سپين روان نورزی
په دې وروستيو کې يو شمېر خبرونه لاس په لاس کېږي چې د هېواد په ځينو ولايتونو کې يو شمېر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
له هغې ورځې چې جګړه پيل شوې پرمختګ او په شا تګ لري او په دې د پوځي چارو کارپوهان ښه پوهېږي چې دا په جګړه کې څومره د تشويش يا د نه تشويش وړ خبره ده.
موږ په دې تبصره کې نه غواړو چې په مسايلو د پوځي چارو له نظره فوکس وکړو، هڅه مو دا ده چې د ټولنې له نظره جګړه او د هغې پايلې توضيح کړو.
له کوم عالم څخه چا پوښتنه کړې وه چې جګړه راته تعريف کړه، هغه ورته وويل چې د ټولنې هغه شرايط چې سپين ږيري په خپل لاس ځوانان دفن کړي جګړه بلل کېږي. له دې تعريف څخه دوه پايلې په لاس راځي، لومړی دا چې په جګړه کې د يوې ټولنې ځوانان پرته له دې چې څوک يې پوښتنه وکړي،لکه ګډوري يا پسونه قرباني کېږي، دويمه دا چې د يوې ټولنې اقتصادي استحکام په کامله معنا له منځه ځي، ځکه ځوانان د ټولنې انرژي ده، خو په جګړه کې دا انرژي داسې ضايع کېږي چې انسان يې فکر هم نه شي کولی.
څه موده وړاندې خوست ولايت ته د ولسمشر لومړی مرستيال راغلی و، او د (کي پي اف) يا ولايتي قواوو څخه يې ليدنه کړې وه، نو ده په خپله وينا کې ويل چې د ولايتي قواوو ځوانان داسې ځوانۍ او قامتونه لري چې زه ورته حيران شوم، د دوی يو لاس د نورو خلکو د دوو لاسونو غوندې پنډ وو، دوی کولی شي چې دا هېواد او نظام په هر قيمت وساتي.
د ښاغلي صالح دا خبرې که په سړو مغزو تفسير شي، نو په ډېرې سادګۍ سره ويلی شو د ده تشويق او هڅونه او د ځوانانو د انرژۍ په حرکت راوستل يوازې د جګړې لپاره و، د يوه داسې عمل لپاره چې هېڅ ګټونکی نه لري او په هېڅ صورت د چا درد نه شي دوا کولی.
په تاريخ کې له هرې جګړې وروسته هغو مورخينو چې ټولنيز مسايل تحليل کړي، پرته له نيستۍ، بې سرپرستۍ او ويجاړۍ بله پايله نه ده لرلې. د يوه مستند فلم په استناد چې يوه سيلاني څه باندې نيمه پېړۍ وړاندې په افغانستان کې، ځينې ويډيوګانې اخيستې وې او اوس يې خپرې کړې، دی په خپلو يادښتونو کې د يادو ويډيوګانو په استناد وايي چې د افغانستان خلک غريب دي، خو، خوشاله ژوند لري او يوه ستره خبره په کې دا ده چې سوالګر په کې نه شته.
هغه وخت چې ما ويډيو کتله نو ما داسې فکر کولو چې دې خلکو هغه وخت د ځانګړي غيرت په اساس سوال نه کولو، خو اوس راته معلومه شوه چې هغه وخت هر فاميل سرپرست درلود، يوه ګوله ډوډۍ به يې د خپل فاميل لپاره رامونده، مېرمنې او ماشومان يې مجبور نه و چې د ښار په لارو او کوڅو کې خيرات ټول کړي، خو اوس چې د هرې جګړې وروسته د کورنيو سرپرستان خاورې کېږي، نو کورنۍ يې مجبورې دي چې خيرات ټول کړي، همدا لامل دی نن زموږ د ښار کوڅې او سړکونه له سوالګرو ډک دي، په هر ځای کې داسې سوالګر ليدل کېږي چې يا به ماشومان وي، يا به مېرمنې وي او يا به معيوبين وي، دا ټول د جګړې له برکته زموږ په ټولنه راغلي دي.
د هرې ولسوالۍ د نيولو لپاره به طالبانو په لسګونه ځوانان ځانګړي کړي وي، چې په دې کې به ګڼ شمېر يا وژل شوي او يا به پټيان شوي وي، همدا ډول افغان دولت به يې اوس د نيولو لپاره همدا ډول پلان جوړوي چې د دې پلان تطبيق هم يوه لوی انسانی قيمت ته اړتيا لري، او ښايي يو کال يا له دې په کمه موده کې د همدې سوالګرو په ټولي سلګونه نور ور اضافه شي.
موږ د جګړې په دواړو غاړو غږ کوو چې کېدای شي د يوې ولسوالۍ په نيولو د مذاکراتو پر مېز ډېر کم امتيازات تر لاسه کړئ، خو دومره تاوان به وکړئ چې بيا به يې ستاسو حکومتونه د هغو له جبرانه عاجز وي او هره ورځ به مو دروازې ته د ګونډو، بورو، يتيمانو او معيوبينو کتارونه ولاړ وي او د خپلو حقوقو غوښتنه به کوي.