پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهحمدالله محب د طالبانو او پاکستان د اړیکو افشا کولو په اړه...

حمدالله محب د طالبانو او پاکستان د اړیکو افشا کولو په اړه د شېخ رشید څرګندونې وستایلې

تاند (دوشنبه د سرطان ۷) د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د طالبانو او پاکستان د اړیکو افشا کولو په هکله د د غه هیواد د کورنیو چارو د وزیر شېخ رشید احمد څرګندونې ستایلې دي.

ښاغلي محب نن دوشنبه پر خپل ټویټر لیکلي: «زه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ستاینه کوم چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ افشا کوي. موږ لا زړورو پاکستانیانو ته اړتیا لرو چې پر افغانستان د بریدونو پر ضد خبرې وکړي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد ویلي چې د اکثرو طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي او د افغانستان په جنګ کې د وژل شویو او ټپي شویو طالبانو مړي او ټپیان پاکستان ته ور وړل کیږي او هلته تداوي کیږي.

پاکستان بالاخره ومنله چې ټپي شوي طالبان په دغه هېواد کې تداوي کیږي

دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې د پخواني صدراعظم نوازشریف، د ملي امنیت سلاکار او د صدراعظم ځانګړي سلاکار سرتاج عزیز څو ځلې منلې وه چې د طالبانو مشران په پاکستان کې ژوند کوي.

د افغانستان حکومت تر دې وړاندې په وار وار ویلي چې پاکستان له وسله والو طالبانو مالي ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ورته روزنځایونه هم ورکړي دي، خو پاکستان مخکې دغه تورونه رد کړي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...