شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهکابل کې د هر ډول موټرسایکلو پر تګ راتګ بندیر ولګول شو

کابل کې د هر ډول موټرسایکلو پر تګ راتګ بندیر ولګول شو

تاند (دوشنبه د سرطان ۷) د کورنیو چارو وزارت د ترهګریزو بریدونو او جنايي پېښو د مخنیوي لپاره په کابل کې د موټرسایکلونو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.

د کورنیو چارو وزارت نن شنپه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د حساس امنیتي وضعیت له امله یې په کابل ښار او ټولو ولسوالیو کې د موټرسایکلونو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا مسئله به خلکو ته ستونزې جوړې کړي خو په دې برخه کې له امنیتي اداراتو سره همکاري اړینه ده.

د خبرپاڼې له مخې اسناد لرونکي او بې اسناده موټرسایکلونه ټول په دې بندیز کې شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت داسې مهال دا اقدام کوي چې د کابل ښار یو شمېر ښاریان د ځینو غلچکیو بریدونو او جنايي پېښو څخه شکایت کوي.

په دغو بریدونو کې د کابل په ښار کې د ځینو امنیتي چارواکو تر څنګ یو شمېر قومي مشران هم وژل شوي‌ او بریدګر له سیمې څخه په موټر سایکل کې تښتېدلي ‌دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب