جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو له ایران او امریکا غوښتي، چې نړیوال اټومي تړون ته...

ملګرو ملتونو له ایران او امریکا غوښتي، چې نړیوال اټومي تړون ته ژمن پاتې شي

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۹) د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل یوه راپور کې د امریکا له حکومت په تېره له ولسمشر بايډن غوښتي، چې پر ایران لګول شوي ټول بندیزونه لغوه کړي.

ګوترېش له امریکا غوښتي، چې د ۲۰۱۵ز کال هوکړې ته ژمن پاتې شي.

د نوموړي په خبره د ستونزو د حل لار دا ده چې امریکا اټومي هوکړې ته ژمنه پاتې شي او ټول هغه بندیزونه لغوه کړي، چې تر هوکړې وروسته رامنځ ته شوي دي.

هغه دغه راز پر ایران هم غږ کړی، چې نړیوال اټومي تړون ته ژمن پاتې شي او د اټومي وسلو د جوړولو کوښښ دې نه کوي.

ګوتریش پر بايډن غږ کړی چې ژر تر ژره د ۲۰۱۵ز کال هوکړې ته راستون شي او پر ایران د ټرمپ لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش داسې مهال له امریکا پر ایران د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کوی، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییلو له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال ویلي وو د ده د واکمنۍ پر مهال به ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه ور نه کړي.

هغه یوځل بیا ټینګار وکړ، چې له اسراییلو به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي او له ایران سره هڅه کېږي چې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.

جو بایډن همدا راز ویلي وو، د ایران له ملاتړه د برخمنو وسله والو پر هغو مرکزونو د بریدونو حق لري، چې په نورو هېوادونو کې لاسوهنه او جګړې کوي.

ایران ته د بایډن ګوتڅنډنه؛ هېڅکله به رانه د اټومي وسلو څښتنان نه شئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب