شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان بالاخره ومنله چې ټپي شوي طالبان په دغه هېواد کې تداوي...

پاکستان بالاخره ومنله چې ټپي شوي طالبان په دغه هېواد کې تداوي کیږي

تاند (دوشنبه د سرطان ۷مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي چې د افغانستان په جنګ کې د وژل شویو او ټپي شویو طالبانو مړي او ټپیان دغه هېواد ته ور وړل کیږي او هلته تداوي کیږي.

که څه هم پاکستان وایي چې د افغانستان حکومت سره یې اړیکې د ښه ګاونډیتوب او دوستۍ په اساس دي، لاکن نوموړي له افغان طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت مخه ونیسي.

شیخ رشید دا خبرې د پاکستان له یوه خصوصي تلوېزیوني چینل جیو نیوز سره په یوه مرکه کې کړي او ویلي یې دي چې د اکثرو طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي.

رشید زیاتوي، «مسئله دا ده چې د اکثرو طالب مقاماتو کورنۍ دلته په پاکستان کې ژوند کوي؛ هغوی په مروت، کوز دیر، بارکو او ترنول کې اوسېږي.»

افغان مقامات ادعا کوي چې، طالب مشران په کوېټه او کراچۍ کې ژوند، کار او تجارتونه کوي، د کوېټې او پېښور په نوم شوراګانې لري، جیګپوړي مقامات یې په کوېټه کې ژوند کوي، او مشران یې د پاکستان په پاسپورټونو سفرونه کوي.

ویل کیږي چې پاکستان له نژدې ۴۵ کالونو راهیسې او حتی په افغانستان کې د طالبانو د حکومت‌ پر وخت په کابل کې د واکمنو مرکزي حکومتونو پر ضد وسله وال روزلي او بیا یې افغانستان ته د ورانکارۍ او د افغانانو د وژلو لپاره رالېږلي او دا لړۍ تر اوسه پورې دوام لري.‌

1 COMMENT

  1. ګرانو دوستانو او هیوادوالو!
    څو ځلی می د پاکستان او مخکینیو مجاهدینو او طالبانو سره د اړیکو په اړه لیکنی او تبصیری لیکلی مګر دومره وایم چی نړیواله ټولنه ولی د پاکستان په اړه چوپه خوله ده او حقیقت نه وایی او پاکستان د ورانکاریو مخه نه نیسی،

    پخپله پاکستان له چین ، روسیی او امریکا، اروپا او برتانیی سره نږدی اقتصادی او سیاسی اړیکی پالی همدارنګه له سعودی او اماراتو دوبی سره هم اړیکی پالی او خپل دښمن هندوستان سره هم سیاسی او اقتصادی اړیکی پالی مګر په افغان دولت او افغان ولس ته یی دا لورینه نشته

    دلته کی جهادی ډلو، او طالبانو نظامونه جوړ شوی نو پاکستان د دوی په وړاندی یا نوری جنګی ډلی جوړی کړی یا یی امریکا ته د خپلی خاوری له لاری نظامی اختیار ورکړی او دوی مشران چی افغانستان سره مینه لری یا یی په امریکا، برتانیی، آیساف، ناټو وژلی یا پخپله هلته غوښتی او مرموز ډول وژلی دی

    مخکینی افغان ولسمشر شهید سردار محمد داود خان په وړاندی کله چی خیبر ووژل شو نو مسعود، ګلبدین او محمد نبی پاکستان پوځ او استخباراتو ته پناه وړی ده چی تاریخ پدی اړه ګواه دی

    کله چی په داود خان کودتاه وشوه نو کمونستی نظام راغی د حفیظ الله امین تر دوران پوری دلته روسان نه وو راغلی مګر پاکستان بیا هم جنګی ډلی تمویل او تجهیز کولی، کله چی ببرک کارمل راغی بیا روسان افغانستان را ننوتل، مګر کله چی نجیب الله قدرت ته ورسید نو روسان څخه وغوښتل چی افغانستان څخه ووځی مګر بیا هم پاکستان د نجیب الله پر ضد جنګی ډلی تمویل او تجهیز کولی او د اوس په شان ګلبدین له ځان سره جنرال حمیدګل خوست نیولو ته راوستی وو او جلال آباد په جنګ کی پاکستان جنرالان هم ګلبدین سره مرسته کړی وو، بنین سیوان د خلیلزاد په څیر نجیب الله څخه وغوښتل چی له ریاست جمهوری استعفا وکړ مشکل حل کیږی مګر وروسته له استعفا همغه درک او خرک وو یعنی بیا هم پاکستان دلته داخلی جګړو ته لمن ووهله، چی اخر کابل په کنډواله بدل شو او دلته زیاتره افغانان د هیواد پريښودلو ته اړ شول چی اصلی لامل د پاکستان مداخله وو او جهادی مشران ناپوهی وه

    کله چی جګړه زیاته شو نو بیا پاکستان د امریکا او برتانیی په مرسته د طالبان تحریک را ژوندی کړ او همدا شورای نظار، ګلبدین، مزاری او دوستم ډلي یی له کابل څخه وباسلی او کابل یی ددی ډلو له جګړه وژغوره، پاکستان په طالبانو باندی د بامیانو بوت ونړاوو او شمالی د انګورو ټول تاکونه یی ورباندی له مینځه یووړلی، مګر کله چی ملاعمر د ډیورنډ د کرښی له منلو انکار وکړ نو له هغه وروسته په امریکا کی د سپټمبر ۱۱ قضیه جوړ شوه او طالبان یی دالقاعده ملاتړی وبلل او له طالبانو څخه یی د آسامه بن لادن د سپارلو غوښتنه وکړ که څه هم ځینی طالب مشران او د افغانستان عالمانو ملاعمر ته مشوره ورکړ چی آسامه بن لادن باید بل اسلامی هیواد ته ولیږو چی د امریکا دا بهانه هم لیری شی مګر ملاعمر د پاکستان استخباراتی ملایانو خبره ومنله او د پاکستان پوځی مشر پرویز مشرف د امریکا ملاتړ وکړ او نظامی آډی ورکړی او طالبانو نظام یی ورباندی ونړاوو. چی لا تر اوسه پوری د پاکستان پوځ او استخباراتو دلته اوس هم همدا د نظامونو نړول ته یی ملاتړی چی پدی کی د امریکا او برتانیی سیاسی او مالی ملاتړ له پاکستان سره شته ځکه پدی ۴۵ کلنه جګړه باندی ښه خبر دی، ځکه خو لا تر اوسه پوری په تور لیست کی نده شامل شوی کله چی امریکا وغواړی په همغه ورځ په تورلیست کی شامل کیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب