پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهچارواکي: په هرات او کندوز ولایتونو کې ۳۹ وسله وال طالبان وژل...

چارواکي: په هرات او کندوز ولایتونو کې ۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي

تاند (چهارشنبه د سرطان ۹) د هرات چارواکي د دې ولایت په ګلران او ادرسکن ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبره کوي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن چهارشنبه وویل، په ګلران او ادرسکن ولسوالیو کې افغان ځواکونو پر طالبانو حملې کړي چې په نتیجه کې یې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د هرات د والي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ګلران ولسوالۍ ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې د ښخ شوېو اوو ماینونو د شنډولو ترڅنګ ویل شوي چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې څو کلي له وسله والو طالبانو تصفیه شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د ملي دفاع وزارت وايي چې د کندوز امام صاحب ولسوالۍ، بندر سیمه کې کومانډو ځانګړو ځواکونو په طالبانو برید کړی چې په پایله کې یې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...