جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: د بدخشان پر څلورو ولسوالیو د طالبانو بریدونه له ماتې سره...

چارواکي: د بدخشان پر څلورو ولسوالیو د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخامخ شول

تاند (دوشنبه د سرطان ۷) د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت پر څلورو ولسوالیو یې د وسله‌ والو طالبانو بریدونه په شا تمبولې دي.

د بدخشان والي احمد بشیر صمیم ویلي وسله ‌والو طالبانو تېره شپه له څو لوریو د تیشکان، جرم، بهارک او کشم ولسوالیو د نیولو لپاره بریدونه پیل کړل، خو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.

د بدخشان والي په دغو عملیاتو کې وسله‌ والو طالبانو ته د درنې مرګ‌ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو د وژل شویو شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

بلې خوا د ملي دفاع وزارت هم وايي چې تېره شپه امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د هوايي ځواک په ملاتړ د بدخشان په جرم، تګاب، کشم، بهارک او تشکان ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو بریدونه له ماتې سره مخامخ کړل.

دفاع وزارت وايي په دې عملیاتو کې ۱۱ وسله وال طالبان ووژل شول او د یوه مخکښ قوماندان په ګډون ۱۷ وسله وال ټپیان شول.

د ملي دفاع وزارت زیاتوي چې اوس په یادو ولسوالیو کې وضعیت عادي حالت ته راګرځیدلی او سیمه د افغان سرتېرو تر څار لاندې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب