جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د سکس نه کولو او بې‌ميله کېدو لاملونه څه شی دي؟

د سکس نه کولو او بې‌ميله کېدو لاملونه څه شی دي؟

نجيب احمد عزيزي 

روحي او جسمي همدارنګه روانې ناروغۍ د دې سبب ګرځي چې ښځه او خاوند يو له بل سره لرې يا ورته بې‌ميله شي، له بل لوري عاطفي اړيکې یې هم ورځ تر بلې خړېږي، تر ټولو بده يې لا دا ده چې تر څه مودې وروسته يو بل سره عادي کېږي، دا حالت تر هرڅه نه زغمونکی دی چې ځینې وخت يې روغ ژوند هم لکه د ناروغانو په څېر شي. که دوی په يوه خونه کې وي، بسترې له يو بل څخه لرې اچوي بده لا دا چې مېرمن يې طبیعي غوښتنه لري که چېرته کوروالی ورسره و نه‌شي د مينه‌ناکو، ډاډمنو او عاطفې خبرو سخته تنده لري.

 که مينه هغه د خاوند له خوا پوره نه‌شي دغه تشه ممکن له نورو عاطفي ملګرو، يو نيم همکاره په پټه پوره کړي، له دې سره سره که چېرته د وتلو لاره و نه مومي دغه احساسات چې له جنسي غوښتنو سره تړلي دي په ښځو کې پر اندېښنه او يا ژورخپګان راښکاره شي.

په برېټانيا کې د نارینه‌وو او ښځو جنسي چلند په هکله يوې څېړنې ښوولې، په نارينه‌وو کې ځينې وخت جنسي تمايلات پټ او جنسي غريزه يې غلې شي؛ مګر هغه ښځې چې له خاوند يا ملګري سره ګرځي، تر نارينه‌وو يې دوه برابره دا ناروغي يانې له سکس کولو نفرت پيداکېږي.

همداراز په څېړنه کې راځي؛ د عمر په تېرېدو سره د ښځې او نارینه دواړو جنسي ميل کمېږي؛ البته د ښځو ذهني اړيکه او علاقه هم ورسره شلېږي، نه غواړي کوروالی وکړي، د سکس اړوند خبرې و نازونه هم بد ورباندې لګېږي. د عاطفې کمښت روانې روغتيا ته ګواښ دی او په ځانګړي ډول جنسي ژوند ډېر زيانمنوي، انډورفين او اکسي توسين هورمون تر بل هر وخت د سالمو جنسي اړيکو له لارې ترشح کېږي چې د ښځې او نارينه د مړو دردونو، ناخوښې، کهالي، په له منځه وړلو کې رول همدارنګه دغه دوه هورمونونه نورې لارې هم لري، خو منظم کوروالي کې تر بل هر وخت ښه ترشح کېږي چې خوب او اشتها هم ورسره زیاتېږي. 

دا څېړنه شاوخوا ۵۰۰۰ ښځو او ۶۷۰۰ نارینه‌وو د شخصي ژوند د همدې برخې له تجربو جوړه ده. برېټانوي څېړونکي د جنسي تمايل په کمښت وېره لري او دوی زیاتوي چې هرومرو باید لکه د نورو ناروغيو لپاره چې درمل کارول کېږي؛ نو هر انسان ته که په دغسې ناروغي اخته وي، هغه لارې بېرته ولټوي چې له سکس و کوروالي سره يې علاقه را ژوندۍ کوي.

درد او غم

 سکسولوجيسټه امانډا ميجر وايي؛ له سکس سره علاقه کمېدل هرومرو غيرعادي خبره نه ده، ځکه د نارینه‌وو او ښځو جنسي نړۍ په بېلابېلو دلايلو ولاړه ده، سربېره پر د دوی تمايل کمېدل مختلف دلايل لري. دا زیاتوي؛ «ځينې شرایط او حالتونه عادي بڼه باندې د دوی جنسي چلند ښيي، که لږ هم شي څه ستونزمنه خبره نه ده ممکن تر څه مودې وروسته يې بیرته غلې شوې جنسي غریزه خپل فعالیت پيل کړي؛ مګر د ځينو کسانو جنسي تمايل ځان او نورو ته د نه زغملو وړ وي، بلکې پر يو غم باندې اخته وي»

د دې څېړنې ټول ګډون‌وال ښځې او نارینه، ۱۵ سلنه ښځې او ۳۴ سلنه نارینه‌ په دې نظرپوښتنه کې برخه‌وال وو، دوی ويل چې د يو کال په اوږدو کې درې مياشتې حتا تر هغې په ډېره موده کې يې اصلاً جنسي اړيکې ته نه ذهني تمايل لاره او نه يې بدني کشش حس کړی دی چې دوی سکس ته راوبولي.

ولې له هغه چا سره جنسي اړيکه نه لرو چې مينه ورسره لرو؟

  • په هرو لسو ښځو کې يوې ته يې جنسي اړيکه دردناکه ده.
  • غيرعادي، ناوړه متجاوز، چټل سکس.
  • په ټيټ عمر کې د پورنوګرافي ليدل ښايي نارينه جنسيتي لوری بدل کړي، يانې هم‌مهاله يې جنسي تمايل ښځې او کم‌عمره په اصطلاح کشر هلک يا ښځه ورته بې‌توپيره وي.
  • په اسلامي ټولنو کې ستونزې په تېره بیا د ښځې او نارینه جنسي اړيکې مينه او (حلال سکس).

له ۳۵ تر ۴۴ کلنۍ پورې اکثره نارینه له سکس سره بې‌مينې وي، حال دا چې ښځې بیا ۵۵ تر ۶۴ کلونو پورې پر دې مساله کې ګير وي، يانې له جنسي اړيکې يې طبعاً بد راځي. څېړونکيو يوه بله پايله تر لاسه کړې، هغه مېرمنې چې  بچيان يې د لوړ عمر يا ځوانان شوي، فوراً د موروالي حس د هغو  ښځو  د جنسي تمايل ګراف ټيټ کړی، بلکې دوی له جنسي اړيکې سېوا نه غواړي خاوند يې عاطفي اړيکې لا ورسره وساتي.

همدارنګه جسمي، روحي او روانې ناروغي د ښځو او خاوندانو بې‌عاطفې چلند يو بل سره نه غاړه ورکول، د خوب خونې سره بېلول او له هغې سره سوړ چلند هم د دوی جنسي ژوند ته صدمه رسولې ده؛ مګر د لندن د ساوټ‌هامپټن يوه پوهنتون څېړنې پر دې راڅرخي، وايي که ښځې هر څومره د بچي راوړلو قدرت و نه لري، خو دا په دې مانا نه ده چې د دوی جنسي تمايل کم شوی، بلکې دا نظر د دوی په جنسي ژوند کې ناسم دی.

د برېټانيا له وګړيو چې د سکسي چلند په اړه کومه نظر پوښتنه شوې، له هغو ثابتېږي، دوی وايي هغه کسان چې «د سکس په اړه خبرې کوي» د ژوند له ملګرې سره يې جنسي اړيکې او علاقه له ګواښ سره نه مخ کېږي. له دې ښکارېږي چې ځينې وخت د انسان مصروفيتونه زیات وي په تېره بیا په افراط سره خواله رسنيو کې د وير خبرې اورېدل د دې وړ ګرځي چې د ښځې او خاوند ترمنځ عاطفي او جنسي اړيکې بېخي له منځه يوسي؛ نو له مېرمنې سره په دې پار جنسي خبرې کول چې تمايل يې را پيدا شي د دوی د جنسي ژوند لپاره حياتي، بېخي ضرور دي.

له سکس سره د مينې را پيدا کېدو لپاره څو خبرې  

۱ـ له زیاتو انځوريزو رسنيو په تېره بیا انسټاګرام چې بېلابېل د هغو نارینه‌وو‌ او ښځينه‌وو له تازه انځورونو ډک دی چې هغوی تر نورو مشهور يا شتمن دي، ځکه د زیاتو کسانو د جنسي تمايل لوری يې بدل کړی، د ژوند له ملګرې/ملګري سره يې مينه او سکس دواړه ګواښ شوي دي. 

۲ـ له بل لوري که ښځه او خاوند يو له بل سره بې‌تفاوته شوي، خوا يې سره سړه شوې وي، د هغې ستونزې ريښې دي وباسي، په تېره بیا د خپل ګډ ژوند په برخه کې دې دغه موضوع بېرته حل کړي، که چېرته ناحله پاتې شوه ممکن وړه ستونزه ورځ تر بلې پسې لويه شي.

۳ـ بله خبره دا چې ځينې جوړې، ډېری يې ښځې له دې موضوع سره ځان نابلده وي، دوی همېشه له خپل خاونده د سکس په تمه ناستې وي، که دوی هرڅومره له دغې اړيکې سره علاقه لري که يې خاوند لومړی پيل نه کړي دوی هماغسې پټه خوله ناستې وي چې دا ورو ورو د دوی ګډ ژوند ته خطر پېښوي، ځکه نارینه هم غواړي په جنسي اړيکه او عاطفي خبرو کې يې مېرمن لومړۍ شي او خاوند ته غېږ ورکړي، هغه مروج شرم لرې کړي چې د دوی لومړيتوب او په اصطلاح سپين‌سترګې توب نومول کېږي، ځکه له خاوند سره يې هره جنسي کړنه غيرقانوني نه ده.

۴ ـ که مو يو بل ته تمايل کم شوی و، له خبرو سېوا نورې داسې ژبې وکاروئ چې بېرته مو ژوند راجوړوي، لکه ورو د يو بل لاس نيول، نرمې خبرې، په غېږ کې نيول او داسې ناز چې ورو ورو مو جنسي اړيکه باندې بدل شي.

کله کله نارینه د ښځې خبرې نه اورېدل غواړي ممکن دليل يې له ښځې سره د مينې د کمېدلو نه وي، بلکې ورځنۍ ستړيا وي، خو مېرمن يې ناسم برداشت ځنې اخلي، ګواکې له ماسره يې مينه شلېدلې؛ نو د نارینه دغسې چوپتيا او د ښځو ناسم برداشت د دوی تر منځ جنسي فضا خړوي.

ښه دا ده يو بل دومره پوه کړئ چې علاقه مو سره شته، په تېره بیا مېرمنې تر هرڅه ډېره وېره له خاونده په دې لري چې هسې نه زما مینه نورو ښځو ته ورکوي چې له ماسره يې جنسي علاقه، خبرې، نازونه د پخوا په څېر نه دي؛ نو که په هره ژبه وي هغې ته توجه ټينګه وساتئ.

۵ـ کله کله د ښځې او خاوند تر منځ ستونزې دومره زیاتې شي چې لومړی د کورنۍ نور غړي ورباندې خبر شي، خو که هغه يې هم حل نه کړي، د ګډ او جنسي ژوند له کارپوه سره دې د بېرته سم ژوند جوړولو لپاره مشوره وکړي، وخت پر وخت دې ور ځي او مشورې دې يوازې ښځه نه، بلکې خاوند هم ځان بدل کړي هغه څه چې مشاور يا کارپوه ورته وايي، ورو ورو دې په ورځ کې عملي کوي کېدای شي بېرته يې يو بل ته هاغه د واده د لومړيو شپو او مينې شېبې بيا را ژوندۍ شي.   

۶ـ ارام واوسئ! هر يو يوه پايله وټاکئ چې د ورځې يا اوونۍ په اوږدو کې ورته ورسېږئ، لومړی جنسي اړيکې ته وخت وټاکئ چې په فلانۍ ورځ، ټايم به موږ دواړه يو بل ته رسېږو او کوروالی به کوو؛ نو دلته جنسي اړيکه پر يوه هدف بدلېږي ښايي د دوی کمه شوې علاقه بېرته را ژوندۍ کړي، له بله اړخه که د نارینه او ښځې جنسي اړيکه له منځه ولاړه شي د دوی چلند کم‌رنګه ګېږي يو بل ته لکه پېټی داسې شي؛ نو جنسي اړيکه نه يوازې د دوی روغتيا او انګېزې ته ګټه ده له بل پلوه ترمنځ يې هر ډول جنجال هم په خوږه اړيکه بېرته بدلوي.

د اروپايي څېړونکيو په خبره، هغه کسان چې د ژوند ملګرې/ملګری يې جنسي ناروغۍ لري يا په خپل منځ کې له کوروالي سره بې‌مينې شوي دي، له سکس سره يې مينه بېخي ټيټ ګراف ښوول شوی.

دغه څېړنه ښيي چې ښځې «له خاوند سره يې جنسي تمايل يو ډول نه دی، په تېره بیا د هغوی تېز او تجاوزي حرکات د دې سبب شوي چې کوروالی ورته جسماً او ذهناً دردناک، يو طرفه ښکارېږي؛ نو دوی له جنسي اړيکې بد راځي.»

ساوټ‌همپټون پوهنتون استاده سينټيا ګراهام وايي، د دې څېړنې او زما پوهه  تر کومه بريده څرګندوي يانې د ښځې او نارینه له سکس سره د مينې کمېدل څېړي، په هماغه ډول د دې حوزې مخه لا پرانستل کېږي چې د ګډ ژوند په تېره بیا د ښځې او نارینه جنسي تمايل د را ژوندي کېدو لارې راته مالومې شي.

 «دا څېړنه پر دې تاکيد کوي چې د جنسي ستونزو پر وخت د هغو حل‌لارې له کورني او ټولنيز چاپېريال سره اړوند هم په نظر کې ونيول شي، په تېره بیا په يوه مالومه اړيکه کې يې حل‌لارې پيداکړي، همدارنګه د دواړو لوريو جنسي ځانګړنې، بدني ځواک هم په نظر کې ونيول شي، مثلاً يوه ښځه په طبیعي ډول کمزورې ده؛ نو نارینه ته په کار دي چې د هغې له روغتيا سره سمه جنسي اړيکه ونيسي، دغسې که يوه نارينه کمزوری او د ټسټسټرون هورمون اندازه يې په بدن کې لږ وي، بیضې يې وړې وي، باید مېرمن يې په اوونۍ څلور يا پنځه ځله سکس ترې و نه غواړي، بلکې په اوونۍ کې يو ځل دې انزال شي.»

همداراز مېرمن ګراهام پر دې خبره ټينګار کوي چې دغسې ستونزې په درملو هم نه هوارېږي يانې: «دا نکته ډېره مهمه ده چې په داسې حال کې د سټرس کمولو درمل و نه خوړل شي» په امريکا کې د درمل جوړولو يوې کمپنۍ د جنسي قدرت د پیاوړې کولو لپاره درمل جوړ کړي، خو د ځينو کسانو ناروغيو ته په کتو يې کارول لا پسې ستونزمن کېږي، ځکه ډېر مهال د جنسي علاقې لږوالی رواني فشار، د هورمونونو ګډوډېده، سپورټ نه کول، يا روحي وي لکه ځينې تابوګانې د مړو لیدل، د شپې وېره، له خپلو جنسي غړيو کرکه، د انسانانو جنسي ژوند له خنډ سره مخ کوي چې هيڅ رنګ درملو باندې نه سمېږي، خو غوره مشورې ته يې اړتيا زیاته ده.

امانډا ميجر وايي: «سکس د دوو انسانانو ښځې او نارينه تر منځ يوه شخصي پټه مساله ده، ځکه ډېری کسان په دې اړه شرمېږي، خو ستونزې يې پټې ناحله  پاتېږي، که چېرته يې بیان کړي ښايي غوره لارې ومومي او د شخصي ژوند د دغې مهمې برخې ستونزې يې هواره شي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب