډالرو ته ورسېدل. بل خوا  په همدې لسیزو کې پیکرډ د یوه نوي صنعت لپاره د شرکتي مدیریت یو نوی ډول هم رامنځته کړ. 

پیکرډ د سپتمبر په ۷، ۱۹۱۲ کال د کولوراډو ایالت په پیوبلو کې زېږېدلی. پلار يې وکیل وو او مور يې ښوونکې وه. د پیکرډ ماشومتوب خورا متوازن حالت درلود. په دې وړه کلیواله ټولنه کې ګڼ بهرني فعالیتونه موجود وو او لوی شمېر کتابونه د لاسرسي وړ وو. د ساینس او برقي ټکنالوژۍ د برخې کتابونه د ده د علاقې کتابونه وو. دی چې لا هم په ابتدایه ښوونځي کې وو، خپله راډیو یې جوړه کړه. خو په لیسه کې دغه دنګ او پیاوړی پیکرډ په فوټبال، باسکټال او ټراک لوبو کې هم مخکې وو. 

له مکتب نه تر فارغېدو وروسته پیکرډ په سټنفورډ پوهنتون کې داخله واخیسته او برقي انجینري یې ولوسته. په یاد پوهنتون کې، دی د خپل پوهنځي د زده کوونکو د ډلې مشر وو، چې دغه ډله الفا ډېلټا فای نومېده او همدا رنګه د ټراک د لوبې یو روڼ ستوری هم وو. ده په ۱۹۳۴ کال کې په لوړ کدر خپل د لیسانس سند ترلاسه کړ. 

په کولوراډو پوهنتون کې د ماسټرۍ لپاره تر یو شمېر کورسونو نیولو وروسته، پیکرډ د نیویارک ایالت په شنیکټاډي ښار کې په جنرل الکتریک شرکت کې دنده واخیسته. دلته یې د برقي انجینرۍ دودیز اړخ را ونیوه. له الکترونیک سره د پیکرډ د لېوالتیا او علاقې په غبرګون کې د ده لارښود ورته وویل چې دغه مسلک په هېڅ هم نه ارزي. پیکرډ په دې خبرو باندې غوږ ونه ګراوه او ویې کولی شو چې د الکترونیک په ډیپارټمنټ کې د واکیوم ټیوبونو په برخه کې ځان ته ځای پیدا کړي.

تر دې وروسته پیکرډ تصمیم ونیوه چې د ماسټرۍ زده کړو ته بېرته دوام ورکړي، نو په دې پار يې سټنفورډ ته مخه کړه او په ۱۹۳۹ کال کې یې خپله ماسټري پای ته ورسوله. بل خوا په همدې وختونو کې يې د پوهنتون له یوه ملګري سره هم خبرې پیل کړې وې، او په ګډه یې د یوه بزنس د کولو امکان په ګوته کړی وو. دغه ملګری چې ویلیام هیولټ نومېده، یو بل برقي انجینر وو. یوه بله جوړه، سټیو جابز او سټیو ووزنیاک چې دې ته ورته پرېکړه یې څلور لسیزې وروسته وکړه، نو هغه د ۱۹۷۰ کلونو په منځنیو وختونو کې داسې مهال وو چې اقتصاد نسبتاً په پښو درېدلی وو. خو پیکرډ او هیولیټ لا هم د ستر دیپریشن په عصر کې وو او تر ۱۹۳۰ کلونو پورې اقتصاد تر یو څه بریده خو وده کړې وه، خو لا هم په یوه نامعلوم دریځ کې ولاړ وو.

په ۱۹۳۹ کې پیکرډ او هیولټ، د پیکرډ په ګیراج کې یو دوکان پرانیست. د دوی ټوله پانګه ۵۳۸ ډالره وه او ډېر کم استعمال شوي (دوهم لاس) وسایل یې درلودل. د نوم په ټاکلو کې چې پچه هیولټ ګټلې وه، نو د شرکت په نوم کې يې د هیولټ کلمه لومړی راغله او په دې توګه (هیولټ-پیکرډ) ونومول شو. پیکرډ تر ډېره پورې د شرکت تجارتي اړخ ته زور کاوه او د تخنیکي کار لویه برخه يې هیولټ ته خوشې کړې وه. هیولټ او پیکرډ به په ګیراج کې په ګڼو اختراعاتو کار کاوه، مثلاً د هارمونیې الکترونیکي تنظیموونکی، د وزن کمولو ماشین او د باؤلینګ په لوبه کې د (فول کرښې) ښودونکی. 

البته د دوی لومړنی کامیابه محصول یو صوتي اوسیلېتور وو چې هیولټ د پوهنتون د تیزیس لپاره لیکلی وو. دې دستګاه په ډېر اعلی او ارزانه بیه د هغو سیګنالونو د اندازه ګیرۍ او تولید طریقه درلوده چې په نشریاتو، د ثبتونې په ډګر، او په نظامي برخه کې چې په همدې وختونو کې یې جنګ ته تیاری نیوه، پکارېږي.

د صوتي اوسیلېتور له لومړنیو فروشاتو څخه یو هم د فیلمونو جوړولو په یوه نوې سټوډیو باندې د دې دستګاه پلورل وو. دغه سټوډیو والټ ډیزني نومېده، چې اته دستګاوې يې را ونیولې او هره یوه يې په ۷۱،۵۰ ډالرو وپېرله. والټ ډیزني دغه دستګاه په خپل مشهور انمیشن فلم فانټاسیا (۱۹۴۰) کې د فیلم د موسیقۍ لپاره اخیستې وه. په ټوله کې هیولټ-پیکرډ په اول کال ۱۶۵۳ ډالره ګټه وکړه. بیا یې په یوه بل کار لاس پورې کړ چې دې شرکت درې کاله دغه اصل وپاله. دوی خپله ګټه سټنفورډ ته نږدې د خپلو تولیدي سهولتونو د پراختیا لپاره په کار واچوله او په دې ډول یې خپل ګیراج پراخه کړ. (دغه ځمکه د سټنفورډ په ملکیت کې راتله. د دې شرکت او سټنفورډ پوهنتون ترمنځ د ملګرتیا رابطه د سترو پوهنتونونو او هغه صنعت ترمنځ چې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې يې وده او پراختیا ومونده، د نږدې اړیکو یوه کلیشه وګرځېده.)

د ۱۹۵۰ کلونو په اوږدو کې HP د الکترونیکي ازمایشي آلاتو او اجزاوو او د پرمختیايي کمپیوټري صنعت د پرزو یو ستر تولیدوونکی شو. په ۱۹۶۰ کلونو کې دوی په لویه کچه نوښتونه وکړل او یوازې د دې صنعت په تقویې يې تکیه ونه وکړه. بلکې تر ۱۹۷۰ کلونو پورې شرکت د الکترونیکي ماشین حساب په ډګر کې یو وتلی او پېژندلی مخکښ شرکت وو، چې لومړی یې ډسکټاپ کمپیوټرونه را وایستل او بیا يې لاسي کمپیوټرونه جوړ کړل. او د دوی دغو لاسته راوړنو په لنډ وخت کې د انجینرۍ له دفترونو څخه سلایډ قانون ته د وتلو دروازه پرانیسته. 

خو په کمپیوټري صنعت کې د ډیویډ پیکرډ تر ټولو ستر خدمت مدیریتي اړخ درلود او تخنیکي هغه یې دومره زیات نه وو. دی هغه لومړنی کس وو چې د «ازاد» سټایل بنیاد یې کېښود او همدا سټایل نن ورځ د عالي ټکنالوژیو د شرکتونو یوه ځانګړنه ګڼل کېږي. کارمندانو د کار لپاره ارامه وړې خونې لرلې چې چتونه یې نه لرل، تر دې چې پیکرډ او هیولټ هم د ځان لپاره شخصي دفترونه نه درلودل. د محصول تولید به له پورته څخه نه مدیریت کېده، بلکې وړو، وړو ډلو به دغه چاره پر مخ وړله چې هرې ډلې به خپل انجینران، د تولیداتو مربوط څېړنې او پرمختګونه او د بازار موندنې عناصر درلودل. د دې پایله دا وه چې دغه ستر شرکت د کوچنیو کمپینیو د یوه ګروپ په حیث فعالیت کاوه. کارمندان د پیشنهادونو ورکولو ته هڅول کېدل او حتی د یوې ډلې کارمندانو کولی شوی چې د لنډ وخت لپاره د بلې ډلې په پروژه هم کار وکړي، په دې شرط چې دوی به پوهېدل چې معلومه همکاري ورسره کړای شي. 

یو بل اړخ چې د «اچ پي تګلارې» په نوم مشهور شو، د کارمندانو شخصي ګټو ته درناوی وو. په اقتصادي انحطاط کې د دې په ځای چې د کارمندانو شمېر را کم کړي، د هر کارمند کاري ساعتونه او ورسره معاشات يې کم کړای شول، تر دې چې پیکرډ او هیولټ هم له دې مستثنا نه وو. په ورته وخت کې پیکرډ به په ټولو ټیمونو او پروژو را ګرځېده او له دې امله د ده کارمندانو نوموړي ته د MBWA یا « د شاوخوا ګرځېدنې رهبر» افتخاري سند ورکړ.

په اجرایوي او مدیریتي برخه کې د پیکرډ نامتو شخصیت نوموړی په امریکايي تجارت کې هم یو مهم لوبغاړی وګرځاوه. نوموړي د (نینشل ایرلاینز)، (جنرل داینامیک) او (متحده ایالتونو فولاد) د شرکتونو په رهبري بورډ کې دندې ترسره کړې او همدا رنګه د «کروکر-سیټي زن نیشنل بېنک» او «ایکوټیبل لایف انشورنس آف امریکا» په څېر مالي شرکتونو کې یې هم کار وکړ. 

همدې تجارت نوموړي ته د سیاست په لور هم لاره هواره کړه او پیکرډ چې پخپله جمهوري پاله وو، د دې ګوند د چارواکو او ولسمشرانو له لوري ډېره زیاته چاپلوسي او غوړه مالي ورته شوې. په ۱۹۶۸ کې چې ریچرډ نیکسن ولسمشر شو، نو پیکرډ يې د دفاع وزارت تر سکرتر میلوین لېرډ لاندې د دفاع وزارت د مرستیال سکرتر په توګه وګماره. د نیکسن ملاتړو په تجارت کې د پیکرډ منلی بریالیتوب را برسېره کړ او ترې ويې غوښتل چې د پنټاګون د اتیا بیلیونو ډالرو په بودیجه کې لازم نظم او ډسپلن منځته راوړي. خو دې بلې غاړې ته نقادانو دې ته اشاره وکړه چې اچ پي د هېواد له تر ټولو سترو نظامي تړون کوونکو څخه دی، او هر کال له دفاعي سکتور سره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو تړون لري. دوی په دې نظر وو چې په دې ډول به د ګټو ترمنځ یو ډول ټکر پېښ شي. پیکرډ د دې په غبرګون کې دې ته غاړه کېښوده چې د اچ پي سټاک به یوه خیریه بنسټ ته حواله کړم چې یاد بنسټ به د همدې سټاک له راتلونکو عایداتو استفاده کوي او کله چې ما خپله دنده خوشي کړه، نو دغه سهمونه به بېرته ماته راکول شي. 

پیکرډ چې د واشنګټن له سیاستونو زړه توری او ستومانه شوی وو، تر دوو کلونو وروسته دغه وظیفه پرېښودله. په خپل ژوندلیک کې چې «د اچ پي تګلاره» نومېږي نوموړی د واشنګټن په بیوروکراسۍ کې د خپلې دندې په هکله لیکي «دلته کار کول داسې ده لکه د ۴۰ فټه پړي یو سر چې را کشوې او په دې هڅه کې اوسې چې هغه بل سر يې را ونیسې او بیا دې چې هر څه زړه وي هغه ترسره کړې.» په ۱۹۷۲ کې پیکرډ بېرته د مدیر او رئیس په توګه اچ پي شرکت ته راستون شو، خو په ۱۹۷۷ کې ده او هیولټ په شرکت کې له فعاله ګډون او دخالت نه استعفا ورکړه. 

په ۱۹۸۰ کلونو کې اچ پي په هغه ډګر کې د ځان لپاره ستر نوم جوړ کړ چې نن ورځ د «کمپیوټر پرنټر» په نوم پېژندل کېږي. د دې شرکت انک جیټ او لېزر پرنټرونه تر ننه پورې ډېر زیات شهرت لري. په ۱۹۹۰ کې چې شرکت له مالي او مدیریتي ستونزو سره لاس و ګرېوان شو، پیکرډ او هیولټ به هم کله نا کله په شرکت کې تر سترګو کېدل. دوی چې د کارمندانو له کمولو پرته شرکت بېرته په پښو ودراوه، نو پیکرډ په ۱۹۹۳ کال کې د تل لپاره استعفاء ورکړه. نوموړي د مارچ په ۲۶، په ۱۹۹۶ کال له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې. په ۲۰۰۰ کال کې د اچ پي او د ده د بچوڼي شرکت «اجیلنټ» فروشات ۶۰ بیلیونو ډالرو ته رسېدل. 

د پیکرډ او هیولټ د لاسته راوړنې او کارنامې اهمیت په هغه لوحه لیدل کېدی شي چې د اصلي ګیراج په دروازه ځوړنده ده او ورباندې لیکلي دي «د سلیکان درې د پیدایښت ځای». پیکرډ چې د روزل شوي تخلیق او ابتکار کلچر یې رامنځته کړ، د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې يې د الکترونیک او کمپیوټري صنعت هیښنده ودې او پراختیا ته د جوړښت او ساختار ورکولو لپاره ډېر څه وکړل. 

پیکرډ ګڼې جایزې خپلې کړې دي، چې له دې ډلې به يې د ګاندي د انسانپالنې جایزه او د خپلواکۍ ولسمشریز میډال یاد کړو. دغه دواړه جایزې په ۱۹۸۸ کال ورکول شوې. په دې سربېره، پیکرډ د ډیویډ او لوسایل پیکرډ د بنسټ په څېره کې ټولنې ته یوه تلپاتې ډالۍ هم ور پېرزو کړې، چې د پیکرډ له مړینې سره سم د هغه د ۶.۶ بیلیونه ډالرو ټوله شتمني دې خیریه بنسټ ته وقف شوه. نوموړی بنسټ د ټولنې د لږکۍ ډلې د ماشومانو د تعلیم له ودې سره ځانګړې علاقه او لېوالتیا لري. دغه راز، یوه اندازه وصیت کړې شتمني یې سټنفورډ پوهنتون او د تورپوستو تاریخي کالجونو ته هم حواله شوې.  

اضافي لوستونه:

1- Allen, Frederick E. “Present at the Creation.” American Heritage, vol. 52, May–June 2001, p. 21.

2- Moritz, Charles, ed. Current Biography Yearbook 1969, pp. 318–321.

3- Packard, David. The HP Way: How Bill Hewlett and I Built Our Company. New York: HarperBusiness, 1996.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب