شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+کرکټ: د نبي اړوند نارتهمپټن شایرلوبډله تېره شپه بریالۍ شوه

کرکټ: د نبي اړوند نارتهمپټن شایرلوبډله تېره شپه بریالۍ شوه

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۹) د انګلستان په سوداګریز لیګ  ویټالیټي بلاسټ لوبو کې تېره شپه د محمد نبي او نوین الحق لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

پیل کې لیسټرشایر پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه.

لیسټر شایر په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۸ منډې وکړې.

سکاټ سټیل ۴۴ او هیري سینډیلس ۳۲ زیاتې منډې وکړې.

د محمد نبي اړوند نارتهمپټن شایر لوبډلې په ۱۹ ام اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د دوی له خوا روب کیخ ۳۴ ناسوځېدلې، ریکارډو ۳۰ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

محمد نبي په توپ اچونه کې ۱ لوبغاړی وسوځوه او په توپ وهنه کې بیا ۸ منډې وکړې خو مقابل کې بیا نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او په توپ اچونه کې بیا ۸ منډې وکړې.

په ویټاليټي بلاسټ لوبو کې تر دې دمه په توپ اچونه کې نوین الحق تر ټولو مخکښ دی نوموړي په ۱۰ لوبو کې  ۱۷ لوبغاړي سوځولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب