جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکابل پوهنتون کې د چین په مرسته د جوړې شوې تدریسي ودانۍ...

کابل پوهنتون کې د چین په مرسته د جوړې شوې تدریسي ودانۍ چارې بشپړې شوې

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۷) په کابل پوهنتون کې د چین په مالي مرسته د جوړېدونکي تدریسي ودانۍ او تالار چارې بشپړې شوې.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وویل، چې چين له اوږدې مودې راهيسې له افغانستان سره د زېربناوو د جوړولو برخه کې مرسته کړې او کوي یې.

وانګ یو دغه راز زیاته کړې چې هېواد به یې له افغانستان سره د کورونا پر وړاندې مبارزې او د سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته هم دوام ورکړي.

چین د افغانستان یو له هغو مرستندویه هېوادونو شمېرل کېږي د بیارغونې په برخه کې ډېره مرسته کوي.

د کابل پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي تدريسي ودانۍ، د افغانستان د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي انسټيټيوټ، په کابل کې جمهوريت روغتون او په کندهار کې ميروېس روغتون یې د کارونو بېلګې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...