شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعطاء محمد نور: د جمعیت ګوند دې د اختلافاتو پرځای طالبانو سره...

عطاء محمد نور: د جمعیت ګوند دې د اختلافاتو پرځای طالبانو سره جګړې ته یو شي

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۷) د جمعیت اسلامي ګوند د جلا شوې څانګې مشر عطاء محمدنور د هېواد پر سیاسي ګوندونو په ځانګړې توګه د دغه ګوند پر غړو غږ کړی، چې خپلمنځي اختلافات پرېږدي او د طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره سره یو موټی شي.

نوموړي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د طالبانو او د یادې ډلې د فکر پر وړاندې د ښې مبارزې لپاره اړتیا ده، چې د جمعیت اسلامي ګوند ټول غړي، خپل سیاسي مخالفتونه یوې خواته کړي او د طالبانو پر وړاندې سره یو ځای شي.

هغه هیله څرګنده کړې چې دوی به یو ځل بیا له هېواد څخه د دفاع په خاطر سره یو کېږي.

پاکستان بالاخره ومنله چې ټپي شوي طالبان په دغه هېواد کې تداوي کیږي

عطا محمد نور د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ پر سر له صلاح الدین رباني سره ژور اختلاف لري او دا لومړی ځل دی، چې نوموړی د جمعیت پر ټولو غړو د طالبانو پر وړاندې د یو ځای کېدو غږ کوي.

نور داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې  د هېواد د یو شمېر ولایتونو ځینو اوسېدونکو د طالبانو پر ضد او د حکومت په ملاتړ وسله وال پاڅونونه کړي دي.

1 COMMENT

  1. پاکستان او امریکا نوي پړاو ته داخل شول چې په پایله کې به شیخ رشید احمد د پاکستان راتلونکی صدراعظم وي چې د ای اس ای بدبویې په ورکوي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب