جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهعبدالله: که طالبان وخت ضایع نه کړي د سولې خبرو د بریا...

عبدالله: که طالبان وخت ضایع نه کړي د سولې خبرو د بریا لپاره هیله مندي شته

تاند (دوشنبه د سرطان ۷) د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ډاډ ورکړی دی چې امریکا به د سولې پروسه کې د افغانستان له خلکو سره وي او دغه راز به د افغان ځواکونو ملاتړ هم کوي.

ښاغلي عبدالله له واشنګټن څخه تر راستنېدو وروسته نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې سوله د افغانانو غوښتنه ده، خو که ورباندې تپل شوې جګړه دوام ومومي نو دوی بیا د ځان له دفاع پرته بله چاره نه لري.

نوموړي ټینګار وکړ چې جګړه د حل لار نه ده او که چېرته طالبان د زور له لارې واک ته د رسېدو فکر کوي نو غلطه محاسبه یې کړې ده.

عبدالله عبالله وویل، د سولې لپاره هڅې روانې دي او دی هیله من دی چې دا هڅې به مثبته پایله ورکړي، خو زیاته یې کړه چې طالبان په «لجاجت» سره د خبرو اترو وخت ضایع کوي.

هغه زیاته کړه، «د دوحیې د هوکړې څخه فکر کېده، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره به موږ سولې ته نږدې شو، متاسفانه دغه پرمختګ د سولې خبرو اترو په مېز کې ونشو، طالبان نه غواړي، چې اصلي خبرو ته داخل شي.»

عبدالله عبدالله واشنګټن ته د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغان پلاوي د وروستي سفر په هکله وویل چې د امریکا مشران په ځانګړي ډول ولسمشر جو بایډن، د دفاع وزیر، د ملي امنیت شورا سلاکار، د ګانګرس او سنا غړیو، د سولې پروسې د خبرو اترو څخه د ملاتړ په برخه کې پر سیمه ییزې اجماع او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په ملاتړ ټینګار کړی دی.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهیزاتو ژمنه، د هوايي ځواکونو د ملاتړ او تجهیز ډاډ، په سیاسي، اقتصادي او بشري برخو کې د امریکا مرستې او تل ‌پاتې همکاري هغه څه دي چې حکومتي مسؤلان یې د دې سفر د لاسته راوړنو په توګه یادوي.

عبدالله عبدالله وویل امریکا د سولې پروسې کې د افغانستان د ملاتړ سربېره، افغان ځواکونو سره د ۳،۳ میلیارد ډالر مرسته کوي.

تر دې مخکې ولسمشر غني هم خپل امریکايي سيال سره تر کتنې وروسته، خبریالانو ته خپل سفر بریالی وباله: “اصلي خبره ساده ده، ایا امریکا افغانستان پرېږدي او یا که د یوه نوي فصل پر بنسټ، افغانستان سره دوست، ملاتړې او هم پیمانه اوسي. د دې پوښتنې ځواب په قطعي ډول مثبت دی. زه باور لرم چې دا سفر یو بریالی سفر و.”

همدارنګه د امریکا ولسمشر جوبایډن هم له خپل افغان سیال سره تر کتنې وروسته وویل، امریکايي پوځیان به ووځي، خو له افغانستان سره به د دوی مالي، سیاسي او پوځي ملاتړ تل ‌پاتې وي.

بایډن دا هم وویل چې افغانان به خپل برخلیک خپله ټاکي، خو امریکا به یې ترڅنګ ولاړه وي.

1 COMMENT

  1. عبدالله ته د احمدضیا مسعود پښه یاده ده چی په میدان هوایی کی له اته څلویښت زره ډالرو سره ګیر شو هغه یی خارج ته تښتولی دوی هر یوه ډیری زیاتی پېسې خارج ته وړی عبدالله امریکا کی یو مارکیټ او مغازه هم لری د ده دا سفر په یوه افغانی الوتکه کی و چی بهرنیانو نه تلاشی کوله سیده امریکی ته لاړه نو دا د ده دپیسو دانتقال ښه فرصت و عبدالله د ډالرو بکس کلک بغل لاندی نیولی و ترڅو دمیلمنو هوټل کی خپل اتاق ته ورسید ډیر ژر یی دغه دمیلیونو ډالرو بکس خپلو هغو معتمدینو ته وسپاره چی هلته دی خو ده اقلاً هغه تش بکس هم بیرته را نه وړ. دافغانستان اقتصاد یی تباهی سره مخامخ کړی وګوری د دولت بودجه یی ختمه د بانک زیرمی ختمی او بازار کی ډالرو بیه څومره پورته شوه ده تیرو اتو کلونو کی حکومت پارچه پارچه کړ ورانی دی کوی ملامتی په غنی راځي غنی دده له لاسه هیڅ کار هم ونشو کولای او لا یی خپل اعتبار هم بایلود اوس بیانه هم ورکوی افغانستان همدی ټلوالی تباه کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب