جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeمقالېخيرات هم غواړو او تشريفات هم | عبدالوحيد وحيد

خيرات هم غواړو او تشريفات هم | عبدالوحيد وحيد

نن مو د جګړې د اړتیا او دوام په دوکتورين خبروم. هغه دا چې جګړه کله هم په خپل ذات کې سپيڅلي نه وي. د جګړو سپيڅلتيا له جګړې وروسته د عدالت د تأمین او امن د قيام لپاره وي. بله دا چې اساسي موخې د خبرو له لارې د ترلاسه کولو  لپاره وخت وپيرل شي. کله کله مټکور  اړخ تر هغو د سولي خبرو ته تيارى نه ښئي تر څو چې د جګړې په ډګر کې سولې ته مجبور نشي.

کله هم چې مخالف اړخ خبرو ته تيار شي، په همهغه مهال جګړه د توجیه کولو له مدار څخه وځي او د مشروعیت استدلال له لاسه ورکوي. خبرې پيليږي، د غوښتنو نوملړ د دواړو غاړو لخوا وړاندې کيږي، د څه واخله څه ورکړه فارمولې پربنسټ د دواړو متخاصمو ډلو ترمنځ معامله کيږي او جګړه پاى ته رسيږي. که احياناً دواړه متخاصمې ډلې ژور اختلافات ولري او هوکړې ته د رسيدو لپاره انعطاف نه مني، نو په اسلامي، افغانى او نړيوالو قوانينو کې د حل نورې لارې شته.

د ژور تأسف ځاى دی چې زموږ داوړو خواوو قطر ته باصلاحیته پلاوي او دريمګړي نه، بلکې خپل مدافع وکيلان استولي دي، د پریکړو واک يې ورڅخه نفى کړې دى. د مدافع وکیلانو په صورت کې قاضي پريکړه کوي او قاضي نه شته، نو د سولې هيله بيځايه ده.

راځئ هوډ وکړو چې په داسې مسائلو باندې بحث او مناقشه نکوو چې د اختلاف بنسټونه جوړوي. په دې نه غږيږو چې جګړه حرامه ده که فرض. که هر څه وي، خو د تيرو تجربو له مخې يې ګټي زمونږ دښمن ته رسيږي او زيانونه يې مونږ په اوږو وړو.

کولاى شم له طالب اړخ څخه پوښتنه وکړم چې ولسوالي مو له چا ونيوه؟ هغوى څوک، د کوم قوم، کوم ملت او په کوم خداى، کوم کتاب او کوم نبي باندې ايمان درلود؟ فتحه کړاى شوى ځاى د کوم هېواد ملکيت وو؟ اوس مو څومره څه ډول او په کومو برخو کې بدلون راوړ؟ داخو څرګنده خبره ده چې اکثره دولتي ځواکونه په خپله خوښه تسليم شوي دي. له هغوى څخه ترلاسه شوي ملکي او نظامي وسائطو باندي مو څه وکړل؟ په اصطلاح په تر لاسه شويو غنيمتونو  او په دولتي تاسيساتو مو څه وکړل؟ راځئ ومنو چې که جګړه کول ستاسو مجبوريت هم وه خو له دې امله د افتخار او وياړ مقام نشته چې جګړه په کور کې او له ورور سره ده.

راځئ فرض کړو چې تاسو د کابل نيولو په وړاندي ټول موانع شاته پريښودل او د کابل په نيولو بريالي شوئ، پوهيږئ چې له ځه ډول ننګونو سره به مخ ياست؟

ستاسو په وړاندې شديد سياسي مخالفت او حتماً وسلوال مقاومت پيليږي. تاسو د کورني او بهرني غبرګون سره مخ کيږئ. تاسو به ونکړاى شئ د افغانستان ټولې بريښنايي انځوريزې کاغذي او تر هر څه وړاندې خواله رسنئ مديريت کړاى شئ. ستاسو په وړاندې د تبلیغاتو توپان راپورته کيږي. تاسو ته جګړه، فساد، د ظرفیتونو نشتون کمزورئ اقتصاد نړيوال بنديزونه، دولس مليونه زده کونکو د اړتیاو پوره کول، بيوزله ملت د ګاونډيانو سيمې او نړيوالو غوښتنې او مطلقاً ستاسو په کړو وړو شکمن ولس درپاتې وي. د يادو ستونځو حل دير څه ته اړتيا لري چې تاسو يې نلرئ.

که تاسو کابل ته د دوو لسیزو وړاندې ښار فکر کوئ نو په خپل دريز باندې بيا را تاو شئ! ياد ولرئ چې تاسو له يوه بشپړ جنګي اړخ څخه په مکمل ډول سياسي او ملي مسئوليتونو ته اوږه ورکوئ. ستاسو د فراست او مديريت وړتیاوې تر ازموينو لاندې راځي. په بشپړ يقين سره درته وايم چې ستاسو په دندو کې دومره ډيروالى راځي چې تاسو يې په علمي تجربوي روزيز اوسياسي برخو کې سترې نيمګړتياوې لرئ. تاسو به تاسو ته د تسليم شويو افرادو، اموالو، وسائطو، وسائلو او ودانيو ته د زيان رسيدو په تړاو مسئول وګڼل شئ. ايا تاسو پوهېږئ چې په ښارونو کې ستاسو په وړاندې منفي ذهنیت شتون لري؟ ستاسو لخوا نيول شوي دولتى وسائط په انځوريزو رسنيو کې لاتراوسه لاس په لاس کيږي او ستاسو منفي اړخونه نندارې ته وړاندي کوي.

دحکومت له اړخ څخه هم پوښتنې لرم. هغه دا چې د ورور وژنه که مجبوريت هم وګڼو، خو تاسو د طالبانو وژل په وياړ سره يادوئ. ايا پوهيږئ چې ستاسو ولس د طالبانو د مړيو شميره نه، بلکې سوله غواړي؟

ايا پوهيږئ چې ستاسو ولس ستاسو د تاکتيکي شاته تګ او سبا بيرته تخنیکي پرمختګ کې د دغه ولس او هيواد زيان ويني؟  ايا پوهيږئ چې ستاسو په ليکو کې د پراخ مالي فساد له امله ولس له تاسو څخه په ډير لرې واټن کې پروت دى؟

ايا پوهيږئ چې ستاسو امريکايي او ناتو دوستانو د هغوى په اصطلاح (قاطع ملاتړ) ځواکونو هم دغه جګړه مهار نکړاى شوه, نو تاسو به يې د مردمي بسيج په نوم په معلوم الحال جنګسالارانو څنګه او څه ډول مهار کړئ؟

ايا پوهيږئ چې سوله قيمت او ستاسو قرباني ته اړتیا لري او تاسو يوازې د ولس په قرباني باندي سولې ته رسيدل غواړئ؟

ايا د ولسمشر، د هغه د مرستيالانو، وزيرانو او واليانو او نورو لوړ پوړو چارواکو زامن له نظام څخه د دفاع په جنګي سنګرونو کې شته؟

معلومه خبره ده چې ځواب نه دى، نو دوستانو!
بهر ته د تښتيدلو تابيا کولو، د جنګي ګواښونو، د عامه خلکو د وسلوال کولو او تاکتيکي شاته تګ پرځاى سولې ته د ارجحيت درجه ورکړئ. ملت سوله غواړي. همدغه مو د ملي عزت د ساتنې لپاره اړتیا ده.

واشنګټن ته د ولسمشر د وروستي سفر په هکله کله چې د خواله رسنۍ فيسبوک پاڼه پرانيزې نو د ړندو مقلدينو لخوا به امريکا ته د ولسمشر غني د سفر په لاسته راوړنو باندې سر تر اسمانه هسک شي، خو کله چې سليقوي مخالفینو ته راشې، نو داسې ښکاري چې ولسمشر غني او پلاوى يې له هوايي ډګر څخه بيرته راشړلي وي. که راته په غوسه نشئ، نو درته وایم چې امریکا د خپل پياوړي سياست او پنډ خورجيني جيب په مټ د ټولو بيوزله هيوادونو متفقه پير دی. مونږ  محتاج او په خپلمنځي جګړه کې لتاړ او د امریکا مرستو ته محتاج ولس يو. نه مو څوک قدر کوي او نه هم راته لوړ تشريفات نيسي. هغه د پښتو متل دى خيرات هم غواړو او خر مو هم لغتې وهي. يوازې مونږ نه بلکې ټولو هغو هيوادونو سره همدغه شان چلن کيږي. البته د احتياج او اړتیاو د کچې د توپير به نظر کې نیولو سره.  ټرمپ د يوه هېواد صدراعظم ته ويلي وه چې؛ “I Love You”دوه اونئ يې خندل او هغه هیواد په ټولو رسنیو کې دا خبر تاويده را تاويده.

اوس هم وخت شته چې دواړه خواوې بايد يو بل ته د ماتې ورکولو له خطرناکو هڅو تير شي. سوله نه ناروا ده او نه هم عيب ده. نه اسلامي اصول ترپښو لاندې کيږي او د ديموکراسي بيخ بنياد وزي. په يوازې سر نه غني حکومت کولاى شي او نه هم طالبان د حکومت جوړولو وړتیا لري. که مو د يو بل د ماتولو مبارزې ته دوام ورکړ، افغانستان له يو بل ملي ناورين او بشري فاجعې سره مخ کيداى شي.

اوس داسې ښکاري چې د دواړو خواو په يو بل باندي د باور کچه له صفر څخه ښکته ده، نو وړانديز مو ورته داده چې د ملګرو ملتونو له سرپرستي او نړيوالې ټولنې تر حمايت او تعهد لاندي د موقت دورې لپاره د دواړو ډلو په ګډون د يوه بى پرې منل شوي شخص تر مشرتابه لاندې حکومت باندي هوکړه وکړئ او يا هم له ځانګړو شرایطو لاندې داسې موقته اداره جوړه کړئ چې د يوه ځانګړي زماني چوکاټ په دوران عمومي ټاکنې وکړي او له هغه وروسته منتخب حکومت ته واک وسپارل شي. که داسې نشو نو لازم نه ده مونږ د رڼا راتلونکې هيله ولرو.

په درنښت؛ عبدالوحید وحيد، کابل افغانستان،
د چنګاښ ٧/  ١٤٠٠

2 COMMENTS

  1. مننه ښاغلی مشره.
    ډیر ښه مطلب مو لیکلی دی، او سوله د الله پاک پیرزوینه ده، او د انساني قشر یو ستر ارمان او اړتیا ده، موږ دا بدخته جګړه وینو، او هره شیبه کړیږو.
    خو ځینې حقایقو ته اشاره کوم، او هغه دا چې :
    لومړی : طالبان
    طالبان سولې ته لومړیتوب نه ورکوي، په دې مانا چې د سولې کیلي او د طالبانو واګي د اسلام اباد په لاس کې دي، او دوی -لکه څنګه چې تا وویل: چې د سولې په ځای جګړه کول هیواد د یو بل ناورین سره مخ کوي، او هیڅوک هم په یواځې ځان بشپړ او سم حکومت نشي کولای- همدا غواړي، چې یو منظم حکومت رامنځته نشي، او تل تر تله جګړه ګرمه وي، ځکه دوی زموږ د سولې په پایله کې د یو منظم نظام مخالف دي، دوی خپل خیر په یو مات، ګوډ، سوځیدلي او تیت شوي افغانستان کې وینې، تر څو خپلو شومو موخو ته ورسیږي.
    دویم : دولت
    دولت د پخواني مجاهدینو او بهرمیشتو ټکنوکراتانو څخه جوړ دی، چې دوی لکه څنګه چې تاسې ورته اشاره وکړه، غواړي د ملت په قرباني کولو سره مخالف لوری مات کړي.
    د دوی لخوا خپلې کُرسۍ، مقام، پیسې او پراخه فساد دوی ته لومړیتوب لري، او د دې ساتلو غوره لار دوی ته جګړه ښکاري، خو په حقیقت کې د دې جګړې قرباني یوآځې ملي پوځ ځوانان، عام وُلس او د افغانستان خاوره ده.
    دریم : مؤقت حکومت
    دا یوه ناکامه فلسفه ده، دا د بدختیو زیږنده ده، او دا د افغانستان کشاله یو ناملوم برخلیک سره مخ کولو موقعه ده، ځکه په مؤقت حکومت کې چې هر څوک زورور و، د افغانستان راتلونکی نظام د هغوی په لاس ترسیم کیږي، زما په اند یو څه باید د تاریخ مخینې ته وګورو، مؤقت حکومت ښه اټکل د مجاهدینو د تیت او پرک رژیم څخه اخیستلی شو، بله دا چې مؤقت حکومت د نړیوالنې ټولنې په شتون کې د یو پیاوړي پوځي حضور په شتون کې سهي دی، خو اوسمهال بهرني ځواکونه ووتل، نړیواله ټولنه هم نور د افغانستان د کشالې نه ستړې او بې پروا شوې ده، دا یو غوره انتخاب نه بریښي. او دا مؤقت حکومت د پاکستان هیله ده، هغه هیواد چې تل یې افغانستان ته شر راوړی دی، او خیر یې پرې نه پیرزو کیږي.
    څلورم : ټاکنې
    پروا نه کوي، د وخت نه مخکې او یا وروسته ټاکنې د واک د انتقال تر ټوله غوره لار دی، په دې سره هیواد، بهرنۍ اړیکې ، د حکومت دستګاه او لاسته راوړنې ټول خوندي وي، او یوه مشروع او منل شوی دود دی. ولسواکي د افغانستان راتلونکی دی، او دا به وده کوي. دلته نړیواله ټولنه او ډیری افغانان د بدل نظام په ضد دي، او نه سم دي. ولسواکي د نړۍ، سیمې او هم د افغانستان د ټولو لر او بر تقاضا ده، او په دې کې د ټولو افغانانو په شمول د اقلیتونو حقوق هم خوندي وي.
    پای :
    افغان دولت چارواکي باید سولې ته لومړیتوب ورکړي، او په ضمن کې باید په حربي پیاوړتیا هم پام وکړي، تر څو نظام د ترهګرۍ قرباني نشي، او یا هم د سیمې د شریرو استخباراتو لخوا ونه پرځیږي. طالبان هم باید نور د وینې تویولو دود پریږدي، او خپلې مشروع غوښتنې دې، نیغ په نیغه د ملت او نړیوالې ټولنې سره مطرح کړي، ایا دوی کومې غوښتنې شته، چې د ملت نه یې پټې نکړي؟ هغه جنګیالي چې خوشې شول، ولې مو بیرته جنګ ته واستول ؟ تاسې څنګه د سولې اراده لرئ؟
    دولت باید خپل خیر او ځواک په سوله کې انځور کړي، نه په جنګ جګړو کې.

  2. سلام نيکې هيلې او مننه جناب فضايي هلکه وروره
    زه مو له ټولو خبره سره موافق يم. بس دغه ملت سولې ته اړتیا. سوله قيمت غواړي او قيمت ته باید هر څوک تيار وى.
    بيا هم نړئ مننه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب