جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+سویلي افریقا په دوهمه لوبه کې له وېسټ انډیزنه بدل واخیست

سویلي افریقا په دوهمه لوبه کې له وېسټ انډیزنه بدل واخیست

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۷) سویلي افریقا په دوهمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې له ویسټ انډیزۍ لوبډلې د لومړۍ لوبې بدل واخیست.

د لوبې په پیل کې وېسټ انډیز پچه وګټله او لومړی یې سویلي افریقا ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

سویلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې.

د ۱۶۷ منډو هدف په تعقیب د وېسټ انډیز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې او د ۱۶ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ اوس د ۱-۱ سره برابره شوه.

له دې وړاندې لومړۍ لوبه وېسټ انديز لوبډلې ګټلې وه او درېیمه لوبه یې د جون په ۲۹مه نېټه په سینټ جارج کې ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...