جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان چارواکي: په افغانستان کې د روانې جګړې ټول امکانات پاکستان برابروي

افغان چارواکي: په افغانستان کې د روانې جګړې ټول امکانات پاکستان برابروي

تاند (چهارشنبه د سرطان ۹) د افغانستان حکومت د رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه پال په افغانستان کې د وسله والو طالبانو روانه جګړه په واقعیت کې د پاکستان جګړه وبلله.

ښاغلي مینه پال پر خپل ټویټر لیکلي، پاکستان ځکه د طالبانو ملاتړ کوي چې واک ته یې ورسوي، «ټوله نړۍ پوهیږي چې په افغانستان کې روان جنګ له پاکستانه اداره کېږي او ټول امکانات ېې هغه هیواد برابروي!»

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی تر شا د پاکستان یا بل کوم هېواد لاس نشته او په وینا یې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د دوی نظامي فعالیت دا ښکاره کوي چې دغه ډله په افغانستان کې د ننه ده.

طالب ویاند دا خبرې داسې مهال ردوي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد څو ورځې وړاندې تایید کړه چې د طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې اوسېږي او مړي او ټپیان یې هم دغه هېواد ته ور وړل کېږي.

پاکستان بالاخره ومنله چې ټپي شوي طالبان په دغه هېواد کې تداوي کیږي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، حمد الله محب د شیخ رشید څرګندونې وستایلې چې د ده په وینا له طالبانو یې د پاکستان ملاتړ افشا کړ.

حمدالله محب د طالبانو او پاکستان د اړیکو افشا کولو په اړه د شېخ رشید څرګندونې وستایلې

د شېخ رشید او حمدالله محب تر څرګندونو وروسته پرون د عوامي نیشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان هم وویل چې په پاکستان کې د طالبانو حضور د پاکستاني ریاست د افغان پالېسۍ برخه ده.

ایمل ولي خان: افغانستان کې هېڅ کورنۍ جګړه نشته، ټوله لوبه پاکستان روانه کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب